جولان کې د فوټبال پر لوبغالي له خونړي برید وروسته اسرائیلو لبنان کې پر حزب الله حمله کړې

د اسرائیلو روغتیايي سرچینو ویلي، د جولان په لوړو کې د اسرائیلو تر ولکې لاندې مجدل شمس کلي کې د توغندیز برید له کبله لږ تر لږه ۱۲ تنکي زلمیان او ځوانان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې د پېښې ډېری قربانیان ماشومان او تنکي ځوانان دي چې په سیمه کې یې د فوټبال په میدان کې لوبې کولې.

د اسرائیلو پوځ ویلي، یو توغندی د دروزمېشتو په ښار کې لګېدلی دی.

دا د غزې د جګړې له پیل راهیسې د اسرائیلو پر شمالي سرحدونو تر ټولو خونړی برید دی.

اسرائیلي رسنیو ویلي، دغه توغندي د لبنان د حزب الله ډلې له خوا توغول شوي دي. د اسرائیلو پوځ هم حزب الله د دغه برید مسئول بللی دی.

خو د حزب الله یوه چارواکي د بي بي سي فارسي خبریالې نفیسه کوهنورد ته ویلي چې دغې ډلې په دې برید کې "هېڅ تړاو نه درلود".

د حزب الله ویاند محمد عفیف له دغې پېښې سره هر ډول تړاو رد کړ او ویې ویل: "د دغې ډلې د لاس لرلو په اړه ټول تورونه ناسم دي."

د یکشنبې په ګهیځ د اسرائیلو دفاعي ځواکونو وویل چې لبنان کې یې د حزب الله ډلې پر اوو اهدافو هوايي بریدونه کړي.‌ روښانه نه ده چې په دې بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتۍ او که نه.

دا برید د جولان په لوړو کې د فوټبال پر لوبغالي له توغنديز برید څو ساعته وروسته شوی. اسرائیل ادعا کوي چې د "ترهګرو هدفونه" یې په نښه کړي چې "د وسلو زېرږې او د ترهګرو زېربناوې" هم پکې دي.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې د اسرائیلو او دغې ډلې ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

د اسرائیلو پوځ ویلي دي چې د حزب الله لخوا د دې برید ځواب ورکولو ته تیاری نیسي.

یوه مرستندویه ځواک ویلي، چې دغه برید د پېښې ځای ته زیان اوښتی او لوی اور لګېدلی دی.

د فوټبال پر دغه میدان برید وروسته له هغه شوی چې د لبنان په یوه سیمه کې د اسرائیلو په برید کې ۴ وسله وال ووژل شول.

اسرائیلو همداشان د غزې په دیر البلح سیمه کې پر یوه ښوونځي ګوزارونه کړي دي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

د رویټرز په وینا، په لبنان کې دوو امنیتي ځواکونو ویلي چې د لبنان په سوېل "کفر کلا" کې د اسرائیلو په برید کې وژل شوي ټول څلور کسان د حزب الله غړي نه وو، بلکې د یوې بلې‌وسله والې ډلې سره یې تړاو درلود.

د دې برید په تړاو، د اسرائیلو پوځ ویلي چې د دوی جنګیالیو د دې ودانۍ دننه د اورپکو مرکز په نښه کولو وروسته د حزب الله یو نظامي جوړښت په نښه کړ.

حزب الله یوه له هغو ډلو ده چې د ایران لخوا یې ملاتړ کېږي او اسرائیل د غزې د جګړې له پیل راهیسې نژدې هره ورځ له دې ډلې سره ښکېل دي.

د جولان په لوړو کې اشغال شوې سیمې

مجدل شمس یو له هغو څلورو کلیو دی چې د جولان په لوړو کې موقعیت لري او شاوخوا ۲۵ زره 'دروز' لږکي پکې اوسېږي.

د جولان غرونه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره مساحت لري چې ۱۲۰۰ کیلومتره یې د اسرائیلو په ولکه کې دي.

اسرائیلو د سوریې دغه برخه په ۱۹۶۷ (۵۲ کاله وړاندې) کې د عرب – اسرائیلو له شپږ ورځنۍ جګړې راهیسې نیولې ده.

کله چې اسرائیلو په ۱۹۸۱ کې د جولان غرونه له خپلې خاورې سره یوځای کړل، دا سیمه یې د خپلې خاورې یوه برخه ګڼله او اوسېدونکي یې کولای شي چې د اسرائیلو تابعیت ترلاسه کړي او اسرائیلي شي.

اوس په دې سیمه کې لسګونه یهودي مېنې ابادې شوې دي. په عین حال کې د جولان په لوړو کې ۲۰ زره سوریایي اوسېدونکي اوس هم ژوند کوي. دا ډله عموماً د سوریې "دروز" اتباع دي.