ايا زېلېنسکي له ټرمپ سره داسې مهال ګوري چې د پوتين موقف پياوړی شوی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلينسکي د دوشنبې په ورځ (۱۸ اګست) واشنګټن ته سفر کوي او ټاکلی شوې هلته د امريکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره وګوري.
دا سفر وروسته له هغه کېږي چې د تېرې جمعې په ورځ په الاسکا کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتین تر منځ غونډه بې پايله پايته ورسېده او دواړه د اوکرايين د جګړې د ختمولو په اړه کومې هوکړې ته ونه رسېدل.
ټاکل شوې چې د بريتانيا، جرمني، فرانسې او د اروپايي کمېسيون مشران به هم د سپینې ماڼۍ په غونډه کې ګډون وکړي.
نو اوس مهم لوبغاړي او د سولې پر وړاندې خنډونه په کوم حالت کې دي؟
پوتين په پياوړي دريځ کې؟
که څه هم پوتين روانه اوونۍ امریکا ته نه ځي خو داسې ښکاري چې لا له وړاندې ګټونکی دی.
د بي بي سي د روسيې برخې اېډېټر سټيو روزنبرګ لیکي، د روسيې مشر ته په نړیوال سياسي ډګر د پام وړ وخت ورکړل شو، د نړۍ د تر ټولو ځواکمن هېواد له مشر سره پر يوه سټېج راښکاره شو او تراوسه د جګړې په اړه له څه نه دی تېر شوی او هېڅ څرګند امتياز يې نه دی ورکړی.
تېره اوونۍ د الاسکا غونډې هغه تمه پوره نه کړه چې ولسمشر ټرمپ درلوده، يعنې د روسيې اوربند. خو پوتين بيا ډېر څه ترلاسه کړل، د سرو غاليو هرکلی، نړيوال سیاسي ډګر کې يوه بشپړه ورځ او د نړۍ د تر ټولو ځواکمن مشر سره د يو سټېج شريکولو فرصت. د اوکرايین جګړه کې له کوم امتياز ورکولو پرته مسکو ډېرې لاسته راوړنې درلودې.
په وروستيو اوونيو کې ټرمپ ګواښ کړی و چې که روسيه اوربند ونکړي نو پر وړاندې به يې سخت چلند غوره کړي خو سپينې ماڼۍ تراوسه دا ګواښ نه دی عملی کړي.
د جولای په پای کې ټرمپ پوتين ته وروستی خبرداری ورکړ چې په لسو ورځو کې د اوکرايين جګړه بنده کړي که نه له سختو بنديزونو سره به مخامخ شي. خو د کرملين مشر همداسې جګړې ته دوام ورکړی دی.
د بنديزونو پر ځای د جګړې طراح ته د نړۍ د تر ټولو ځواکمن مشر سره د غونډې بلنه ورکړل شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې برېښي چې د روسيې ولسمشر د تېرې اوونۍ د ټرمپ له ليدنې وروسته لا پياوړی شوی دی.
د بي بي سي خبريال ټام بېټمن د الاسکا له غونډې ليکي چې ټرمپ برعکس "د لاسته راوړنې په توګه د ښودلو لپاره هېڅ نه لرل چې دا د پوتين لپاره ښکاره بريا وه".
ټرمپ غوښتل په غونډه کې د اوربند په اړه د پوتين هوکړه ترلاسه کړي، هغه غوښتنه چې له تېرو څو مياشتو يې کوي. ټرمپ وويل چې پرمختګ شوی خو دا يې په ډاګه نه کړه چې څه ډول او په څه کې پرمختګ شوی دی.
په دې ټولو کې مهم ټکی د ټرمپ نوی لومړيتوب ښکاري چې هغه د اوربند پر ځای د تلپاتې سولې تړون ته رسېدل دي. په دې کې هم د پوتین پياوړی موقف ښکاري.
د روسيې لپاره د بي بي سي د څار برخې خبرياله وېټالي شېوشنکو وايي، د پوتين دريځ لا هم د لوېديځ د څو کلونو هڅو سره سره نه دی بدل شوی. د اوکرايين د جګړې د "بنسټیزو لاملونو" له منځه وړل هغه څه دي چې پوتين له ټرمپ سره له ليدنې مخکې او وروسته ياد کړل.
د روسيې د ولسمشر په وينا همدا هغه لاملونه دي چې د ده په وينا د اوکرايین پر وړاندې د "ځانګړو پوځي عملياتو" سبب شول.
د پوتين په باور يوازې د دغو لاملونو په لرې کولو سره د تلپاتې سولې زمينه برابرېدی شي. اوس داسې ښکاري چې ټرمپ هم له دې نظر سره همغږی شوی چې یوازې اوربند کار نه ورکوي خو تلپاتې سوله اړینه ده، هغه څه چې د پوتين په وينا يوازې د همدې "بنسټيزو لاملونو" په لرې کولو سره ترلاسه کېدلی شي.
