اسيا ته د ټرمپ سفر: د بریاو او احتمالي زیانونو په اړه د بي بي سي خبریالانو شننې

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسيا پر سفر وتلی او د ډېپلوماسۍ يوه بوخته اوونۍ يې په مخ کې ده. د دې سفر مهمه برخه له چينايي سيال شي جېنپنګ سره ليدنه ده.
ويل کېږي د سوداګرۍ موضوع د دواړو مشرانو تر منځ د خبرو د اجنډا په سر کې ده. هغه برخه چې د دوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو تر منځ په کې تاوتریخوالی يو ځل بيا په زياتېدو دی.
ټرمپ به د ماليزیا له پلازمېنې کوالالمپور چې هلته د اسيان یا جنوب ختيځې اسيا هېوادونو سرمشريزه ده جاپان او بيا جنوبي کوريا ته ولاړ شي او د سپينې ماڼۍ له مخې هلته به له ولسمشر شي سره وګوري.
اوس پوښتنه دا ده چې ټرمپ او نور مشران له دې سفر څه غواړي ترلاسه کړي او کوم ګواښونه یې په مخ کې دي.
د بي بي سي خبريالان تشريح کوي چې راتلونکې اوونۍ به څه پېښېږي.
د ټرمپ لپاره چين بنسټیز ارزښت لري
انتوني زوچر د شمالي امریکا خبريال
د ټرمپ د اسيا سفر مهم ټکی به دا وي چې داسې نوي سوداګريز تړونونه وکړي چې د امريکايي کاروبارونو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او له بلې خوا د تعرفو عوايد د امریکا خزانې ته جاري وساتي.
که څه هم د نړيوالې سوداګرۍ په ډګر کې ګڼ لوبغاړي شته خو د ټرمپ د بريا يا ناکامۍ اصلي ټکی چين دی. د اپېک يا د اسيا پېسېفېک اقتصادي همکارۍ فورم په څنډه کې ټرمپ او چينايي ولسمشر شي جينپينګ تر منځ ليدنه چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې لومړنۍ ده کولی شي د ټرمپ د دويمې دورې د پاتې مودې لپاره د امريکا او چين د اړیکو لپاره لاره وټاکي.
لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ هم منلې ده، پر چينایي وارداتو درنې تعرفې دوام نشي کولی او که څه هم نوموړي دا په څرګنده نه دي ويلي خو د امریکا د تر ټولو لوی سوداګريز شريک سره اقتصادي جګړه به د دواړو هېوادونو او د نړۍ د نورو برخو لپاره سخت زيانونه ولري.
هر ځل چې د امریکا او چين اړیکې خرابې شوې د امریکا د ونډو بازار ورسره پرځېدلی دی.
د امریکا ولسمشر به هغه مهال له خپل سفره خوښ وي چې که له جنوبي کوريا سره تړون بشپړ کړي او له جاپان څخه په توليدي برخه کې نوې پانګونه ترلاسه کړي.
خو د هغه اصلي موخه به دا وي چې چينايی ولسمشر قانع کړي څو د امریکایي کرنيزو صادراتو پېرل بيا پیل کړي، د لږ پيدا کېدونکو معدني توکو وروستي بنديزونه نرم کړي، امریکايي شرکتونو ته د چین په بازار کې پراخ لاسرسی ورکړي او د بشپړې سوداګريزې جګړې مخه ونيسي.
لکه څنګه چې ويل کېږي د ټرمپ لوبه ټوله د همدې لپاره ده.
د چين د ولسمشر اوږده لوبه
لورا بېکر د چين خبرياله
کله چې د چين ولسمشر شي جينپينګ د اکټوبر پر ۳۰ په جنوبي کوريا کې له ټرمپ سره ګوری غوړاي به چې د يوه هوښیار مذاکره کوونکي په توګه ښکاره شي.
له همدې امله هغه د چين نايابه معدني موادو پر احتکار تکيه کړې، دا هغه مواد دي چې له دې پرته د سيمي کانډکټرونو، وسلو سيسټمونو، موټرونو او ځيرکو ټيليفونونو جوړول ناشوني دي. دا د امریکا يوه کمزوري ده او چين پرې فشار راوړي لکه د امریکايي بزګرانو د سويا نه پېرل چې د ټرمپ رايه ورکوونکو ته یې اقتصادي زيان رسولی دی.
شي د ټرمپ له لومړۍ دورې زدکړه کړې او داسې ښکاري چې دا ځل بيجينګ د تعرفو د اقتصادي زيانونو د زغم نيت لري. د دې يو لامل دا دی چې يو مهال امریکا د چينايي صادراتو پنځمه برخه پېرله خو اوس دومره مهم بازار نه دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
شي باید له امریکا سره د اقتصادي جګړې او د کورنيو ستونزو تر منځ توازون وساتي. واشنګټن پوهېږي چې شي له کومو ستونزو سره مخ دی چې په هغو کې د ځوانانو بې روزګاري، د استوګنځايونو کموالی، د ځايي حکومتونو پورونه او هغه خلک چې نور د لګښت حوصله نه لري.
