د افغانستان د سوداګرۍ حیاتي لاره: امریکا د ایران د چابهار بندر معافیت وغځاوه

د هند د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم 'عقرب' اتمه ۱۴۰۴) ومنله چې د متحده ایالاتو حکومت هند ته د چابهار بندر - چې د عمان خلیج په سواحلو کې پروت دی - د فعالیتونو د دوام لپاره شپږ میاشتنی معافیت ورکړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رَندهیر جیسوال په یوه خبري غونډه کې وویل: "متحده ایالاتو هند ته د چابهار بندر د کارولو لپاره شپږ میاشتنی معافیت ورکړی دی".

دا خبر هغه دیپلوماټیکې ترینګلتیاوې چې د امریکا له پخوانۍ پرېکړې وروسته رامنځته شوې وې، د اوس لپاره ځنډولې دي.

امریکا ولې پر چابهار بندر بندیز لګولی و؟

دا لانجه هغه وخت پیل شوه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د "لوی فشار" سیاست په اډانه کې اعلان وکړ چې د ۲۰۱۸ کال معافیت لغوه شوی دی.

دغه معافیت چې د ایران د اټومي وسلو د خپرېدو مخنیوي قانون (IFCA) پر اساس ورکړل شوی و، هندي شرکتونو ته اجازه ورکوله چې د امریکا د بندیزونو له اندېښنې پرته د چابهار بندر زېربناوې پراخه کړي او له همدې لارې د بشري مرستو رسولو او افغانستان د بیا رغونې پروژې پلې کړي.

په وروستۍ اعلامیه کې د معافیت لغوه کولو لپاره د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۲۹ نېټه ضرب‌ الاجل ټاکل شوی و.

دا اقدام د هند دولتي شرکت India Ports Global Ltd (IPGL) د عملیاتو لپاره چې تېر کال یې د چابهار بندر د ترمینلونو د ۱۰ کلن قرارداد ارزښت ۳۷۰ میلیونه ډالر لاسلیک کړی و، لویې ستونزې رامنځته کړې.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، ځینې دولتي چارواکو د امریکا د بندیزونو د مخنیوي لپاره موقتا له شرکته استعفا ورکړه.

د هند لپاره د چابهار حیاتي اهمیت

چابهار بندر د هند لپاره ستراتیژیک اهمیت لري. دا بندر د هند لپاره د افغانستان "ور" ګڼل کېږي او له هغه وروسته د مرکزي اسیا او ان د روسیې ختیځ ته هم لاره پرانیزي.

د شمال-جنوب نړیوال ترانسپورتي دهلېز (INSTC) په مرسته، هند خپل سوداګریز مالونه د پاکستان له ځمکنیو مسیرونو پرته دې سیمو ته استولی شي.

دا لاره په وچه کې ایسار افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لپاره هم حیاتي ده او د طالبانو حکومت هم له دې بندره د اغېزناکې ګټې اخیستنې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

د افغانستان لپاره د چابهار اهمیت

فرهاد محمدي/بي‌بي‌سي

افغانستان له تاریخي اړخه د پاکستان له لارې د ځمکنیو مسیرونو له لارې تړلی و او دا تړون تل د کابل-اسلام‌اباد د سیاسي ترینګلتیاوو تر سیوري لاندې و. درې اونۍ وړاندې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته ټولې ځمکنۍ سوداګریزې لارې تړل شوې دي.

که د امریکا معافیت نه وای غځول شوای، افغانستان به کابو ټولې هغه لارې له لاسه ورکړې وای، چې له جنوبي ازادو اوبو سره یې نښلوي.

چابهار د افغانستان یوازېنی باوري ترانزیتي مسیر دی چې پاکستان ته شا کړي او له ازادو اوبو سره یې وصل کړي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي وو، چې افغانستان په کال کې له هند سره له ۶۰۰ میلیونو ډېر ډالر صادرات لري، چې لویه برخه یې د چابهار له لارې ده.

دغه بندر د INSTC پراخې طرحې برخه ده او کابل ته له مرکزي اسیا او روسیې سره د قوي تجارتي اړیکو جوړولو کې مرسته کوي.

د هند د سوداګرۍ او صنعت وزارت د شمېرو پر بنسټ، د افغانستان او هند دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال کې (چې معمولاً د اپرېل له لومړۍ نتې د مارچ تر ۳۱مې پورې ده) شاوخوا ۱،۰۰۸۷ میلیارد ډالر وه. په دې موده کې هند له افغانستانه ۶۸۷،۸۱ میلیون ډالر واردات (چې معمولاً کرنیز او وچ توکي وو) کړي او افغانستان ته د هند د صادراتو کچه ۳۱۸،۹۱ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه.

چابهار د بشري مرستو د دهلېز په توګه هم د اهمیت وړ دی، په تېره له ۲۰۲۱ کال وروسته، له هنده افغانستان ته د حیاتي توکو بارونو لکه غنمو د لېږد لپاره یې اهمیت لا ډېر شوی دی.

د دې بندر د فعالیت دوام د افغانستان د وارداتي توکو د بیو ثبات ساتي او هېواد ته له یوه انحصاري مسیره د تړل کېدا خطر کموي.

د چابهار پر سر لانجه د هند د بهرنیو چارو د نازک انډول ښيي. له یوې خوا د ایران او روسیې سره اقتصادي او ستراتیژیکې اړیکې ساتل او له بلې خوا له امریکا سره د اړیکو خرابېدو مخنیوی چې د هند یو مهم سوداګریز او دفاعي شریک دی.

دا شپږ میاشتنی معافیت هند ته موکې ورکوي چې د نړیوال بازار د روانو حالاتو او پېچلو نړیوالو اړیکو په درشل کې دایمي حل‌ لاره ومومي.

وروستی شپږ میاشتنی معافیت چې د "هند او امریکا ترمنځ له پراخو دیپلوماټیکو مذاکراتو" وروسته ترلاسه شوی، یوازې یو موقتي حل دی.

هند لا هم له واشنګتن سره د یوې لویې سوداګریزې موافقې د نهایي کولو په حال کې دی او هڅه کوي دا لنډمهالی تمدید دایمي معافیت ته واړوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سوداګرۍ د موافقې د وروستۍ کولو لپاره له امریکايي لوري سره مذاکرات لا هم دوام لري.