د اردن پاچا: نړیوال ځواکونه نه غواړي په غزه کې د زور له لارې سوله راولي

د ویډیو تشریح، د اردن پاچا: نړیوال ځواکونه نه غواړي په غزه کې د زور له لارې سوله راولي
    • Author, فیرګال کین
    • دنده, ځانګړی خبریال

د اردن پاچا عبدالله دویم بي‌بي‌سي له بي بي سي سره مرکه کې وویل، هېوادونه به د هغې غوښتنې پر وړاندې مقاومت وکړي چې "په غزه کې د سولې د پلې کېدو لپاره" خپل ځواکونه واستوي.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د سولې هغه جوړ شوي پلان کې چې ۲۰ مادې لري، ویل شوي چې عربي هېوادونه او نړیوال ملګري به د یو ټیکاو راوستونکي ځواک د استولو ژمنه وکړي چې "په غزه کې د فلسطیني پولیسو د روزنې او ملاتړ په چارو کې مرسته وکړي او له اردن او مصر سره سلا مشوره وکړي، چې په دې برخه کې پراخه تجربه لري." دغه راز به حماس خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او په سیمه کې به خپله سیاسي واکمني پای ته رسوي.

پاچا عبدالله دویم په دې هکله وویل: "غزه کې د امنیتي ځواکونو دنده څه ده؟ موږ هیله لرو چې دا د سولې ساتنې لپاره وي، ځکه که مو هدف د سولې په زوره تطبیق وي، نو هېڅوک به په دې کې ګډون ونه کړي".

پاچا د بي‌بي ‌سي پانوراما خپرونې ته په ځانګړې مرکه کې زیاته کړه چې اردن او مصر د فلسطیني امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره چمتو دي.

هغه زیاته کړه: "د سولې ساتنې معنا دا ده چې د ځایي پولیسو ملاتړ وشي، یعنې فلسطیني پولیس، چې اردن او مصر غواړي د دوی ډېر شمېر وروزي، خو دا کار وخت نیسي. که موږ په غزه کې په وسله والو ګزمو بوخت شو، نو په دې ډول به دې حالت کې هېڅ هېواد ګډون ونه غواړي".

د اردن د پاچا دا څرګندونې د هغې اندېښنې څرګندونه کوي، چې امریکا او نور هېوادونه یې د حماس او اسرائیل، یا د حماس او نورو فلسطیني ډلو ترمنځ د دوامداره شخړې په اړه لري.

پاچا وویل دی به خپل اردني ځواکونه غزې ته ونه لېږي، ځکه چې هېواد یې د دغې سیمې له وضعیت سره "له سیاسي اړخه ډېر نژدې" دی.

د اردن نژدې نیمایي نفوس فلسطینی الاصله دی او په تېرو څو لسیزو کې دغه هېواد ۲،۳ میلیونه فلسطیني کډوالو ته ځای ورکړی چې له مخکېنیو شخړو وروسته له اسرائیله تښتېدلي وو او دا په سیمه کې تر ټولو لوی شمېر دی.

کله چې له پاچا وپوښتل شول ایا دی باوري دی چې حماس به خپله ژمنه د غزې له سیاسي واکه د لاس اخیستلو په اړه عملي کړي، هغه وویل: "زه هغوی نه پېژنم، خو هغه کسان چې ورسره ډېره نژدې اړیکه لري- یعنې قطر او مصر، په ډېره خوشبیني سره باور لري چې هغوی به دې ژمنې ته ژمن پاتې شي".

هغه زیاته کړه: "که موږ دا ستونزه حل نه کړو او که د اسرائیلیانو او فلسطینیانو لپاره یوه راتلونکې ونه لټوو او د عربي او اسلامي نړۍ او اسرائیل ترمنځ اړیکه جوړه نه کړو، نو موږ له ناکامۍ سره مخ یو".

له غزې نه اردن ته ۲۵۳ ناروغ او ټپي ماشومان اردن ته ولېږدول شول، چې دوی کې یوه هم حبیبه وه، چې دواړه لاسونه او پښې یې له لاسه ورکړي دي.
د عکس تشریح، له غزې ۲۵۳ ناروغ او ټپي ماشومان اردن ته ولېږدول شول، چې دوی کې یوه هم حبیبه وه، چې دواړه لاسونه او یوه پښه یې له لاسه ورکړي دي.

قطر او مصر د جګړې پر مهال د منځګړیتوب اصلي هڅې پر مخ وړلې او په دې کې د امریکا همکاري شامله وه.

اردنیان د نړیوالو هڅو په درشل کې غزې ته مرستې رسوي او ناروغان او ټپیان ماشومان له سیمې وباسي. پاچا د درېیو ماموریتونو پر مهال د مرستو رسولو لپاره الوتکه کې و او د الوتکې له لارې یې د مرستو غورځول ولیدل.

پاچا په خپله مرکه کې وویل: "د الوتکې د شا له کړکۍ لیدل خورا بوږنوونکي وو. د غزې د هغې کنډواله شوې برخې ویجاړۍ زما لپاره حیرانوونکې وه".

هغه زیاته کړه: "ما دا پخپلو سترګو ولیدل، او حیران شوم چې موږ - د نړیوالې ټولنې په توګه، د داسې پېښو رامنځ ته کېدو اجازه ورکوو."

