تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې د پوتين روسيې پر اوکرايين يرغل وکړ؟
- Author, پاول کربي
- دنده, د اروپا ډيجيټل برخې اېډېټر
کله چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر ۲۰۰ زره سرتېري اوکرایین ته واستول، موخه یې دا وه چې په څو ورځو کې به پلازمېنه کیېف ونيسي.
پوتين غوښتل چې لوېدیځ پلوه حکومت نسکور او اوکرایین بېرته د روسیې تر نفوذ لاندې راولي.
په دې کار کې پوتین بريالی نه شو. خو له دريو کلونو ډېرې مودې وروسته، د اوکرایین پنځمه برخه خاوره د روسیې تر ولکې لاندې ده، او امریکا چې تر دې وروستیو د اوکرایین تر ټولو پياوړی متحد و له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه مخامخ خبرې پيل کړې دي.
اوس روسيې منلې چې تر ۳۰ ورځو به په اوکرايين کې د انرژۍ پر اهدافو بريدونه نه کوي خو بشپړ اوربند يې رد کړی دی.
پوتین ولې پر اوکرایین یرغل وکړ؟
کله چې پوتین له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو ستر یرغل پیل کړ، پر ټلوېزیون يې له احساساتو ډکه وینا کې وويل چې موخه یې د اوکرایین "ناپوځي کول او غيرنازي کول" دي.
روسیې په وار وار په ناسمه توګه د اوکرایین اوسنی حکومت د نازیانو دولت بللی دی.
پوتین له اوسني یرغل اته کاله مخکې کله چې لوېديځ پلوه ولسمشر واک ترلاسه کړ د کرایمیا ټاپووزمه ونيوله.
بیا یې په ختیځ دنباس سیمه کې د ټيټې کچې جګړه پيل کړه. دلته روسیې پلوه یاغي ځواکونو سیمې ونیولې او د مسکو په ملاتړ یې خپلواکي اعلان کړه.
خو د ۲۰۲۲ یرغل بيا بل ډول و.
پوتين د ياغيانو سیمې دونيڅک او لوهانسک د "خپلواکو دولتونو" په توګه اعلان کړې او بيا کله چې يرغل پيل شو، ادعا يې وکړه د دغو سیمو خلک چې ډېر یې روسي ژبي دي، باید د کیېف له "حکومت" وساتل شي.
له دې اعلان يوه ورځ وروسته پوتین د اوکرایین پوځ ته وویل چې "واګې په خپل لاس کې واخلي" او د "معتادانو او نازیانو ډلو" پر ضد چې حکومت اداره کوي، اقدام وکړي.
وروسته، پوتین بيا یوه بله موخه هم یاده کړه هغه دا چې اوکرایین بايد بېطرفه پاتې شي.
نوموړي ناټو، تورنه کړه چې غواړي په اوکرایین کې خپلې پښې خښې کړي او خپل سرتېري د روسیې پولو ته نژدې ځای پرځای کړي.
د روسيې مشر له پخوا د اوکرايين شتون او خپلواکي له پوښتنې لاندې راوستې ده، دی ادعا کوي چې "اوسنی اوکراین د ۱۹۱۷ کمونیستي انقلاب وروسته د روسیې له خوا جوړ شوی."
په ۲۰۲۱ کې، پوتين په یوه اوږده لیکنه کې استدلال کاوه چې "روسیان او اوکراینیان یو ملت دي" او د نهمې پېړۍ له وروستیو راهیسې شریکه تاریخ لري.
خو تېر کال یې بيا امریکايي ژورنالست ټکر کارلسن ته وویل، اوکرایین یو "مصنوعي دولت" دی.
دې څرګندونو ډېرو ته شک پیدا کړ چې د یرغل هدف د اوکرایین د دولت له منځه وړل دي.
خو د اوکرایین کلتور او هویت له پېړیو راهیسې له روسیې په خپلواکه بڼه موجود دی.
ایا پوتین غواړي زيلېنسکي له واکه لرې کړي؟
پوتین له اوږدې مودې راهیسې هڅه کړې چې د اوکرایین ټاکل شوی لوېدیځ پلوه ولسمشر زيلېنسکي له واکه لرې کړي.
