تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې سعودي او قطر د سولې منځګړيتوب کوي؟
- Author, جرمي هاول
- دنده, بي بي سي
د امریکا او اوکرایین چارواکو د سې شنبې په ورځ (۱۱ مارچ) په سعودي عرب کې د اوکرايين سولې په تړاو خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې د دې خبرو اترو د همغږۍ په موخه د امریکايي پلاوي په مشرۍ پلازمېنې جدې ته تللي، ويلي، د اوکرايين حکومت د ۳۰ ورځني سملاسي اوربند وړاندیز منلی او "اوس توپ د روسيې په ډګر کې دی".
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين او د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره نژدې کړي لري او له همدې کبله دغه هېواد د مذاکراتو لپاره غوره شوی دی.
د سعودي حکومت وايي، د جګړه کوونکو خواوو ترمنځ به د منځګړي په توګه فعال رول ولوبوي.
د سعودي عرب کوچني ګاونډي، قطر، هم په تېرو دوو لسیزو کې د نړۍ په کچه د سولې یوه پېژندل شوي منځګړي په توګه رامخې ته شوی دی.
قطر د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوسني اوربند د منځګړیتوب مشري وکړه، او تر دې مخکې یې د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکراتو کې هم مهم رول درلود او نورو هوکړو کې هم ښکېل وو.
نو ولې دا دواړه ګاونډي هېوادونه د نړیوالو سولې په منځګړو اوښتي دي، او ایا دې د دواړو ترمنځ کومه سیالي یا شخړه رامنځته کړې ده؟
سعودي عرب ولې غواړي د سولې تړونونو کې رول ولري؟
سعودي عرب د سولې منځګړیتوب رول وروسته له هغه غوره کړ، چې د څو کلونو لپاره یې یو نسبتاً سخت دریځی رول درلود.
په ۲۰۱۵ کال کې، سعودي د یمن په کورنۍ جګړه کې د حکومت ملاتړ وکړ او د حوثي یاغیانو پر ضد یې هوايي او توغندیز بریدونه ترسره کړل.
په ۲۰۱۷ کال کې، د لبنان حکومت سعودي تورن کړ، چې د لبنان لومړی وزیر، سعد الحریري، یې نیولی و ترڅو له دندې استعفا ته یې اړ کړي.
په ۲۰۱۸ کال کې، خبریال جمال خاشقجي چې د سعودي حکومت یو سخت ګوتنيونکی و، د سعودي د استخباراتي کارکوونکو لخوا د دې هېواد د استانبول په کونسلګرۍ کې ووژل شو.
د منځني ختيځ انسټيټيوټ ډاکتر پاول سالم وايي، "د محمد بن سلمان د مشرتابه لومړنۍ مرحله له شخړو ډکه وه."
نوموړي بي بي سي سره په خبرو کې وويل، "خو اوسني مشرتوب دا پرېکړه کړې، چې د سولې تړونونو ته لاره هوارول د شخړو له زیاتولو ډېر ګټور دي."
د واشنګټن د انسټيټيوټ يوه غړې الېزابېت ډېنټ وايي، سعودي تر ډېره د سولې تړونونه د دې لپاره کوي، چې په منځني ختیځ کې ثبات رامنځته کړي.
دا وايي، دا "د سعودي د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده چې پر تیلو تکیه کمه کړي، او بهرني پانګوال وهڅوي، چې نوي اقتصادي سکتورونه رامنځته کړي."
سعودي د سولې په منځګړیتوب کې څومره بریالی دی؟
په ۱۹۸۹ کال کې، سعودي د لبنان د جګړه کوونکو ډلو ترمنځ د خبرو منځګړیتوب وکړ، چې پایله یې د طایف تړون او په ۱۹۹۰ کال کې اوربند رامنځته شو. دا تړون د لبنان ۱۵ کلنه کورنۍ جګړه پای ته ورسوله.
په ۲۰۰۷ کال کې، سعودي د مکې تړون منځګړی و، چې د فلسطیني ډلو، حماس او فتح، ترمنځ د شخړو پای ته رسولو لامل شو.
وروستیو کلونو کې، د ولیعهد محمد بن سلمان تر مشرۍ لاندې، سعودي بیا د سولې په منځګړي اوښتی دی.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې، سعودي د يمن جګړې د پايته رسولو لپاره له حوثي یاغیانو سره خبرې کوي.
سعودي همدا ډول د سودان د شخړې دواړو اړخونو ته د سودان وسلهوال پوځ او د چټک ملاتړ ځواک (ار اېس اېف) یاغیانو ته د خبرو زمینه برابره کړه.
سعودي همداراز په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې او اوکرایین ترمنځ تړون کې ښکېل و چې له مخې یې د جګړې پر مهال نیول شوي ۲۵۰ بندیان تبادله شول.
قطر کوم سولهییز تړونونه کړي؟
قطر د هغه ډلې چې مصر او امریکا یې هم برخه وو مهم غړی و. دوی د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند منځګړیتوب وکړ.
