تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائیل او حزبالله ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو اندېښنې
د اسرائیل لخوا د سوریې د اشغال شویو جولان غونډیو په 'مجدل شمس' سیمه کې تېره ورځ د توغندي په یوه برید کې ۱۲ وژل شوي ماشومان او زلمي نن خاورو ته وسپارل شول.
د دوی د جنازې په مراسمو کې د اسرائیل د کابینې د دوو وزیرانو په ګډون زرګونو کسانو ګډون کړی و.
ځینو ویرجنو خلکو د دې پېښې له کبله د اسرائیلو د کابینې پر ورغلو وزیرانو هم نیوکې کړې دي.
مجدل شمس کې وژل شوي ماشومان د دروز قومي او مذهبي لږهکیو اړوند دي.
د دې ټولنې اړوند خلک چې عربي ژبي دي، د اسرائیل په شمال، لبنان، اردن او سوریه کې ژوند کوي.
اسرائیل په ۱۹۸۱ کال خپله خاوره پورې د جولان غونډیو له تړلو وروسته د دغه ځای دروزیانو ته تابعیت هم ورکړ.
دوی اوس د اسرائیلو د نفوس ۱ اعشاریه ۵ سلنه او همدا راز د اسرائیل په دفاعي ځواکونو "ایډياېف" کې له یهودو وروسته دویمه ستره برخه جوړي.
اسرائیل د جولان غونډیو کې د دغه برید پړه پر حزبالله اچوي او لومړي وزیر یې بنیامین نتنیاهو ګواښ کړی چې دا ډله به "درنه بیه پرې کړي".
د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر په یوه علامیه کې د دروز ټولنې مشرانو ته ویلي، چې حزبالله به داسې بیه پرې کړي، چې مخکې یې کله نه وي پرې کړې.
که څه هم حزبالله په دې پېښه کې خپله ښکېلتیا په کلکه رد کړې، خو اسرائیلي ځواکونو لبنان کې د دوی پر اړوندو اهدافو څو بریدونه هم کړي دي.
د لبنان بهرنیو چارو وزیر عبدالله بوحبیب هم بيبيسي ته ویلي، دی فکر نه کوي چې دغه مرګونی برید دې حزبالله کړی وي.
هغه له اسرائیل او حزبالله دواړو غوښتي چې له زغمه کار واخلي او د ترینګلتیا له پراخولو ډډه وکړي.
ښاغلي بوحبیب رویټرز ته ویلي، چې دی له امریکايي چارواکو سره هم غږېدلی او ترې غوښتي یې دي چې اسرائیل زغم ته وهڅوي.
هممهاله د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، ټولې اشارې دې ته دي چې په جولان غونډیو کې دغه راکټي برید دې حزبالله کړی وي.
هغه زیاته کړې چې "متحد ایالتونه د اسرائیل حکومت سره په خبرو بوخت دی."
ښاغلي بلېنکې چې د جاپان پر سفر بوخت دی، دا هم ویلي چې "اسرائیل د خپلو اتباعو د دفاع حق لري" او دا چې دوی ورسره په دې برخه کې همکارۍ ته ولاړ دي.
خو نوموړی وايي چې متحد ایالتونه نه غواړي چې دا شخړه لویه شي.
بلخوا د حزبالله ستر سیمه ییز متحد ایران بیا خبرداری ورکړی، چې که اسرائیل خبره غټه کړي، نو له داسې پایلو سره به مخامخ شي چې وړاندوینه یې نه کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ناصر کنعاني ویلي، د اسرائیل لخوا په لبنان کې نوې پوځي ماجراجويي به سیمه کې د ناامنۍ او بېثباتۍ او جګړې د پراختیا لامل وګرځي.