کینیا کې پولیس وايي د ۴۲ ښځو قاتل یې نیولی

کینیا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په دې وروستیو کې له یوه زاړه کانه د ۹ مسخ شویو مړو پاتې شوني موندل شوي وو

کینیا کې د یوه مشکوک زنځیره‌يي قاتل نیول کېدو په ټول هېواد کې غوغا راپورته کړې ده.

خو هممهاله د هغه د نیول کېدو څرنګوالي ګڼې پوښتنې هم راولاړې کړې چې خلک ورته ځواب غواړي.

پولیس وايي د 'کولنز خلوشه' په نوم دغه ۳۳ کلن سړي د ۴۲ ښځو د وژلو منښته کړې.

خو د کولنز وکیل سې‌شنبه محکمې ته وویل چې له هغه په زور او جبر اعتراف اخیستل شوی دی.

په دې وروستیو کې د کینیا پلازمېنه نیروبي کې د پولیسو یوې پوستې ته نږدې له یوه زاړه کانه د ۹ مسخ شویو مړو پاتې شوني موندل شوي وو چې په پلاستیکي بوجیو کې تاو شوي وو.

دغه کان اوس د ښځلو غورځولو لپاره کارېږي.

دا مړي د پولیسو د یوې پوستې په ۱۰۰ مترۍ کې موندل شوي دي.

ډېر خلک پوښتي دا څنګه امکان لري چې مړي دې د پولیسو پوستې ته دومره نږدې وغورځول شي او دوی دې ترې خبر هم نه شي.

ځايي اوسېدونکي امنیتي چارواکي د جرمنو مخنیوي کې په ناغېړۍ تورنوي.

د پولیسو مشر 'ډګلس کانزا' د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د دې پوستې پولیس بل ځای ته بدل شوي.

خو دا لا مالومه نه ده چې له دوی د دې قضیې په تړاو تحقیقات هم شوې که څنګه؟

چارواکو ویلي، د پولیسو د رول په اړه څېړنې روانې دي.

په دې قضیه کې تر ټولو هېښوونکې خبره د یوه عام کس لخوا د دغو مړو موندل کېده وو.

کیینا

د عکس سرچینه، GETTYIMAGES

د عکس تشریح، پولیس وايي دا ټولې ښځې کولنز خلوشه وژلې دي

په بې‌درکه شویو مېرمنو کې 'جوزفینو اوینو' هم وه.

د هغې کورنۍ ادعا کوي چې نوموړې یوې خپلوانې ته په خوب کې ورغلې او د مړو د ځای په موندلو کې یې ورسره مرسته کړې ده.

دا موضوع نه شي تائیدېدلی.

خو د جوزفینو د تره لور 'ډیانا کیا' سټیزن‌ تلویزیون ته ویلي، چې دې د خوب له لیدلو وروسته څو ځوانانو ته پیسې ورکړې وې چې دغه ښځلې ولټوي.

په دې توګه د تېرې جمعې پر ورځ دغه ځای کې نهه جسدونه په ډېر خراب حالت کې وموندل شول.

دغه مړي په نایلون بوجیو کې اچول شوي او خولې یې په رسیو تړل شوې وې.

پولیسو هم په لومړني رپوټ کې ویلي وو، چې دوی ته عامو خلکو د دې موضوع خبر ورکړی و.

خو وروسته چې کله د جرمنو د څېړنې ادارې له مشر محمد امین په دې اړه وپوښتل شول، هغه وویل "موږ خوبونه نه ګورو، او نه هم پر خوبونو باور لرو."

د پولیسو په وینا د قربانیانو د جسدونو له وضعیت ښکاري چې په بېلابېلو وختونو کې وژل شوي دي.

خو دا وضاحت نه دی شوی چې دغه مړي دلته په یوه وخت که جلا جلا راوړل شوي دي.

د پولیسو د رپوټ له مخې (چې اوس لانجمن شوی)، کولنز منلې چې له دوو کلونو راهیسې ښځې وژني.