پاچا د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ وغوښتل چې دوه زره ناروغان او ټپیان فلسطیني ماشومان له غزې وباسي. تېره فبرورۍ په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره د کتنې پرمهال ټرمپ دغه ګام "ښکلی اقدام" وباله.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، له هغه وخت راهیسې ۲۵۳ ماشومان اردن ته ایستل شوي دي. په ټولیزه توګه، له ۵۰۰۰ ډ‌ېر ماشومان د طبي اړتیاوو له امله ایستل شوي، چې اکثریت یې مصر، متحده عربي اماراتو او قطر ته تللي دي. اوس هم له ۱۵ زره ډېر غزه‌وال د ایستلو په انتظار دي، چې شاوخوا ۳۰۰۰ یې ماشومان دي.

ملکې رانیا پر اسرائیل د ټرمپ هغه فشار وستایه، چې د اوربند لپاره یې خبرو ته قانع کړ
د عکس تشریح، د اردن ملکې رانیا پر اسرائیل د ټرمپ هغه فشار وستایه، چې د اوربند لپاره یې خبرو ته قانع کړ

له پانوراما پروګرام سره مرکه کې د اردن ملکې رانيا د نړیوالې ټولنې پر ناکامۍ نیوکه وکړه چې د هغې په وینا، دوه کلنه جګړه یې نه ودروله.

هغې وویل: "ایا پوهېږئ چې د تېرو دوه کلونو په جریان کې مور او پلار کېدل څه معنا لري؟ چې وګورئ ستاسو ماشومان څومره کړاو ګالي، وږې دي، د وېرې له امله ټکان خوري، په داسې حال کې چې تاسې د هېڅ کولو توان نه لرئ او پوه شئ چې ټوله نړۍ یې ننداره کوي، خو هېڅ اقدام نه کوي. دا د هر مور او پلار لپاره یو هیله‌وژونکی وضعیت دی، خو دا د فلسطینیانو ورځنی واقعیت دی".

ملکه رانيا، چې فلسطیني ریښې لري، د ټرمپ هڅې وستایلې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند په رامنځته کولو کې یې مرسته کړې. هغې وویل ټرمپ د امریکا ډیپلوماتیک، پوځي او مالي ملاتړ کارولی چې پر اسرائیل فشار راوړي.

هغې زیاته کړه: "ښکاري چې دا لومړی ځل دی چې د امریکا د لومړني ولسمشر په توګه ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې پر اسرائیل واقعي فشار راوړي. مخکې به کله چې اسرائیل له حده پښه واړوله، ولسمشر به یوازې په خبرو دا کار وغانده یا به یې د لږې سزا غوښتنه ورته وکړه. په حقیقت کې، ولسمشر ټرمپ وتوانېد چې نتنیاهو قانع کړي د اوربند موافقه وکړي. او زه هیله لرم چې هغه په دې بهیر کې خپل ګډون ته دوام ورکړي."

د اسرائیل په بمبارۍ کې د کېڼې پښې له لاسه ورکولو وروسته اردن کې د عبدالرحمن- عکس کې ښۍ خوا ته- درملنه وشوه
د عکس تشریح، د اسرائیل په بمبارۍ کې د کېڼې پښې له لاسه ورکولو وروسته اردن کې د عبدالرحمن- عکس کې ښۍ خوا ته- درملنه وشوه

اسرائیل څو ځله حماس تورن کړ چې د اسرائیلي یرغملانو د خوشی کولو په انکار د جګړې موده اوږدوي او ویې ویل چې حماس په غزه کې ملکي وګړي د انساني ډال په توګه کارولي دي. د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د جګړې پر مهال له ۶۸ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

اسرائیل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د حماس د برید په ځواب کې – چې له ۱۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او ۲۵۱ تنه یې یرغمل کړل، پر غزه خپل بریدونه پیل کړل.

له هغه راهیسې، د نړیوالې جزایي محکمې له خوا د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت او د حماس د پوځي قوماندان محمد الضیف پر ضد د جګړې د جنایتونو د تورونو یادونې صادرې شوې، حماس وروسته د الضیف د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د اوربند د موافقې تر لاسلیک وروسته، ۲۰ ژوندۍ اسرائیلي یرغملان خوشی شول او د وژل شویو کسانو د جسدونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره هڅې دوام لري. اسرائیل شاوخوا ۲۵۰ فلسطیني بندیان چې د وژنو او د اسرائیليانو پر ضد د بریدونو په جرم محکوم شوي وو، خوشي کړل او شاوخوا ۱۷۰۰ کسان له غزې ازاد کړل.

کله چې له ملکې رانيا وپوښتل شول ایا هغه فکر کوي دایمي سوله ممکنه ده، هغې وویل په دې هیله درلودل یوه ساده خبره نه ده، بلکې دا د یوې ننګونې بڼه ده.

ملکې رانيا زیاته کړه: "زه ټینګ باور لرم چې فلسطینیان او اسرائیلیان څنګ په څنګ ژوند کولی شي. په اوسني وضعیت کې، د دواړو خلکو ترمنځ شدیده کرکه، غوصه، خپګان، نفرت او ناهیلي شته، چې هغوی یوازې په دې سره سوله نه شي رامنځته کولی. زه دلته ساده نه یم، خو باور لرم چې د نړیوالې ټولنې فشار یوازېنۍ لار ده".

هغې زیاته کړه: "په تېرو دوو کلونو کې، په ډېرو وختونو کې هیله لرل لرې او ناممکن ښکارېدل. د هیلې غوره کول اسانه نه وو… بلکې سخت او درانه وو. خو دا یوازېنۍ لاره ده چې فلسطینیان نه ردوي، نه د دوی له مبارزې او نه هم زموږ له انسانیت سره خیانت کوي".

ددې راپور چمتو کولو کې دې کسانو مرسته کړې: اليس دویارډ، سهى قعوار، ډېوېد مکلفین، وېلیم کونېل.