ولې د سلواکیا حکومت د سلګونو ېږو د وژلو پرېکړه کړې؟

د سلواک کابینې دغه هېواد کې د شاوخوا څلورمه برخه نسواري یږو د ایشتلو پلان تصویب کړی دی. دا پرېکړه تر هغې وروسته شوې چې یو سړی د سلواک د مرکز په یوه ځنګل کې د قدم وهلو پر مهال د ېږې لخوا برید کې وژل شوی.

د لومړي وزیر رابرټ فیکو پوپولیست-ملتپال حکومت د کابینې له غونډې وروسته اعلان وکړ چې په دې وروستیو کې د یږو د بریدونو لړۍ ته په کتو به چې انسانانو ته یې خطر پېښ کړی،‌ د نسواري یږو له ۱۳۰۰ اټکل شوي شمېر څخه ۳۵۰ لمنځه یوړل شي.

ښاغلي فیکو وروسته خبریالانو ته وویل: "موږ په داسې هېواد کې ژوند نه شو کولی چې خلک یې ځنګله ته له تګ وېره ولري. "

له دې سره ځانګړی بېړنی حالت چې پر یږو د ډزو اجازه ورکوي، اوس د سلواکیا له ۷۹ څخه ۵۵ ناحیوو ته پراخ شوی او د دغه هېواد ډېره برخه رانغاړي.

په براتیسلاوا کې حکومت لا دمخه هغه قانوني پاملرنې نرمې کړې چې د انسانانو د استوګنې ځای ته د ډېر نږدې کېدو پر مهال د ېږو د وژلو اجازه ورکوي. د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې سلواک کې شاوخوا ۹۳ ېږې په ډزو وژل شوې وې.

تر دې د ډېرو نورو ېږو د اېشتلو پلان د چاپېریال ساتنې فعالانو لخوا غندلی شوی وو. دوی ویل چې دا پرېکړه له نړیوالو مکلفیتونو سرغړونه ده او ښايي ناقانونه وي.

د اپوزیسیون له 'پروګرسېف سلواکیا' ګوند څخه د اروپا د پارلمان غړی او ایکولوژیست میکال ویزېک وايي: "دا بې معنی ده."

هغه بي بي سي ته وویل د چاپېریال ساتنې وزارت د ېږو د بریدونو محدودولو کې د خپلې ناکامۍ له کبله په بې سارې توګه د ژویو د دغه خوندي شوي ډول پر وژلو لاس پورې کړی.

هغه زیاته کړه: "حکومت د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره پرېکړه کړې چې لا ډېرې یږې ووژني. "

ویزېک استدلال کوي چې هر کال د ېږو او انسانانو د تقابل یا مخامخېدو زرګونه پېښې له کومې مرګژوبلې پرته پای مومې. نوموړي هیله وښوده چې اروپایي کمېسیون به د ېږو د وژل کېدو مخنیوي لپاره مداخله وکړي.

د سلواک پولیسو د چارشنبې پر ورځ تایید کړه یو سړی چې د یکشنبې پر شپه د دغه هېواد مرکزي ډېتوا ښار ته نږدې په ځنګل کې مړ موندل شوی و، د ېږو لخوا وژل شوی. د هغه بر بدن جوړو ټپونو د همداسې یوه برید کیسه کوله.

د دغه ۵۹ کلن سړي د ورکېدو خبر تر هغې وروسته ورکړل شو چې د شنبې پر ورځ ځنګله ته ګرځېدو لپاره له تګ وروسته بېرته کور ته ستون نه شو.‌

چارواکو ویل، دغه سړی داسې حال کې وموندل شو چې پر سر یې ډېر سخت ټپونه وو.

یوې سیمه‌ییزې نادولتي موسسې نووي کاس سلواکۍ ورځپاڼې ته ویلي چې د دغه سړي د وژل کېدو ځای ته نږدې د یوه ېږ د کور یا ځالې شواهد موندل شوي دي.

سلواکیا کې ېږې له دې کبله پر یوه سیاسي مسله اوښتې، چې دغه هېواد کې یې له انسانانو د تقابل یا مخامخېدو پېښې په زیاتېدو دي او بریدونو کې یې وخت ناوخت مرګژوبله هم اوړي.

د ۲۰۲۴ کال مارچ کې یوه ۳۱ کلنه بېلاروسۍ ښځه د سلواکیا شمال کې تر هغې وروسته یوې ژورې کندې ته وغورځېده او مړه شوه چې یوې ېږې په مڼدو کړې وه.‌

تر هغې څو اونۍ وروسته د یوه لوی نسواري ېږ یوه ویډیو خپره شوه چې پر رڼا ورځ د ورڅېرمه پراته ښار،‌ لیپتووفسکي میکولاس په مرکز کې منډې وهي، د موټرونو له منځه تېرېږي او پر پلې لاره د خلکو پر خوا ورنږدې کېږي.‌

چارواکو وروسته وویل چې دا ژوی یې وژلی دی. خو د چاپیریال ساتنې کارپوهانو بیا ټینګار کاوه چې روښانه شواهد شته چې ویشتل شوې ېږه هغه نه، بلکې بله ده.

ېږې د کارپاتیان غرونو په لړۍ کې چې له رومانیا څخه د اوکرایین د لویدیځ له لارې سلواکیا او پولنډ ته غځیدلې، ډېر دي.