ويل کېږي د جګړې له پیله، روسي ځواکونو دوه ځله د ولسمشرۍ ماڼۍ د نیولو هڅه کړې، او زيلېنسکي ویلي چې د ده د وژلو نیت يې درلود.
"دښمن زه د لومړي هدف او زما کورنۍ د دویم هدف په توګه ټاکلې ده".
"هغوی غواړي چې د دولت د مشر په وژلو سره، اوکرایین په سیاسي ډول له منځه یوسي."
زيلېنسکي وروسته وویل چې پوتین غوښتل د ده پر ځای روسي پلوه سیاستوال ویکټور مېدودچک چې په اوکرایین کې د خیانت په تور نیول شوی و، خو اوس په روسیه کې پر څوکۍ کېنوي.
تر اوسه درې کاله وروسته هم، پوتین له زيلېنسکي سره د نامشروعتوب په دليل مخامخ خبرې نه مني. دا هغه ناسمه ادعا ده چې حتی د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم تکرار کړې ده.
پوتین ادعا کوي چې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډول د زيلېنسکي مشروعیت له منځه وړي، خو حقیقت دا دی چې اوکرایین د روسیې د جګړې له امله تر پوځي واک لاندې دی او د اساسي قانون له مخې ټاکنې نشي کېدای.
بل پلو، په روسیه کې د ۲۰۲۴ کال ټاکنې ډېرې پوښتنې راپورته کوي، ځکه د دغه هېواد ټول اپوزیسیون تبعید یا ختم شوی دي.
ایا د ناټو پراخوالی د جګړې لامل شو؟
پوتین له کلونو راهیسې ختیځ ته د ناټو پراخېدل د امنیتي ګواښ په توګه بولي، او له ناټو سره د اوکرايين يو ځای کېدل يې "سره کرښه" ياده کړې ده.
پر اوکرايين د ۲۰۲۲ کال له یرغل مخکې، پوتین غوښتنه کړې وه چې ناټو باید د مرکزي او ختيځې اروپا له هغو هېوادونو چې له ۱۹۹۷ کال وروسته له ناټو سره یو ځای شوي ځواکونه لرې کړي.
خو په حقیقت کې، دا روسیه وه چې په ختیځه اروپا کې يې لومړی په ۲۰۰۸ کال کې پر جورجيا یرغل وکړ، او بیا یې په ۲۰۱۴ کې کرایمیا ونیوله.
د کرايميا له نيولو وروسته، ناټو په ختیځو پولو خپل حضور ډېر کړ.
ناټو تل ویلي چې دا یو دفاعي تړون دی او "هېڅ یرغلیزې موخې" نه لري. په وروستيو دو کلونو کې د روسيې له وېرې سویډن او فنلند له ناټو سره يو ځای شوي دي.
له اروپايي ټولنې او ناټو سره يو ځای کېدل د اوکرايين د اساسي قانونه برخه ده خو د جګړې پيلېدو پر مهال دا سې کوم پلان نه و.
زيلېنسکي د جګړې له پيله دوه اوونۍ وروسته وویل، "ناټو د اوکرایین د منلو لپاره چمتو نه ده."
نوموړي ويلي، که د ناټو غړيتوب ورکړل شي دی چمتو دی چې په بدل کې استعفا ورکړي خو ټرمپ ویلي، کیېف باید "د ناټو غړیتوب هېر کړي."
پوتین ناټو د جګړې ښکېل اړخ بولي، ځکه غړو هېوادونو یې اوکرایین ته وسلې ورکړې دي، لکه ټانکونه، جنګي الوتکې، توغندیز سیستمونه، او بېپیلوټه الوتکې.
خو ناټو ټینګار کوي چې دا یوازې امنیتي مرستې دي او دا سازمان د جګړې رسمي برخه نه دی.
پوتین ادعا کوي چې لوېدیځ ژمنه کړې وه، ناټو به نوره "یو انچه ختیځ ته نه غځېږي."
