تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې د ملتپالو ګوندونو مشرانو سره د متقي کتنې ته غبرګونونه
د پښتونخوا یو سیاستوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه بنسټګر محسن دوړ وايي، "پښتنو ملتپالو تل هغه کسان رد کړي چې طالبان یې له پښتنو سره تشبیه کړي دي."
نوموړي دا څرګندونې پاکستان ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د چارسمبالي وزیر امیر خان متقي تر هغه سفر وروسته کړې، چې له یو شمېر پاکستاني چارواکو او ځینو پښتنو مشرانو سره یې وکتل.
محسن دوړ پر ټوېټر له مولانا فضل الرحمن او ځینو نورو پښتنو مشرانو سره د ښاغلي متقي له یوه عکس سره په انګریزي ژبه یو لنډ ټویټ کړی چې پکې وايي "د ترهګرۍ پرضد دا مقاومت باید د سیاسي ګټو لپاره قرباني نه شي؛ ځکه چې د پښتنو هویت په خطر کې دی."
امیر خان متقي د افغانستان، چین او پاکستان د درې اړخیزې غونډې لپاره اسلام اباد ته تللی و او د دې غونډې په درشل کې یې له ځینو پښتنو مشرانو سره هم کتلي دي.
ښاغلي متقي د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره هم کتلي دي.
د پاکستان پوځ بیا یوه اعلامیه کې لیکلي چې ښاغلي منیر په دې لیدنه کې "د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ او سختدریځۍ د ګډو ننګونو په اړه د رغنده مقابلې" او په دې برخه کې د طالبانو حکومت پر بشپړې ژمنتیا ټینګار کړی دی.
د محسن دوړ دې خبرو ته ګڼ غبرګونونه ښودل شوي. ځینو د پاکستان د ملتپاله ګوندونو له مشرانو سره د ښاغلي متقي پر دې کتنې نیوکه کړې او ګڼو طالب پلوو کسانو دا لیدنه ستایلې او د لر و بر پښتنو د نژدېوالي لپاره یې یو ښه ګام بللی دی.
ابراهیم مومند لیکلي: "دې لیدنه کې هوکړه وشوه چې اوس به افغان مولیان هم پاکستاني مولیانو سره مرسته کوي چې دغلته هم اسلامي نظام راولي."
د علي په نامه یوه ټویټر کاروونکي د ښاغلي دوړ دې ټویټ ته په غبرګون کې لیکلي، چې پښتانه هم له ملتپالنې کړېدلي دي. موږ باید نن دواړه تعقیب کړو.
د عمران اشنا په نامه یوه بل ټویټر کارن لیکلي چې د متقي او پاکستاني ملتپالو ترمنځ لیدنه اسلام اباد کې د افغان سفیر په غوښتنه شوې ده.
که څه هم طالبانو د ښاغلي دوړ دې ټویټ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو د پولیسو یوه ویاند یې پر ټویټر په دې غړه غبرګون په ډاګه کړی دی.
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ پر ټویټر لیکلي، "زموږ دریځ واضح دی، قومي سیاست مردود بولو؛ مګر ځینې داسې کسان شته چې حتی د ناسیونالیزم باطل اصول یې هم شریف او مبارز نه بولي. دوی د قوم نارې وهلې، مګر په وزیرستان کې یې نه یوازې د امریکایانو جنګي جنایات توجېه کول، بلکې جاسوسۍ یې هم ورته کولې."
ښاغلی ځدراڼ په انګریزي او پښتو ژبو د محسن دوړ له یوه انځور سره پخپل ټوېټ کې وړاندې لیکي "په افغانستان کې یې یوه ورځ هم د ناټو جنګي جنایات ونه غندل، د پښتنو د نسل وژنې مرتکبینو سره یې راشه درشه درلوده، مګر قومي شعارونو یې کاڼهٔ کړو. په ساختګي جېلونو یې د عوامو خواخوږي خپله کړه. مګر حق نه پټېږي؛ یوه ورځ به یې مخ بې نقابه شي او ټول به پوه شي چې څومره ستر خاین و."
د عوامي نشل ګوند د پښتونخوا مشر ایمل ولي خان چې له ښاغلي متقي سره یې په غونډه کې برخه اخیستې وه، وايي چې محمود خان اڅکزي د محسن دوړ او علي وزیر یادونه وکړه. خو نوموړی وايي چې په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر غونډې ته د هغوی د نه بللو "غلطي" ومنله.
د ښاغلی دوړ د ګوند غړي افراسیاب خټګ هم له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې ویلي چې "که دوی یې بللي هم وای، غونډې ته نه ورتلل."