اسرائيلۍ کابينې لومړي وزير نتنياهو ته پر حزب الله د ځوابي بريد واک ورکړ

    • Author, رافع بیرګ
    • دنده, بي بي سي

د اسرائیل د جګړې کابینې لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو او د هغه دفاع وزیر ته اختیار ورکړی، چې کله او څنګه پر اسرائیل د هغه راکټي برید ځواب ورکړي، چې اسرائیل او امریکا وايي، د لبنان حزب الله ډلې کړی دی.

اسرائیلۍ کابینې په جولان غونډیو کې له هغه برید وروسته دا غونډه کړې، چې د دروز ټولنې اړوند ۱۲ ماشومان او ځوانان پکې ووژل شول.

د یادونې ده، چې اسرائیلي پوځیان او د حزب الله وسله وال له تېرو څو میاشتو راهیسې د خپلمنځي پولو له یوه بل لوري متقابل ګوزارونه کوي، خو د شنبې ورځې هغه برید تر ټولو ډېر خونړی بلل کېږي. له دې برید وروسته هغه اندېښنې ډېرې شوې دي، چې کېدای شي د دواړو لوریو تر منځ پراخه جګړه پیل شي.

لوېدیځوالو حکومتونو له اسرائیل غوښتي چې په ځواب ورکولو کې له زغمه کار واخلي. د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د دروز ښارګوټي مجدال شمس پر لوبغالي، "له دې بوږنونکي برید وروسته په اسرائیل او لبنان کې له اړوند چارواکو سره پرلپسې اړیکه کې دي. "

د سپینې ماڼۍ مسوولین دغه راز وايي، دوی دیپلوماتیکې هڅې کوي، چې د اودې کرښې "د اسرائیل او لبنان تر منځ غیر رسمي پولې) په اوږدو کې بریدونه د تل لپاره بند شي. "

بل لور د لبنان دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د دوشنبې پر ورځ د اسرائیل پولې ته نژدې لبناني ښارګوټي شقرا ته څېرمه د اسرائیلي ډرون یوه برید کې دوه کسان وژل شوي دي. په داسې حال کې چې پر حزب الله د اسرائیل ځوابي برید احتمال په ډېرېدو دی، د فرانسې هوايي شرکت ائرفرانس وروستی هوايي شرکت ته چې د لبنان پلازمېنې بیروت ته او له هغه ځایه یې بهر ته الوتنې لغو کړې دي.

بيروت ته الوتنې لغو شوې

لفتانزا، سوئس انټرنېشنل ائرلاینس او ائرووینګز هغه هوايي شرکتونه دي، چې له دې مخکې یې په ورته توګه خپلې الوتنې لغو کړې دي. هلته په مجدال شمس کې د یکشنبې پر ورځ د وژل شویو ځوانانو مړي په داسې حال کې خاورو ته وسپارل شول، چې زرګونو کسانو پکې ګډون کړی و او جسدونه یې د ښار په کوڅو کې له ګرځولو وروسته هدیرې ته یوړل.

د دروز ټولنې پر خلکو دا تر ټولو خونړی برید بلل کېږي، چې له پېړیو راهیسې په دې سیمه کې مېشت دي. د دې ټولنې خلک په عربي ژبه خبرې کوي، یوه مذهبي لږکۍ ده او د جولان غونډیو په ګډون د لبنان، سوریې او اسرائیل په ځینو شمالي سیمو کې ژوند کوي.

د دې ټولنې هغه خلک چې په جولان غونډیو کې اوسي، په ۱۹۶۷ کال کې له هغه راهیسې د اسرائیل په واکمني کې ژوند کوي، چې اسرائیل دا سیمه له سوریې ونیوله. د دوی ډېری کسان اوس هم د سوریې واکمني مني او نژدې ۲۱ زره یې بیا په دې ډبرینو غونډیو کې مېشت دي، چې ۲۰ سلنه وګړو یې د اسرائیل تابعیت اخیستی دی.

پر مجدال شمس دغه برید په اسرائیل او دروز ټولنه کې یوه لویه غوغا رامنځته کړه، چې ۱۱۰ زره کسان یې په اسرائیل کې مېشت دي. له برید سملاسي وروسته د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو امریکا ته خپل سفر نیمګړی پرېښود او خپل هېواد ته ستون شو. نوموړي پر یکشنبه د خپل هېواد له جګړې کابینې سره له لیدو مخکې د دفاع وزارت له مسوولینو سره پرلپسې غونډې وکړې.

له څو ساعتونو غونډې وروسته د لومړي وزیر دفتر یوه لنډه اعلامیه خپره کړه، چې پکې ویل شوي: "د کابینې غړو لومړي وزیر او دفاع وزیر ته اختیار ورکړ، چې حزب الله ترهګرې ډلې ته د ځواب ورکولو لپاره وخت او انداز غوره کړي. "