ملا محمد عمر 'د امریکا یوې اډې ته څېرمه اوسېده'

په یوه تازه کتاب کې ادعا شوې چې د طالبانو د تحریک بنسټګر او مړ شوی مشر ملا محمد عمر،‌ چې په ۲۰۱۳ کال کې ومړ، یو وخت افغانستان کې د امریکا یوې پوځي اډې ته نژدې اوسېده.

لیکوالې بيټي ډام په خپل"د ملا عمر پټ ژوند" کتاب کې د امریکا د تصور خلاف هغه څه راغلي چې ګني ملا عمر هېڅکله پاکستان کې نه و پټ شوی.

کتاب وايي، نوموړی د خپلې زوکړې زابل ولایت کې د امریکا یوې اډې پنځه کیلومترۍ کې اوسېدلی دی.

د کتاب لیکواله او هالنډۍ ورځپاڼه لیکونکې اغلې ډام د دغه کتاب پر لیکلو، څېړنې او د طالبانو له غړو سره په مرکو پنځه کاله تېر کړي.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري پر ټویټر د دغه کتاب هغه خبرې رد کړې چې ګني ملا عمر دې د ژوند وروستي کلون افغانستان کې تېر کړي وي او همدلته دې مړ شوی وي:

"موږ په ټینګه دا وهمي ادعاوې ردوو او وینو چې دا د طالبانو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو د هویت جوړولو یوه هڅه ده. موږ کافي ثبوت لرو چې ښيي هغه پاکستان کې اوسېدلی او همالته مړ شوی."

هغه د ملا محمد عمر له یوه ساتونکي جبار عمري سره، چې د په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د تحریک له ړنګېدو وروسته د ملا عمر د تری تم کېدو پر مهال د ملا عمر ساتونکی و، پر مرکې هم توانېدلې ده.‌

وايي ښاغلي عمري ملا محمد عمر د عمر تر پایه (۲۰۱۳) پورې له هغه سره ملګری و.

اغلې ډام زیاتوي، د طالبانو د تحریک له ړنګېدا لږ موده وروسته، ملا عمر - چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته د هغه د وژلو پر سر ۱۰ میلیون ډالره جایزه اعلان کړې وه - د امریکا یوې اډې ته څېرمه د یوه کور په یوه پټه خونه کې اوسېده.‌

امریکايي پوځيانو ان یو ځل دا کور تلاشي هم کړ، خو د کتاب د لیکوالې په وینا، د کور دا پټه خونه د امریکایانو له سترګو پناه وه.

بیتا ډام بي بي سي ته ویلي د زابل ځینو امنیتي چارواکو دا ګومان کاوه چې ملا عمر په زابل کې دی خو هغه وخت عمومي نظر دا و چې هغه په پاکستان کې دی.

د دې کتاب لیکوال د ملا عمر د زیږیدو ځای زابل د سیورې ولسوالي ښودل شوې خو د طالبانو له خوا څو کاله وړاندې د ملاعمر په خپره شوې بیوګرافۍ کې ویل شوي و چې هغه د کندهار د خاکریز ولسوالۍ په چاه هفت سیمه کې زېږیدلی او د پلار له مړینې وروسته چې دی پنځه کلن و له خپلې کورنۍ سره د ارزوګان دهراوود ولسوالۍ ته کډه شو چې ښايي همدایې پلرنی ټاټوبی و.

د وسلوالو طالبانو د ویاند له لوري استول شوې اعلامیه کې دا خبره رښتیا بلل شوې او پکې راغلي چې ملاعمر د ژوند تر پایه افغانستان کې اوسېدو. په اعلامیه کې راغلي دا چې ملاعمر له یوې عادي ناروغۍ ومړ، همدا لامل و چې له هېواده بهر نه و تللی.

ملا عمر او د قطر دفتر موافقه

د طالبانو له رسمي وینا سره د کتاب د منځپانګې د ځینو برخو دا ډول ټکر ښايي د کتاب دقت تر پوښتنې لاندې راولي.

دغه راز د ملاعمر په اړه افغان چارواکو ویلي و چې ملا عمر د پاکستان په کراچۍ ښار کې مړ شوی چېرته چې دی درمنلې لپاره وړل شوی و. د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې د ملا عمر مړینه د افغان دولت له خوا په ډاګه شوه، بیا طالبانو هم ومنله.

له هغه وروسته د طالبانو بل مشر ملا اختر محمد منصور د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې په بلوچستان ایالت کې ووژل شو.

وايي ملا محمد عمر وروسته د امریکا یوې بلې اډې، چې زرګونه پوځيان په کې مېشت وو، په شاوخوا پنځه کیلومترۍ کې یوه بل ځای ته ولېږدول شو.

د اغلې ډام په وینا، ملا محمد عمر به د بي بي سي رادیو پښتو خپرونې له لارې خبرونه تعقیبول. هغه د طالبانو د ادعا خلاف ښايي دوی یې پر پټنځي خبر نه وو.‌

خو ویل کېږي په قطر کې د طالبانو دفتر پرانیستلو موافقه له ده تر لاسه شوې وه. هغه ځای چې دا مهال طالب او امریکايي استازي د افغانستان د اوږدې جګړې د پای لپاره پر خبرو بوخت دي.

د اغلې ډام دا کتاب یوه میاشت وړاندې په هالنډ کې چاپ شوی چې ژر به په انګلیسي ژبه بازار ته راووځي.

د کتاب نور مهم ټکي

  • ملا محمد عمر د ۲۰۰۱ کال په ډیسمبر میاشت کې د طالبانو د کنټرول چارې د طالبانو د هغه وخت د دفاع وزیر ملا عبیدالله ته وسپارلې.‌
  • هغه د زرګونو امریکايي پوځيانو د "وولورین" په نامه اډې په درې میله واټن کې اوسېدلی دی.
  • نوموړی به د دې لپاره چې څرک یې ونه لګول شي، ځینې وخت په تونل کې پټېده.
  • نوموړی د ۲۰۱۳ کال د اپریل پر ۲۳مه ومړ او له 'تابوت پرته' په یوه بې نښې قبر کې خښ شو.