شنونکي باور لري، چين ښايي د داسې يوه تړون وړانديز وکړي چې که امریکا د مصنوعي ځیرکتيا چېپونو صادرلو ته اجازه ورکړي او د تايوان له پوځي ملاتړ څخه لږ په شا شي.
خو دې هدف ته رسېدل به اسانه نه وي. يو لوی توپیر دا دی چې ټرمپ ډېری وخت د قمار په څېر پرېکړې کوي خو شي بيا يوه اوږدمهاله ستراتيژي تعقيبوي.
اوس ښايي پوښتنه دا وي چې ټرمپ به دومره انتظار وکړي؟
په "سوله" کې د ستوري رول
جانتن هېډ، د جنوب ختيځې اسيا خبريال
د امریکا ولسمشر داسې ښکاري چې ماليزيا ته د سفر پر مهال يوازې په يوه موضوع تمرکز لري، هغه دا چې ځانګړو جوړو شويو مراسمو کې د "ستوري رول" ولوبوي، هغه مراسم چې د تايلنډ او کمبوډيا د سولې يو ډول تړون په کې لاسلیک شو.
که څه هم د دواړو هېوادونو تر منځ د پولو شخړې لا هم نه دي حل شوې خو هغوی تر فشار لاندې د پولو غيرپوځي کېدو په برخه کې پرمختګ کړی دی.
دواړه هېوادونه نه غواړي چې ولسمشر ټرمپ نهيلی کړي. تېره جولای مياشت چې د دوی دواړو تر منځ جګړه روانه وه د تعرفو په اړه د ټرمپ ګواښ سملاسی اوربند ته اړ کړل.
د اسيان نور غړي هېوادونه هيله لري چې د ټرمپ همدومره حضور، به له امریکا سره د اړيکو د عادي کولو سبب شي.
دغو هېوادونو يو سخت کال تېر کړی، د ټرمپ تعرفو د دوی د صادراتو پر بنسټ ولاړ اقتصادونه سخت ولړزول. په ۲۰۱۷ کال کې د اسيان سرمشريزې ته د ټرمپ له سفر وروسته د دې سيمې صادرات امریکا ته دوه برابره شوي دي.
په اجنډا کې بله موضوع د ميانمار کورنۍ جګړه ده. دا شخړه د ۲۰۲۱ کال د پوځي کودتا راهيسې پر هره اسيان غونډه سيوری غوړولی دی.
يوازې پر کاغذ لاسليک
سورنجنا تېواري، د اسيا سوداګرۍ خبرياله
د اسيا ستر توليدي هېوادونه چې د نړۍ د توليد مهمه برخه جوړوي د ټرمپ د تعرفو له فشار څخه د ارام تمه لري.
ځينو هېوادونو د تړونونو پر سر هوکړه کړې خو ځينې لا هم په خبرو کې بند پاتې دي. تراوسه هېڅ یوه یې رسمي تړون نه دی لاسليک کړی.
نو پر کاغذ يوازې لاسليک يا لږ تر لږه د ژمنو مذاکرات به د هرکلي وړ وي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
که چین ته پام وشي نو د ټرمپ او شي تر منځ ليدنه د پرمختګ نښه ده خو دواړه مشران د ګڼو مسايلو د حل لپاره ډېر څه لري، له تعرفو او صادراتي محدوديتونو نيولې تر اصلي مسئلې یعنې د مصنوعي او پرمختللې ټکنالوژۍ په ډګر کې د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو سيالۍ پورې.
که په دې کړکېچونو کې لږ نرمښت راشي، دا به د سيمې نورو هېوادونو ته هم ارام ورکړي. په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې د دواړو ترمنځ بند پاتې دي. د جنوب ختيځې اسيا هېوادونه ښايي تر ټولو ډېر اغېزمن وي، ځکه له یوې خوا د امریکايي برېښنايي توکو د عرضې ځنځيرونو کې ژور ښکېل دي او له بلې خوا په چينايي غوښتنو ډېره تکيه لري.
په تېره لسيزه کې د دوی صادرات امریکا ته دوه برابره شوي خو له ۱۰ تر ۴۰ سلنه تعرفه به د ويتنام، اندونيزيا، سينګاپور او تايلنډ توليدي سکتورونو ته سخت زيان ورسوي.
دا به د امریکا پر شرکتونو هم اغېز وکړي لکه د مايکرون ټکنالوژي چې په ماليزيا کې توليدي خونې لري. دې هېواد تېر کال شاوخوا ۱۰ میليارده ډالره ارزښت لرونکي سيمي کانډکټرونه امریکا ته صادر کړي چې دا امریکا ته د ټولو وارداتي چېپونو پنځمه برخه جوړوي.
بډايه اقتصادرنکي هېوادونه لکه جاپان او جنوبي کوريا بیا له بل ډول ستونزې سره مخامخ دي.
