ایراني ځواکونو لخوا د لسګونو افغان کډوالو د وژل کېدو رپوټونو ته پراخ غبرګونونه ښودل شوي

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي‌بي‌سي

د ایران او پاکستان ترمنځ ګلګان سرحدي سیمه کې د ایراني ځواکونو لخوا د لسګونو افغانانو د وژل کېدو له رپوټونو وروسته پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي.

ځینو سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، دغه افغانان له پاکستانه پر پوله ایران ته د اوښتلو پرمهال د "ماین چاودنه او په ډزو" وژل شوي دي.

پر ټولنیزو شبکو بېلابېلو خپرو شویو ویډیوګانو کې لېدل کېږي، چې ګڼ شمېر کسان ټپیان هم دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ لخوا خپره شوې اعلامیې کې چې په پارسي او انګلیسي ژبه پر اېکس خپره شوې، دا د یوې بدمرغې پېښې په توګه غندل شوې ده.

د افغانستان استازولۍ ویلي چې دا ګام غیرانساني، د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو، د کډوالو له حقونو او د دوو ګاونډیو او دوستو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ له روحیې سره په ټکر کې دی.

د افغانستان استازولۍ د دې پېښې په اړه د بیړنۍ او خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې او د ایران له حکومته یې هم غوښتي چې په بشپړې روڼتیا سره په دې تړاو غبرګون وښايي.

دغه راز له تهرانه غوښتنه شوې چې د دې پېښې مسوولین په ګوته او د قضا منګولو ته د سپارلو ترڅنګ د مرګژوبلې کره او تایید شوی شمېر هم ډاګیز کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ویلي، افغانان په کور دننه د ناوړه اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او امنیتي شرایط له کبله ایران ته ځي.‌

په جینوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په کلنۍ غونډه کې د یوه راپور د وړاندې کولو ویډیو پر خپله اېکس پاڼه خپره کړې، چې پکې ویل شوي په تېرو درېیو کلونو کې اته میلیونه افغانان چې د ټول نفوس یو پر څلورمه برخه کېږي، له افغانستانه وتلي دي.

د مقاومت عالي شورا چې د افغانستان بهر یو شمېر پخوانۍ سیاسي څېرې په کې راټولې دي، دا پېښه ټکان ورکوونکې بللې او ویلې یې دي، د دې تمه نه کېږي چې د افغانستان ګاونډی او دوست هېواد په دې خونړي اقدام کې ښکېل اوسي.

دې شورا په یوې اعلامیې کې له ایرانه غوښتي، چې د دې پېښې د عواملو په اړه څېړنه وکړي او پرېنږدي چې د دواړو هېوادونو ژورې اړیکې د دغسې پېښو له امله زیانمنې شي.

د افغانستان پخواني لوی څارنوال فرید حمیدي هم دې پېښې ته په غبرګون کې ویلي، پر دې له پوهېدو سره سره چې دا بې وسه او بې دفاع افغان کډوال دي، په قصدي توګه پرې برید او وژل یې د بشریت ضد جنایت او یو جدي غیر انساني جرم دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر د دې پېښې په اړه د بشپړې څېړنې د غوښتنې ترڅنګ له ایراني چارواکو غوښتي چې قربانیانو او زیانمنو شویو ته پاملرنه وکړي.

د افغانستان د پخواني حکومت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي د افغانستان خلک هله له دغه ډولو حالت نه ژغورل کېدای شي چې د یو مشروع نظام خاوندان شي.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل دا پېښه په افغانستان او ایران کې د حکومتونو پر تندي داغ بللی او ویلي یې دي، افغانان د هوسا ژوند په لټه خپل هېواد کې د ده په خبره له ملايي رژیم نه په تېښته دي خو د بل اخوندي رژیم لخوا د ظلم او بې رحمۍ قرباني کېږي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټر ریچارډ بېنټ د اېکس په یوه پیغام کې ویلي، ایران کې د افغانانو وژل کېدو او ټپي‌ کېدو ته په جدي توګه اندېښمن دی او له ایراني چارواکو یې غوښتي، چې په دې اړه رڼه څېړنه وکړي. هغه ویلي په دې اړه سپناوي ته عاجله اړتیا ده.

پخوانی امریکايي دیپلومات او له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره د امریکا مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې ویلي، د ایران سرحدي ځواکونو له خوا د یوې تاوتریخجنې پیښې په اړه راپورونه دي، چې شاوخوا ۲۵۰ افغانان په کې وژل شوي یا ټپي شوي دي.

هغه زیاته کړې چې له هر ډول قضاوت مخکې باید د "مستندو څېړنو" پایلو ته انتظار وشي، خو "که دغه رپوټونه ریښتیا وي، نو دا به وحشتناکه وي او پایلو ته به اړتیا ولري."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم ویلي چې ایران په ډېر ظلم او جبر سره افغانان شهیدان کړي، او په وینا یې دغسې پېښې له ډېرې مودې راهیسې رامنځ ته کېږي چې باید مخنیوی یې وشي.

هغه ویلي باید هر څوک غږ پورته کړي چې د ایران تر واکدارانو ورسېږي چې د ده په خبره نور پر افغانانو ظلم بند کړي او د دې پېښې د مسوولینو پر ضد ګام پورته کړي.

تر د مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اېکس په یوه پیغام کې ویلي وو چې د افغانستان بېلابېل ارګانونه او دیپلوماتیکې استازولۍ د دې پېښې په اړه پلټنې او تحقیقات کوي او د موضوع تر روښانېدو وروسته به په دې اړه لازمه پرېکړه وشي.

بلخوا افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي بیا ویلي د لسګونو افغانانو د وژل کېدو خبره رېښتا نه ده.