په ۲۰۲۰ کال کې، قطر د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون ته لاره هواره کړه، چې له مخې يې ۱۸ کلنه جګړه پايته ورسېده، امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او طالبان بيا واکمن شول.
په ۲۰۱۰ کال کې، قطر د یمن د حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ اوربند ته لاره هواره کړه، که څه هم وروسته دا تړون ناکام شو.
قطر همداراز د افریقا په بېلابېلو شخړو کې د سولې منځګړی پاتې شوی.
یوه بېلګه یې د ۲۰۲۲ کال هغه اوربند دی، چې د چاد حکومت او لسګونو اپوزیسیون ډلو ترمنځ وشو.
بله بېلګه یې د ۲۰۱۰ کال د سودان حکومت او د دارفور د یاغي ډلو ترمنځ د سولې تړون دی.
په ۲۰۰۸ کال کې، قطر د لبنان د سیاسي ډلو ترمنځ د یوې هوکړې منځګړیتوب وکړ.
قطر ولې غواړي د سولې منځګړی شي؟
قطر د حمد بن خلیفه ال ثاني تر مشرۍ لاندې، چې په ۱۹۹۵ کې د دې هېواد امیر شو او تر ۲۰۱۳ پورې واکمن و، د سولې د منځګړي په توګه د یوه مهم رول لوبولو ته مخه کړه.
یو مهم دلیل دا و چې قطر غوښتل په خلیج کې د شمالي ګنبد او جنوبي فارس په نامه د ګازو زېرمه چې په ۱۹۹۰ کال کې کشف شوې وه وسپړي.
د لندن شاهي متحدو خدمتونو انسټيټيوټ څېړونکی اېچ اې هېلر وايي، ځکه چې دغه زېرمه د قطر او ایران تر سمندري پولو غځېدلې وه، قطر اړ و چې له ایران سره همکاري وکړي، که څه هم ایران هغه وخت د سعودي سیال و.
نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، "کله چې قطر د ګازو زېرمه کشف کړه، نو درک یې کړه چې باید خپلواکه لاره پیدا کړي."
دی زياتوي، قطر د سولې د منځګړي رول ځکه غوره کړ چې "له ډېرو هېوادونو سره پراخې مثبتې اړیکې ټینګول یو داسې شبکه جوړوي چې ستاسو سره مرسته کولی شي."
د سولې د منځګړي په توګه د قطر رول د ۲۰۰۴ کال په اساسي قانون کې هم شامل شوی دی.
ډاکټر سالم وایي، "قطر نړیوال منځګړیتوب د خپل ملي پېژندنې یوه برخه ګرځولې او ځان یې د داسې یوه هېواد په توګه وړاندې کړی چې نور هېوادونه ترې ګټه پورته کولی شي."
سعودي او قطر د سولې د منځګړیتوب په برخه کې څه توپیر لري؟
قطر ډېری وخت د سولې د هوکړو د منځګړي په توګه ټاکل کېږي، ځکه چې له هغو ډلو سره اړیکې ساتي چې سعودي او نور هېوادونه ورسره راشه درشه نه کوي.
ډاکټر سالم وایي، "قطر له اسلامي ډلو، لکه اخوان المسلمین، حماس، او طالبانو سره د سعودي پرتله دومره ژور مخالفت نه لري."
دی زیاتوي، له طالبانو سره د قطر اړیکو مرسته وکړه چې د دې ډلې او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره پول شي، او همدارنګه له حماس او اسرائیلو سره د قطر اړیکو د دواړو ترمنځ د اوربند منځګړیتوب ته لاره هواره کړه.
د مېرمن ډینټ په وینا، "سعودي له دودیزو قضیو او لوبغاړو سره معامله کوي، خو قطر له غیر دودیزو سره."
خو قطر د اخوان المسلمین په څېر د ډلو په ملاتړ سره سعودي ځورولی، ځکه د سعودي حکومت دا ډله د خپل واک لپاره یو ګواښ ګڼي.
مېرمن ډینټ وایي، "په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کې د عرب پسرلي پر مهال، قطر په بېسارې توګه د سوریې او لیبیا په څېر هېوادونو کې د اپوزیسیون ډلو ملاتړ وکړ، او خپل دریځ یې روښانه کړ."
دا کار د ۲۰۱۷ کال د "خلیجي کړکېچ" لامل شو، چې سعودي او د منځني ختیځ نورو هېوادونو له قطر سره اړیکې پرې کړې.
مېرمن ډینټ وایي، "له دې کړکېچ وروسته، قطر اوس د سخت دریځو ډلو سره د تعامل پر مهال له خپلو ګاونډیانو سره سلا مشوره کوي، او اوس د منځګړي په توګه تر ډېره بې پرې چلند کوي."
ډاکټر هېلر وايي، قطر او سعودي اوس د سولې د منځګړیتوب پر سر یو له بل سره سیالي نه کوي، "اوس قطر نه غواړي چې له سعودي سره سیالي وکړي، او سعودي هم نه غواړي د قطر قضیې پر غاړه واخلي."
نوموړی زیاتوي، خو "له بدمرغه د نړۍ شخړې دومره زیاتې دي چې دواړه بوخت ساتلی شي."