د بشري حقونو د یوې مدافع ډلې اجرائیوي مشر 'حسن خالد' وايي، د پولیسو رپوټ کې ګڼ داسې ټکي شته چې بحث پرې کېدای شي.

تورن څنګه دومره ژر ونیول شو؟

کینیا

د عکس سرچینه، AFP

پولیسو له دوو کلونو راهیسې د بې‌درکه ښځو درک نه‌ شو لګولی خو د مړو له موندل کېدو وروسته یې په درېیو ورځو کې دننه دننه د تورن د نیولو خبر ورکړ.‌

د پولیسو په وینا هغه یې یکشنبه داسې مهال یوه می‌خانه کې ونیو چې د فوټبال د یورو-۲۰۲۴ پایلوبه یې کتله.

دوی همدا راز ۱۰ موبایلونه، یو لپ‌ټاپ، یوه پېژند پاڼه او د ښځو جامې هم رسنیو ته ښودلې او ویلي چې دا ټول توکي یې د همدغه مشکوک قاتل په کور کې موندلې دي.

د کولنز خلوشه کور هغه ځای ته نږدې دی چې دغه مړي پکې موندل شوي دي.

پولیس وايي د دغه سړي څرک یې د یوې قربانۍ ښځې د موبایل تلېفون د ځای د لټون پایله کې لګولی دی.

خو د کولنز وکیل پر دې ادعا شک ښودلی.

قربانیانې څوک دي؟

کینیا

د عکس سرچینه، ONGOGO FAMILY

د عکس تشریح، د قربانیانو له ډلې تر اوسه یوازې د ۲۴ کلنې 'روزلین اونګوګو' جسد پېژندل شوی دی

تر اوسه یوازې د ۲۴ کلنې 'روزلین اونګوګو' جسد پېژندل شوی دی.

د هغې ورور 'اېمانویل اونګوګو' بي‌بي‌سي ته ویلي چې خور یې د جون ۲۸مه په یوه کار پسې له کوره وتلې وه، خو بېرته ور ونه ګرځېده.

د روزلین کورنۍ وايي چې کله په ښځلو کې د مړو له موندل کېدو خبر شول، نو د مړو د ساتلو ځای ته ورغلل.

د کورنۍ غړو یې روزلین اونګوګو له کالیو او وېښتو پېژندلې وه.

پولیس ادعا کوي چې کولنز خلوشه لومړۍ قربانۍ د هغه خپله ښځه وه. دوی ته د هغه له کوره د نورو قربانیانو د اړوندو توکو ترڅنګ د نوموړي د ښځې پېژندپاڼه هم په لاس ورغلې.

بلخوا د جوزفینو د کورنۍ غړو بي‌بي‌سي ته ویلي، چې دوی لا هم د هغې د مړي پېژندل کېدو ته منتظر دي.

کینیا کې د ښځو خوندیتوب

کینیا

د عکس سرچینه، MERCY JUMA/BBC

د عکس تشریح، د روان کال جنورۍ کینیا کې د ښځو خوندیتوب لپاره احتجاجونه هم شوي وو

دې پېښې په کینیا کې د ښځو د خوندیتوب په تړاو پراخې اندېښنې زېږولې او د جنورۍ پر ۲۰مه یې د 'ریتا ویني' د وحشتناکې وژنې یاد بیا راتازه کړی دی.

د رتیا مسخ شوی جسد نیروبي کې په یوه کرايي کور کې موندل شوی و.

د هغې د مړینې اړوند پوښتنې لا هم نه دي حل شوې.

د نوموړې د جسد له موندل کېدو وروسته د کینیا لروبر د ښځو د وژنو او له دوی سره د زورزیاتي خلاف احتجاجونه هم شوي وو.

د بښنې نړیوال سازمان وايي د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ یې په کینیا کې د ښځو د وژنې له ۵۰۰ ډېرې پېښې ثبت کړې دي.

د یادونې ده چې په دې تازه پېښه کې له زاړه کانه د ښځلو منځ کې ټول موندل شوي مړي د ښځو دي.

مېرمنې له حکومته غواړي چې په دې تړاو څېړنې چټکې او د دا راز تاوتریخوالي مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.