تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له پاکستان سره د طالبانو په تړاو د پاکستاني لیکوال څرګندونو ته د طالبانو غبرګون
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند د یوه پاکستاني لیکوال په "د طالبانو بیا را ستنېدل؛ افغانستان د امریکایانو له وتلو وروسته" نامه کتاب منځپانګې په اړه غبرګون ښودلی.
ذبیح الله مجاهد په کتاب کې د پاکستان له استخباراتي سازمان سره د افغان طالبانو د تړاو په باب ویلي چې "دا بې بنسټه او له واقعیت لیرې" خبره ده.
یاد تاب امریکايي- پاکستاني لیکوال حسن عباس لیکلی او په ۳۲۰ مخونو کې په انګلیسي ژبه چاپ شوی او له انځورونو او رنګه نخچو سره ییل پوهنتون خپرندویې ټولنې چاپ کړی دی.
د کتاب د منځپانګې په اړه ویل شوي چې "بیا واک ته د رسېدو په لار کې د طالبانو د منځلارو او توندرلارو ډلو ترمنځ" لانجو ته هم کتنه شوې ده.
حسن عباس د کتاب په یوه برخه کې لیکلي چې "افغان طالبان د پاکستان د څارګرې ادارې له لوري اداره کېدل او د بشري ناورین او د اسلامي دولت نومې ډلې د خراسان څانګې په څېر له کمزوري کوونکو ګواښونو سره مخامخ دي چې په نړیوال ډګر کې هم په تېره له چین او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره لاس او ګرېوان دي".
د طالبانو حکومت ویاند دا ادعاوې رد کړې او حسن عباس یې یو (استخباراتي مامور) بللی دی.
ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "زموږ په باور د حسن عباس په نامه کس د کوم استخباراتي ارګان ګمارل شوی اجیر دی چې کوښښ یې کړی په خپله ناکامه هڅه سره دریاب ناپاکه کړي".
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: "اسلامي امارت لکه څرنګه چې د خپلې خپلواکۍ او ازادۍ ګټلو لپاره څومره قربانۍ ورکړې، همدا ډول تیار دی چې د ازادۍ او خپلواکۍ ساتلو لپاره هم قرباني ورکړي او خپل استقلال په هېڅ قېمت د هېڅ کوم هېواد او استخباراتي جال په لومو کې نه ښکېل کوي".
په تېر کې هم د افغانستان د مخکني حکومت او سیاسي څېرو له لوري له افغان طالبانو د پاکستاني د استخباراتي سازمان او پوځ د ملاتړ په اړه خبرې راپورته شوې وې.
د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو په ځلونو د پاکستان پوځ په تېره څارګر سازمان یې (ای اېس ای) د طالبانو په ګډون د افغان حکومت د بېلابېلو مخالفو جنګي ډلو پر مسلح کولو او جنګي روزنې تورن کړی و، خو پاکستان د تل په څېر دا تورونه رد کړي دي.
د طالبانو د خبرپاڼې پای کې راغلي چې "دا ډول استخباراتي دسیسې نشي کولای زموږ د نظام او مشرانو په اړه جوړ ذهنیت مغشوش کړي او خپل شوم عزائم ترلاسه کړي".