خو دا ژمنه د شوروي اتحاد له ړنګېدو وړاندې شوې وه، او د شوروي پخواني مشر میخایل ګورباچوف ویلي، "د ناټو پراخېدو پر موضوع هغه مهال هېڅکله هم بحث نه و شوی."
د نازیانو او نسلوژنې په اړه د پوتين ادعاوې تر کومې کچې سمې دي؟
کله چې روسیې په ۲۰۲۲ کال پر اوکرایین یرغل وکړ، پوتین ژمنه کړې وه چې د ختیځ اوکرایین په نیول شویو سیمو کې د هغو خلکو چې د ده په وینا له تېرو اتو کلونو راهیسې د اوکرایین "ځورونو او نسلوژنې" سره مخ دي ساتنه به کوي.
له ۲۰۱۴ تر ۲۰۲۲ پورې، له ۱۴ زره ډېر کسان د جګړې دواړو اړخونو ته وژل شوي، خو د روسیې هغه ادعا چې ګواکي د اوکرایین نازیانو په نیول شویو سیمو کې نسلوژنه کړې، هېڅکله سمه نه برېښي، او هېڅ نړیوال سازمان د نسلوژنې په اړه څه نه دي ويلي. د جرمني لومړي وزير دغه تور "خنداور" بللی و.
د روسیې هغه تورونه چې ګواکي په کیېف کې نازیان واکمن دي هم ناسم دي.
د اوکرايين په اوسني پارلمان کې هېڅ ښي اړخي افراطي ګوندنه نشته، دوی ونتوانېدل چې د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کافي رايې ترلاسه کړي. د دې سربېره د اوکرایین ولسمشر ولودمير زيلېنسکي خپله یهود دی، او د هغه ګڼ شمېر خپلوان د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازیانو له لوري وژل شوي دي.
پوتین خپله په ۲۰۲۴ کال کې د نړیوالې جنایي محکمې لخوا په جنګي جرمونو تورن شو که څه هم کرملین دا تورونه رد کړي.
روسیې څه وخت پر اوکرایین یرغل وکړ؟
روسيه له پخوا هڅه کوي چې اوکرايين يې له اغېز او نفوذ لاندې وي. په ۲۰۱۴ کال کې د پراخو مظاهرو پر مهال د اوکرايين روسي پلوه ولسمشر وېکتور يانوکووېچ له لرې کېدو وروسته روسيې پر اوکرايين لومړنی يرغل پيل کړ.
یانوکووېچ د پوتین تر فشار لاندې د اروپايي ټولنې تړون رد کړ، چې دې کار مظاهرې راوپارولې. د ځواکونو له خوا د لسګونه مظاهرهچیانو له وژل کېدو وروسته یانوکوویچ روسیې ته وتښتېد.
وروسته پوتین د اوکرایین د کرایمیا ټاپووزمه ونیوله، او روسي پلوه ملېشو وسلې پورته او د اوکرایین حکومت پر ضد یې جګړه پیل کړه چې ورسره يې د ختیځ لوهانسک او دونيڅک ځینې برخې یې ونیولې.
د جګړې د پای ته رسولو لپاره دوې هڅې وشوې، چې د "مېنسک تړونونه" بلل کېږي. دا تړونونه د فرانسې، جرمني، او روسیې له خوا شوي وو. دې تړونونو تاوتریخوالی کم کړ خو زيلېنسکي دا تړونونه "دام" بللي، چې د روسیې په شرایطو يې يوه منجمده جګړه رامنځته کړې ده.
دواړو خواوو یو بل له دغو تړونونو په سرغړونو تورن کړي.
د اوکرایین ولسمشر د خپل امریکايي سيال ډونلډ ټرمپ ادارې ته خبرداری ورکړی چې په پوتین باور ونکړي: "ده اوربند مات کړ، او زموږ خلک یې ووژل."
جګړه څوک ګټي؟
د يرغل له پيلېدو دری کاله وروسته، روسي او اوکرایني ځواکونه د ۱۰۰۰ کیلومتره اوږدې فعالې جګړې پر کرښه له يو بل سره ښکېل دي. هېڅ لوری په واقعي توګه د جګړې ګټونکی نه ترسترګو کېږي.
