تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ تر ټولو زوړ بومرنګ ۴۰ زره کلن دی
د نړۍ تر ټولو زوړ بومرنګ، چې په ۱۹۸۵ کال کې د پولنډ په یوه سمڅه کې موندل شوی و، تر پخوانۍ انګېرنې ډېر لرغونې دی چې لرغونوالی یې ۴۰ کلونو ته رسېږي.
لرغونپوهان وايي، د ښکار دا وسیله د فیل له ښکري یا عاج څخه په خورا مهارت جوړه شوې چې د هغه وخت د انسانانو د نبوغ په اړه یې نوي څرکونه وړاندې کړي دي.
بومرنګ (boomerang) د غورځولو یوه وسیله ده چې د خپل ځانګړي جوړښت او په ځانګړي مهارت غورځولو له امله معمولا غورځوونکي ته بېرته راستنېږي، خو څېړونکي د یاد بومرنګ له بڼې داسې انګېري چې ښايي غورځوونکي ته ورستنه نه شي.
دا بومرنګ شاید په ښکار کې کارول شوی وي او دا هم شونې ده چې د کلتوري او هنري ارزښت له مخې دې په ځینو مذهبي-کلتوري مراسمو کې کارول شوی وي.
دغه بومرنګ د سویلي پولنډ په اوبلازووا نومې سمڅه کې موندل شوی دی.
په پیل کې اټکل دا و چې د ۳۰ زرو کلونو به وي، خو په سمڅه کې د انسانانو او څارویو پر هډونو د عمر معلومولو نوې باور وړ راډیوکاربن ارزونې وښوده چې عمر یې له ۳۹ زرو تر ۴۲ زرو کلونو دی.
د ایټالیا د بولونا پوهنتون ډاکټره سارا تالامو وايي: "دا په نړۍ کې ترټولو زوړ او د بڼې له مخې یوازینی بومرنګ دی."
هغه وايي، دا بومرنګ د پخوانیو عاقلو انسانانو په چلند کې د پاموړ بصیرت ښکارندويي کوي، په ځانګړي ډول چې ۴۲ زره کاله پخوا هغوی توانېدلي د حیواناتو د ښکار لپاره داسې بشپړه اله جوړه کړي.
که څه هم بومرنګ عموما د اسټرالیا د بومي اوسېدونکو د کلتوري سمبول په توګه پېژندل کېږي، خو ځینې نادرې تاریخي موندنې ښيي چې بومرنګونه په څو لویو وچو کې کارول شوي دي.
د اسټرالیا تر ټولو زوړ پېژندل شوی بومرنګ له لرګي جوړ شوی او شاوخوا لسنیم زره کاله زوړ دی. د اسټرالیا د ملي موزیم په وینا، په اسټرالیا کې د بومرنګونو تر ټولو زوړ انځور پر ډبره کښل شوی دی چې ۲۰ زره کاله پخوانی دی.
د ډنمارک او جرمني ترمنځ په جوټلنډ ټاپووزمه کې هم یو ۷ زره کلن لرګین بومرنګ موندل شوی دی. په هالنډ کې هم له نښتر لرګي د جوړ داسې یوه ۲ زره کلن بومرنګ ټوټې موندل شوي چې له غورځولو وروسته بېرته غورځوونکي ته راستنېږي.
دا څېړنه د پولنډ، ایټالیا، جرمني، فرانسې، سویزرلنډ او انګلستان د ساینس پوهانو د یوې ډلې لخوا په پلاس ون د (PLOS ONE) په ژورنال کې خپره شوې ده.