که څه هم دوی د امريکا نژدې متحدين دی خو د نه وړاندوينې وړ حالاتو ته چمتو کېدل غواړي چې د تعرفو شرايط او پانګونې خوندي کړي. د دواړو هېوادونو د موټرو جوړونکې کمپنۍ چې امریکا یې مهم بازار دی لا له وړاندې هڅه کوي چې د ګډوډۍ په منځ کې ځان وساتي.
د جاپان د نوې لومړۍ وزيرې لپاره يوه لومړنۍ ازموينه
شيما خليل، د جاپان خبریاله
ولسمشر ټرمپ د جاپان نوې لومړۍ وزيره ساناي تاکايچي ته د يوې "پیاوړې او ځيرکې" لومړۍ وزيرې په توګه ياده کړې ده.
دا اوونۍ به معلومه شي چې هغه له ټرمپ سره څه ډول يوه باثباته او اغېزمنه کاري اړيکه رامنځته کوي. دا به د هغې د مشرۍ او د نړۍ د بدلېدونکي نظم په منځ کې یوه لومړنۍ ازموينه وي.
پارلمان ته په خپله لومړنۍ وينا کې هغې ژمنه وکړه چې د جاپان د دفاع بوديجه لوړوي او دا یې څرګنده کړه چې غواړی د امنيت د ګډو مسوليتونو يو لوی بار له واشنګټن سره شريک پورته کړي.
ټرمپ تر دې مخکې هم د دې غوښتنه کړې وه او تمه کېږي چې له توکيو د امریکا د پوځي ځواکونو په تمويل کې د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړي. په جاپان کې د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر امریکايي سرتېري چې شمېر ۵۳ زره تنو ته رسېږي، مېشت دي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
دواړه خواوې غواړی، د تعرفو تړون چې وړاندې د مخکيني لومړي وزير له خوا پرې خبرې شوې بشپړ کړي.
دغه تړون د جاپان د موټرو جوړونکو شرکتونو لکه ټويوټا، هونډا او نسان لپاره ګټور بلل کېږي. پر جاپاني موټر د امریکا تعرفه له ۲۷.۵ سلنې څخه ۱۵ سلنې ته راښکته کوي.
د تعرفو په اړه د مذاکراتو د مشر ريوسي اکازوا پر دنده ساتل دا څرګندوي چې تاکايچي د پخواني سياست تسلسل غواړي.
په بدل کې جاپان ژمنه کړې چې د امریکا په درملو او سيمي کانډکټرو برخه کې به د عرضې ځنځيرونو د پياوړتيا لپاره ۵۵۰ میليارده ډالره پانګونه وکړي.
ټرمپ دا هم ويلي چې جاپان به د امریکا د وريجو په ګډون د کرنيزو محصولاتو پېرل زيات کړي. دې ګام ته واشنګټن په ښه سترګه ګوري خو د جاپاني بزګرانو لپاره د اندېښنې وړ دی.
د تعرفو پر خبرو د کېم جونګ اون سيوری
جېک وان د سيول خبريال
د جنوبي کوريا د ولمسشر لي جې ميونګ لپاره تر ټولو بېړنۍ موضوع د ټرمپ تعرفې دي. خو دا موضوع په لنډمهاله توګه له يوه بل سيوري لاندې راغلې ده هغه، دا چې ويل کېږي ټرمپ به د شمالي کوريا له مشر کېم جونګ اون سره په پوله وګوري.
د اګست په مياشت کې لي په سپينه ماڼۍ کې خپل زيات وخت د ټرمپ ستاينې ته ځانګړی کړی و، هغه یې د "سولې راوستونکي" په نامه وستايه. ټرمپ هم له کېم سره د بيا ليدنې لپاره لېوالتيا څرګنده کړه. د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون تېره مياشت وويل چې ټرمپ د "ښو احساساتو سره يادوي".
شنونکي باور لري چې کېم غواړي د امریکا د ولسمشر له بلې غونډې په ګټې اخيستنې سره د خپلو اټومي وسلو پروګرام ته مشروعيت ورکړي. خو تر دې دمه داسې هېڅ نښه نشته چې کومه ليدنه دې پلان شوې وي.
په هر حال لي باید د سوداګرۍ يو تړون بشپړ کړي. هڅې روانې دي چې د جنوبي کوريا پر توکو د امریکا تعرفه له ۲۵ سلنې څخه ۱۵ سلنې ته راښکته شي خو څو ځله واشنګټن ته د سيول د چارواکو د سفرونو سره سر هم خبرې ټکنۍ دي.
اصلي خنډ د ټرمپ دا غوښتنه ده چې سيول باید د امریکا په اقتصاد کې ۳۵۰ میلياره ډالر پانګونه وکړي دا د جنوبي کوريا د اقتصاد شاوخوا پنځمه برخه جوړوي او سیول وېره لري چې دومره لويه پانګونه به مالي کړکېچ رامنځته کړي.
خو په هر حال په دې وروستيو ورځو کې کوريايي چارواکو هيله څرګنده کړې چې د ټرمپ او لي تر منځ به د چهارشنبې د سرمشريزې تر پايه يو رسمي تړون لاسليک شي.








