تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان شپږو ولایتونو کې نن د ګوزڼ ضد واکسیناسیون پیلېږي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق "یونسېف" وايي نن د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسیناسیون څلور ورځنی کمپاین پیلېږي.
تېره اونۍ هم په ګڼو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ترسره شو چې څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان ته پکې واکسین ورکړ شو.
سره له دې چې په افغانستان کې په بیا بیا د پولیو ضد واکسین کمپاینونه ترسره کېږي، خو د پولیو ویرس بیا هم پکې شته او همدا روان کال یې پنځه مثبتې پېښې ثبتې شوې
د یونسېف چارواکي وايي د ګوزڼ ضد واکسین کولو دا څلور ورځنی کمپاین په بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل، فاریاب او ارزګان ولایتونو کې ترسره کېږي.
په پام کې ده چې په دغه کمپاین کې څه باندې یو نیم میلیون ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، واکسین کړای شي.
تېره اونۍ هم د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې د ګوزڼ مخنیوي لپاره د واکسیناسیون کمپاین ترسره او څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان پکې واکسین شول.
چارواکي وايي په دغو شپږو ولایتونو کې چې نن په کې د واکسین کولو کمپاین پیلېږي د ښه چمتووالي په موخه کمپاین ځنډول شوی و.
په افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسیناسیون له پرله پسې کمپاینونه سره سره د پولیو نوې مثبتې پېښې ثبتېږي.
روغتیا پوهان په افغانستان کې د پولیو په اړه عامه پوهاوي ډېر اړین بولي او وايي د کافي پوهاوي د نشتوالي له امله په ځینو سیمو کې خلک خپل ماشومان نه واکسینوي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پرضد د واکسین کولو پروګرام د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزرات لخوا د یونسېف او د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته پرمخ وړل کېږي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په روان ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۵ مثبتې پېښې ثبتې شوې چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې وې.
تر دې وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې شپږ پنځوس، په ۲۰۲۱ کال کې ۴ او په ۲۰۲۲ کال کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبتې شوې وې.
اوس مهال افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویرس په کې لا شته.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونیسف وايي په افغانستان کې اوس دغه ویرس په محدودې سیمه کې دی او که کورنۍ خپل ټول ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي واکسین کړي، ښايي د یو کال په موده کې افغانستان هم له پولیو ویرسه پاک شي.
د روغتیا پوهانو وینا ده چې پولیو درملنه نه لري خو پرې د اخته کېدو د مخنیوي یوازینۍ لار یې د واکسین کول دي.
نو چارواکي د همدې لپاره د ټولنې له مشرانو او په ځانګړي ډول له میندو او پلرونو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي او په دې توګه یې د ټول عمر لپاره له معلولیت او احتمالي مړینې وژغوي.