سره له دې چې پوتين د روسیې اوکرايين جګړه پيل کړی خو نوموړي ته د نړۍ په ستر ډېپلوماتیک سټېج هرکلی وويل شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
اروپايي متحدين نور هم لرې شول
سره له دې چې د اوکرايين تر ټولو نژدې متحدين روانه اوونۍ واشنګټن ته سفر کوي خو تېره جمعه د الاسکا غونډې وروسته داسې ښکاره شوه چې هغوی له اصلي بهيره نور هم لرې شول.
هغوی تل د اوربند غوښتونکي وو چې د ټرمپ له اوسنۍ غوښتنې سره سمون نه خوري. دې په عملي ډول د واشنګټن او اروپايي پلازمېنو تر منځ د اوکرايين د جګړې د ختمولو په اړه واټن رامنځته کړ.
د بي بي سي د اوکرايين خبريال جېمز واټرهاوس وايي، سره له دې چې له غونډې وړاندې ټرمپ فشار راوړی و خو له اوربنده تېرېدل اروپايي ټولنې او د کيېف لپاره يو ستر ګوزار دی، ځکه اوربند د دوی له اصلي غوښتنو څخه و.
بېټمن وايي، پوتین ته هم پراخ سټېج ورکړل شو چې اروپايانو ته خبر ورکړي چې له ټرمپ سره د ده په اړيکو کې جنډ جوړ نه کړي.
ده له پخوا هڅه کوله چې د ټرمپ او د امریکا د اروپايي متحدينو تر منځ واټن ژور کړي.
خو دا ځل يو څه نور هم مخکې ولاړ په يوه غير معمولي بيان کې يې د ټرمپ ادعا تکرار کړه چې که ټرمپ ولسمشر وای (د جو بايډن پر ځای) د اوکرايين جګړه به نه وی شوې.
په څو لنډو جملو کې پوتین د امریکا پر خاوره د ټرمپ له خوا ورکړل شوي سټېج ګټه واخيسته چې د اروپا او امریکا تر منځ واټن لا ژور کړي.
د بريتانيا د لومړي وزير کېير سټارمر په ګډون يو شمېر اروپايي مشران به روانه اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي خو داسې ښکاري چې د ټرمپ دريځ له هغوی واټن نيولی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د زېلينسکي لپاره د تمې خلاف لږ ضمانتونه
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلينسکي به له دې راتلونکې سرمشرې وړاندې څه احساس کوي؟ ښايي نوموړی سخت اندېښمن وي نه یوازې له دې کبله چې تېر ځل په فبرورۍ مياشت کې يې له ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې ناسته په لفظي شخړه او ناکامۍ پايته ورسېده.
د غلیمې او مخالفې روسيې پر وړاندې د زېلينسکي سملاسي لومړيتوب ښايي د اوکرايين لپاره د يو ډول امنيتي ضمانتونو ترلاسه کول وي خو په الاسکا کې د تېرې جمعې غونډې وروسته چې ده په کې ګډون نه درلود د مايوسۍ احساس يې توجيه کېدی شي.
د بي بي سي د ډيپلوماټيکو چارو خبريال پاول اډمز وايي، په نژدې راتلونکي کې په ناټو کې د اوکرايين غړيتوب له اجنډا بهر ښکاري، د اوکرايين لپاره عملي تضمينونه د اوربند لپاره د ټولو ډپيلوماتيکو هڅو محور جوړوي.
له دغو ضمانتونو پرته استدلال دا دی چې هېڅ شی به د روسيې د راتلونکو بريدونو مخه ونشي نيولی.
اروپايي متحدينو د بريتانيا د لومړي وزير کېير سټارمر او د فرانسې د ولسمشر اېمانوېل مکرون په مشرۍ د "خوښې ايتلاف" پر جوړېدو بحث کوي.
سټارمر مخکې ويلي وو، "پخې عملياتي طرحې" جوړې شوې دي چې د اوربند په صورت کې اوکرايین ته د "ډاډمنيتا ځواک" واستول شي.
د لومړي وزير د دفتر په وينا دا ځواک به د اوکرايين هوايي او سمندري فضا خوندي کړي او د اوکرايين وسله وال ځواک به بېرته په پښو ودروي.
اډمز وايي، خو دا چې دغه ځواک به له چا او څه ډول جوړ شي لا هم نه ده روښانه.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د اوربند پر ځای د سولې د بدلې لارې پلوی شوی. له همدې امله داسې ښکاري چې زېلينسکي د يوې اوونۍ وړاندې پرتله هم په کمزوري موقف کې امریکا ته روان دی.











