زیلېنسکي د سولې له خبرو وړاندې له روسیې غوښتي چې له 'بې ځايه' شرطونو تېر شي

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي وايي، د دغه هېواد او امریکا چارواکي به راتلونکې دوشنبې په سعودي کې د سولې مذاکراتو په اړه خبرې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې روسيې هم تائيد کړې چې په همدغه ورځ دلته د امریکا او روسيې تر منځ خبرې پلان شوې دي.

زيلېنسکي وويل، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین "باید له بې‌ځایه غوښتنو چې د جګړې اوږېدوو سبب کړي لاس واخلي." مسکو غواړي چې له اوکرايين سره هر ډول پوځي مرستې بايد په بشپړه توګه بندې شي.

زيلېنسکي همدا ډول ويلي چې په ناټو کې د اوکرايين نه شاملېدل، هغه څه چې پوتين د سولې لپاره نه مذاکره کېدونکی شرط بللی، به، روسيې ته "ستره ډالۍ" وي.

نوموړي د سپینې ماڼۍ هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې ده د ټيليفوني خبرو له لارې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره امريکا ته د اوکرایین د اټومي بټیو د ملکيت سپارلو په اړه غږېدلی دی.

د اوکرايين او امریکا تر منځ وروستۍ خبرې اترې په داسې حال کې ترسره کېږي چې امریکا هڅه کوي د دريو کلونو جګړې وروسته د روسيې او اوکرايين ترمنځ اوربند ته لاره هواره کړي.

زیلېنسکي او پوتین دواړو له امریکا سره د اوربند ژمنه کړې، خو د شرایطو پر سر د اختلاف له امله تراوسه د اوربند تړون نه دی لاسليک شوی.

د روسیې ولسمشر په دې وروستيو کې هوکړه کړې وه چې د اوکرايین د انرژۍ پر ‌زېرمو به هوايي بریدونه نه کوي، خو دواړو خواوو بیا هم دغه ډول بریدونړو ته دوام ورکړی.

زیلېنسکي ويلي چې د اوکرایین استازي به د دوشنبې د خبرو پر مهال امریکا ته د هغو مهمو تأسیساتو یو لست وسپاري چې غواړي روسيه پرې بريدونه ونه کړي.

کله چې له نوموړي وپوښتل شول چې ایا امریکا ته د اوکرایین د اټومي بټیو د ملکیت سپارلو په اړه د سپینې ماڼۍ څرګندونې سمې دي، زیلېنسکي دا خبره په بشپړ ډول رد کړه.

هغه وویل، دوی یوازې د زپورېژیا بټۍ په اړه چې اوس د روسیې تر کنټرول لاندې ده خبرې کړې، خو ټینګار یې وکړ چې "ټولې اټومي بټۍ د اوکراییني وګړو ملکیت دي."

زيلېنسکي وویل، که امریکا وغواړي دغه بټۍ له روسیې واخلي او پانګونه په کې وکړي او یا یې عصري کړي، نو دی دې ته چمتو دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي وو چې امریکا به د دغو تاسیساتو "تر ټولو غوره ساتنه" وکړی شي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دی د روسیې لپاره ځمکنيو امتیازات ورکولو ته چمتو دی، په ځانګړي ډول کرایمیا، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د روسیې تر کنټرول لاندې ده، هغه وویل، "دا داوکرایین ټاپو وزمه ده."

نوموړي زیاته کړه، کرایمیا د اوکرایین "نه جلا کېدونکې" برخه ده، سره له دې چې روسیې نيولې او له خپل هېواد سره يې يو ځای کړې ده.

کله چې له هغه وپوښتل شول چې څه ډول اوربند بايد وشي، زیلېنسکي وویل، لومړی ګام باید د ځمکې او سمندر له لارې اوربند وي، ځکه دا یوازینی لاره ده چې د روسیې یرغل پای ته رسوي.

ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ له پوتین سره د خبرو پر مهال وتوانېد چې يوازې د انرژۍ‌ پر تاسیساتو د اوربند هوکړه ترلاسه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، الکساندر ګروشکو، د روانې اوونۍ په پیل کې وویل چې مسکو ته بايد د هر ډول هوکړې لپاره دا تضمینونه ورکړل شي چې اوکرايين به د تاټو غړيتوب نه ترلاسه کوي او دا هېواد به بې‌طرفه پاتې کېږي.