ایران: د سترې محکمې دوه لوړپوړي قاضیان د محکمې مخې ته وژل شوي

په ایران کې خبري اژانسونه وايي، د دغه هېواد د سترې محکمې پر دوو لوړپوړو او نوموتو قاضیانو محمد مقیسه او علی رازیني د سترې محکمې د ودانۍ مخې ته برید شوی او دواړه وژل شوي دي.

د ایران د قضایه قویې ویاند هم تایید کړې چې دغه دوه قاضیان د سترې محکمې ودانۍ مخې ته وژل شوي دي.

د فارس خبري اژانس وايي یو بل قاضي (میري) او د هغه ساتونکی په دې برید کې ټپيان شوي دي.

د رپوټونو له مخې برید کوونکي له دې بریده وروسته خپل ځان هم وژلی دی.

د ایراني رسنیو د رپوټونو پر بنسټ برید کوونکی داسې څوک نه و چې په ستره محکمه کې دې کومه قضیه ولري او وايي " په محکمه کې یې هم کوم کار نه و بند. "

د تسنیم خبري اژانس وايي بریدګر "تهران کې د کوم سیلاني خدماتي شرکت کارکوونکی و. "

علي رازیني څوک و؟

علي رازیني د ایران د حکومت یو له پخوانیو قاضیانو و. نوموړی په ۱۳۵۷م کال کې له انقلاب وروسته د علي قدوسي په حکم د حقاني مدرسې مدیر شو، خو دوه کاله وروسته یې بیا د ایران قضایه قوې ته لار وموندله.

علي رازیني په ۱۳۶۰م کال کې د خراسان د ولایتي محکمې ریاست ته ورسېد او د سختو پرېکړو او حکمونو د کولو له کبله مشهور و.

علي رازیني په ۱۳۶۳م کال کې د تهران په محکمه کې د اسدالله لاجوردي ځای ناستی شو. وروسته نوموړی د وسله والو ځواکونو اړوند د قضایي بنسټ مشر شو. په ۱۳۶۶م کال کې د ایران د روحاني مشر ایت الله علي خامنه اي لخوا د روحانیت لپاره د جوړې شوې ځانګړې شرعي محکمې حاکم وټاکل شو. ښاغلی رازیني په ۱۳۶۷م کال کې د جنګي سرغړونو ته د رسېدو د ځانګړې محکمې مشر شو.

پر ښاغلي رازیني په ۱۳۷۷م کال کې هم یو برید شوی و دی هلته د تهران په محکمه کې و او له یاد بریده روغ وتلی و. د هغه وخت د برید پړه پر ( مهدودیت ډلې) اچول شوی و.

محمد مقیسه څوک و؟

د ایران په ننني برید کې بل وژل شوی قاضي محمد مقیسه دی.

نوموړي ایران کې له ۱۳۵۷م کال انقلاب وروسته د دغه هېواد په قضایي بنسټونو کې ونډه لرله.

محمد مقیسه باندې تورونه وو چې په ۱۳۶۷م کال کې یې د سیاسي بندیانو په وژلو کې مرکزي رول درلود.

هغه مهال سیاسي بندیان د ګوهر دشت په نوم په یوه مشهور زندان کې ساتل کېدل او داسې رپوټونه هم شته چې محمد مقیسه د (ناصریان) په مستعار نوم د دغه زندان مسولیت لاره.

محمد مقیسه ته په تېرو څو کالونو کې د عمومي محکمې د ۲۸مې شعبې د ریاست مسوولیت هم ورسپاړلی و. په دغه محکمه کې تر ډېره د سیاسي او امنیتي کسانو محاکمې کېدلې.

ویل کېږي چې محمد مقیسه له دغه ځایه د اعدام ډېر حکمونه صادر کړي وو. له دې دندې وروسته دی د سترې محکمې قاضي شو.