روسیې په ۲۰۲۲ کال کې له جعلي ټولپوښتنو وروسته د اوکرایین څلور سیمې لاندې کړې، خو په حقیقت کې یوازې لوهانسک یې تر بشپړ کنټرول لاندې راوستلی دی.
اوکراییني ځواکونه وتوانېدل چې په ۲۰۲۲ کال کې په شمال او جنوب کې ډېرې برخې بېرته ونيسي خو وروستیو کې يې هغومره د پام وړ بریا نه درلوده.
د ۲۰۲۴ په اګست کې، اوکراییني ځواکونو د روسیې د کورسک سیمې یوه برخه ونیوله، خو وروسته یې هلته ډېرې سیمې له لاسه ورکړې. په ختیځ کې هم اوکراییني ځواکونه شاتګ ته اړ شوي دي.
روسیې ډېر پوځي تمرکز دونيڅک سیمې ته چې ښارونه او کلیوالې سیمې ورو ورو د سختو جګړو له امله ورانېږي اړولی دی.
دې جګړې د روسیې پر اقتصاد سخت اغېز کړی، د سود بيه او انفلاسیون لوړ شوي، او دفاعي لګښتونه د فدرالي بودیجې ۳۳ سلنې ته رسېدلي دي.
اوکرایین هم د روسیې د یرغل له امله په ختيځ کې صنعت او د خپلې اقتصادي شمتمنۍ لويه برخه له لاسه ورکړې ده او د انرژۍ پر زیربناوو د بریدونو له امله وده زیانمنه شوې ده.
که څه هم انفلاسیون او د سود نرخونه لوړ دي، خو اوکرایین د خپلې بوديجي کسر د پوره کولو لپاره له لوېدیځ مالي مرستې ترلاسه کوي.
په دې جګړه کې څومره خلک وژل شوي؟
له هغه راهیسې چې پوتین په ۲۰۲۲ کال کې خپل ځواکونه اوکرايین ته واستول، لسګونه زره خلک وژل شوي دي.
د اوکرایین ولسمشر د ۴۳ زره اوکراییني سرتېرو د وژل کېدو خبره کړې، خو ځينې دا شمېر له ۷۰ زرو پورته بولي.
د ملګرو ملتونو له مخې، له ۱۲ زره ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
بل پلو روسیه ډېر لږ په اوښتو تلفاتو اعتراف کوي، خو د بي بي سي څېړنيز راپورونه ښيي چې د روسي سرتېرو د تلفاتو شمېر د ۱۴۶,۱۹۴ او ۲۱۱,۱۶۹ ترمنځ دی.
جګړې ۶.۹ میلیونه اوکراینیان بهر کډوالۍ ته اړ کړي دي او ۳.۷ میلیونه نور په کور دننه بېځایه شوي دي.
اوکرایین او روسیه څه ډول تاریخي اړیکې لري؟
پوتین باور لري چې اوکرایین باید د روسیې تر اغېز لاندې وي، ځکه چې د ده په اند دواړه هېوادونه تاریخي اړیکې لري.
له ۱۹۲۲ تر ۱۹۹۱ پورې، اوکرایین د شوروي اتحاد برخه و، او ډېری اوکرایینیان، په ځانګړې توګه د ختیځ خلک، په روسي ژبه خبرې کوي او زيلېنسکي خپله روسي ژبی دی.
روسان کرایمیا خپله خاوره ګڼي. دا کترین په ۱۷۸۳ کې ونیوله، او په ۱۹۵۴ کې د شوروي مشر خروشچف اوکرایین ته وسپارله.
اوکرایین له ۱۹۹۱ کال راهیسې یو خپلواک دولت دی. هغوی په ۱۹۹۴ کال کې خپلې اټومي وسلې، د دې ژمنې په بدل کې چې روسیه، بریتانیا، او امریکا به یې امنیت خوندي کوي پرېښودې، خو مسکو دا ژمنه ماته کړه.
د جګړې له پیل راهیسې، ډېری اوکراینیانو له روسیې مخ اړولی، او زيلېنسکي پخپله په عامه ویناوو کې د روسي ژبې کارول بند کړي دي.