تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیه وايي مسکو کې پر یوه روسي جنرال برید کې درې ښکېل کسان یې پېژندلي دي
روسیه وايي، پر جنرال ولادیمیر الېکسیېف د جمعې ورځې د ډزو پېښې درې شکمن کسان پېژندلي دي.
په دوی کې هغه سړی هم شامل دی چې د برید په ترسره کولو تورن دی. ویل کېږي چې دغه سړی لیوبومیر کوربا نومېږي او اوکرایین کې زېږېدلی روسی دی.
د روسیې د تحقیقاتو یا پلټنو کمیټې (SK) ویلي، چې کوربا د ډسمبر په وروستیو کې "د اوکرایین د استخباراتي خدماتو ادارې له خوا د ترهګریز برید ترسره کولو لپاره" پلازمینې مسکو ته استول شوی و.
د دغې کمېټې ویاندې سویتلانا پېترینکو وايي، چې کوربا تر ډزو وروسته متحدو عربي اماراتو ته تللی و، خو هلته له نیول کېدو وروسته بېرته روسیې ته ګرځول شوی دی.
د یادونې ده چې کیېف په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.
۶۴ کلن الېکسیېف د روسیې پوځي استخباراتو ادارې (جياریو) دویم ځواکمن سړی بلل کېږي.
هغه برید کې له ټپي کېدو وروسته یو ځايي روغتون ته لېږدول شوی او ویل کېږي اوس یې ژوند له خطره وتلی دي.
دا برید د پلازمېنې مسکو په شمال لوېدیځه څنډه کې د استوګنې اپارتمانونو په یوه بلاک کې شوی و.
د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې، چې روسیې پر اوکرایین پراخ یرغل پیل کړ،الېکسیېف وروستی لوړپوړی پوځي چارواکی دی چې په مسکو یا شاوخوا سیمو کې په نښه کېږي.
روسي چارواکو دا برید د جګړې پای ته رسولو لپاره د خبرو شنډولو هڅه بللې وه.
الکسیېف د اوکرایین جګړه کې مهم رول لوبولی او په ۲۰۲۲ کال کې چې روسي ځواکونو ماریوپول ښار محاصره کړی و، له اوکراییني لوري سره یې په خبرو کې برخه اخیستې وه.
هغه ته تر دې ورمخکې د سوریې کورنۍ جګړه کې د مسکو د پوځي مداخلې پر مهال د مهم رول لوبولو بدل کې "د روسیې اتل" لقب ورکړل شوی و.
الکسیېف تر هغې وروسته د اروپايي ټولنې او برېتانیا له بندیزونو سره مخامخ شو، چې د روسیې د پوځي استخباراتو اداره (جي ار یو) ۲۰۱۸ کال د برېتانیا سالزبري کې پر یوه پخواني روسي څارګر د عصب وژونګي ګاز برید کې ښکېله وبلل شوه.
نوموړی دغه راز د واګنر ملېشه ډلې له مشر یوېوګیني پریګوژین سره، چې د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې یې د یو لنډ خو خونړی بغاوت مشري کوله، خبرو لپاره هم استول شوی و.
په جي ار یو اداره کې د هغه مشر ایګور کوستیوکوف په ابوظهبي کې له اوکراییني او امریکايي پلاویو سره د سولې په خبرو کې د روسیې د مذاکراتي ډلې مشري کوله.
د دغو خبرو وروستی پړاو د تېرې پنجشنبې پر ورځ له کوم مهم پرمختګ پرته پای ته ورسېد.
د روسیې غبرګون
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګيې لاوروف د ډزو تر دې پېښې وروسته ژر اوکرایین تورن کړ.
هغه وویل چې ''دا ترهګریز عمل'' د ''مذاکراتي بهیر شنډولو'' په موخه ترسره شوی دی.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف په دې هکله ویلي و، ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د دې پېښې په اړه معلومات ورکول کېږي. پیسکوف خبریالانو ته په دې تړاو وویل: ''موږ تر ټولو لومړی هیله لرو چې جنرال ژوندی پاتې شي او روغ شي. موږ هیله لرو چې همداسې به وشي.''
د روسیې استخباراتو چارواکو ادعا کړې چې د تېرې میاشتې په پای کې یې په سنټ پېټرزبرګ کې پر یوه روسي سرتېري د برید هڅه شنډه کړې وه.
د ازبکستان یو وګړی د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د یوه بل جنرال ایګور کیرېلوف، د وژنې په تړاو بندي شو.
کیرېلوف د مسکو یوه استوګنیز بلاک مخې ته په چاودنه کې وژل شوی و. د اوکرایین استخباراتي ادارې (اېس بي یو) سرچینو هغه مهال ویلي وو چې دا برید دوی کړی.
ډګر جنرال کیرېلوف د روسیې د اتومي، بیولوژیکي او کیمیاوي خوندیتوب ځواکونو مشري کوله.
دغه راز د ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې د جي ار یو یو بل لوړپوړی افسر ډګر جنرال فانیل ساروروف، هغه مهال ووژل شو، چې په مسکو کې یې د سپرلۍ تر موټر لاندې یوه چاودېدونکې اله وچاودېده. د روسیې د پلټنو کمېټې اېس کې د معلوماتو له مخې، هغه د وسلهوالو ځواکونو د عملیاتي روزنې د څانګې مشر و.