تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو شپږ کاله وروسته د ملا عمر د 'مرګ نېټه' تایید کړه
وسله وال طالبان د ملا محمد عمر د انځور خپرولو سره شپږ کاله وروسته په لومړي ځل د نوموړي د مرګ نېټې ته اشاره کوي.
د دې ډلې وېبپاڼه کې راغلي چې د دوی پخواني مشر او بنسټګر شپږ کاله مخکې د ۱۳۹۲ کال د غوايي پر څلورمه خپل ژوند له لاسه ور کړ.
دې وېبپاڼه کې د لومړي ځل لپاره د ملا عمر د مړینې کره نېټه یاده شوې او لامل یې هم الهي امر بلل شوی دی.
د ملا عمر د مرګ خبر د ۱۳۹۴ کال په چنګاښ میاشت کې خپور شو او وویل شول چې له دې نېټې دوه کاله مخکې یې خپل ژوند له لاسه ور کړی دی، هغه هم په داسې مهال چې دغو دوو کلونو کې یې هم د کوچني او لوی اختر په نوم پیغامونه خپرېدل.
د طالبانو سرچینو هېڅکله هم د خپل بنسټګر د مړینې په هکله تفصیل نه دی ډاګیز کړی او اوسنۍ اعلامیه کې هم د نوموړي د مړینې ځای نه دی یاد شوی.
د ملا عمر د مړینې لومړنی خبر په دې ډېر خبر جوړوونکی و، چې ویل کېدل د پاکستان د کراچۍ په یوه بند کې مړ شوی دی.
د نوموړي د مرګ مشکوک خبر له امله پاکستان کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې هم وځنډولې.
د نوموړي مرګ او د طالبانو مشرتابه او عملیاتي جوړښت کې پراخې ګنګوسې سبب شوې چې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر طیب اغا هم استعفا ور کړي.
طیب اغا په ۱۹۹۰ لسیزه کې د دې ډلې د واکمنۍ په مهال د ملا عمر منشي او نژدې کس بلل کېږي.
د طالبانو د مشر په توګه ملا عمر نااشنا څېره په دې وه چې عکس یې نه و لیدل شوی او پر ۲۰۰۱ کال د امریکا برید کې د دې ډلې تر پرځېدو وروسته ورک شو.
د ملا عمر پتڼځی هېڅکله هم رسوا نه شو، خو یوې بهرنۍ خبریالې د ملا محمد عمر په اړه کتاب کې ویلي، چې نوموړی زابل ولایت کې د امریکا پوځي اډو ته نسبتاً نژدې اوسېدلی دی.
نوموړي ته خپلې ډلې "د امیرالمؤمنین" نوم ور کړی و په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې افغانستان کې حکومت هم "د طالبانو اسلامي امارت" په نوم و.
ځینې مشهورو توندلارو لکه د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن او د دې ډلې اوسني مشر ایمن الظواهري هم له هغه سره "بیعت" کړی و.