اسرائيل وايي، د حماس ورسپارلي د مړو پاتې‌شوني د دوو یرغملو دي او پېژندګلوي یې شوې

اسرائیلي سرتېرو هغو تابوتونو ته سلامي وهلې چې حماس په غزه کې د سره صلیب له لارې ورسپارلي دي.

د عکس سرچینه، ISRAELI PRIME MINISTER'S OFFICE

د عکس تشریح، اسرائیلي سرتېرو هغو تابوتونو ته سلامي وهلې چې حماس په غزه کې د سره صلیب له لارې ورسپارلي دي.

اسرائيل د هغو دوو وژل شوو یرغملو پېژندګلوي تایید کړې چې په غزه کې حماس د سره صلیب له لارې ورسپارلي وو.

د پنجشنبې په ورځ د اسرائيلو د لومړي وزیر دفتر په یوه اعلامیه کې دا کسان د 'امیرم کوپر' او د 'سحر باروچ' په نوم یاد کړي دي.

حماس تر دې وړاندې ویلي وو چې د دوو یرغملو جسدونه یې ترلاسه کړي دي.

د نتنیاهو دفتر ویلي، "د اسرائيل حکومت د کوپر او سحر او د ټولو وژل شوو یرغملو له کورنیو سره په ژور غم کې شریک دی."

تېره سې‌شنبه د اسرائيلو حکومت وروسته له هغه حماس د غزې د اوربند له هوکړې په سرغړونې تورن کړ چې یو داسې تابوت یې ورسپارلی و چې پکې اېښي پاتې‌شوني په غزه کې د پاتې ۱۳ اسرائيليو او بهرنیو یرغملو نه وو.

ویل شوي چې په عدلي معایناتو کې جوته شوې چې هغه پاتې شوني د 'عفیر طذرفاتي' په نوم د هغه یرغمل وو چې اسرائيلي ځواکونو یې مړی د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې په غزه کې ترلاسه کړی و.

د اسرائيلو پوځ د ډرون پرمټ ثبت شوې هغه ویډيو هم خپره کړې چې د حماس غړي پکې برېښي چې د غزې ښار له یوې ودانۍ هغه کڅوړه راباسي چې پاتې‌شوني پکې دي، بېرته یې خښوي او د سره صلیب کارکوونکو په مخکې یې بیا له خاورو راباسي.

د حماس څو غړي ښکاري چې د مړي کڅوړه یې په لاسونو کې روانه کړې ده او شاوخوا خلک ورټول دي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د سې‌شنبې په ورځ د حماس ډلې غړو د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې له یوه تونله یوه کڅوړه را وایستله چې مړی پکې و.

د سره صلیب ټولنې ویلي چې کارکوونکي یې نه وو خبر چې د پاتې‌شونو کڅوړه د دوی له وررسېدو دمخه لېږدول شوې وه او بېرته یې خښول او راسپړل ورته "د منلو وړ نه وو."

خو حماس دا هر څه رد کړي، "بې بنسټه تورونه" یې بللي او اسرائيل یې تورن کړي چې "د تېري کولو د نوو ګامونو اخیستلو لپاره د غلطو پلمو د ورجوړولو هڅه کوي."

د یادولو ده چې تېره سې‌شنبه (اکتوبر ۲۸/لړم ۶) اسرائيل ته سره صلیب له لوري یو تابوت سپارل شوی و چې حماس ویل،‌ په غزه کې د یوه وژل شوي یرغمل د مړي پاتې‌شوني پکې دي.

د اسرائيلو دفاعي ځواکونو یا (ای‌ډي‌اېف) ویلي وو چې سرتېرو یې دغه تابوت له غزې اسرائيل ته وړی او هلته به د عدلي طب معایناتو په ترڅ کې د جسد پېژندګلوي وشي.

که تایید شي چې دا پاتې‌شوني هم د یوه یرغمل دي نو له دې سره به د حماس له لوري اسرائيل ته د یرغملو د سپارل شوو مړو شمېر ۱۶ شي.

دا د هغو ۲۸ وژل شوو اسرائيلي او بهرنیو یرغملو له ډلې دي چې د جګړې له پیل راهیسې د حماس په ولکه کې وو او شاوخوا دوه اوونۍ د مخه د شوي اوربند په پایله کې حماس اسرائيلو ته د هغوی په سپارلو هوکړه وکړه.

دا تازه پاتې‌شوني هله وموندل شول چې د حماس یوه غړي ته اجازه ورکړل شوه چې په غزه کې هغې سیمې ته ورشي چې د اسرائيلي ځواکونو په کنټرول کې ده او سره صلیب او مصري ماموران هلته د یرغملو د مړو لټون کوي.

مصر او سره صلیب په غزه کې د یرغملو د مړو لټون پیل کړی

اسرائیل تېره اوونۍ وویل چې د مصر او سره صلیب ټیمونو ته اجازه ورکړل شوې چې په غزه کې د اکټوبر اوومې نېټې د یرغمل شويو کسانو جسدونه ولټوي.

دوی وویل، ډلې به وکولی شي چې له "ژېړې کرښې" هاخوا هغه سيمه چې لا هم د اسرائیلي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده لټون پيل کړي.

حماس د امریکا په منځګړیتوب، د مصر، قطر او ترکیې په مرسته د اوربند د لومړي پړاو له مخې د ۲۸ اسرائیلي یرغمل شویو له ډلې د ۱۵ تنو جسدونو سپارلي دي. دوی وايي د پاتې کسانو موندل او لټون وخت غواړي.

غزه

د عکس سرچینه، EPA / Shutterstock

د تړون له مخې حماس اړ دی چې د يرغمل شويو ټول جسدونه اسرائیلو ته وسپاري. حماس اوس اعلان کړی چې له مصري چارواکو سره همغږي کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې حماس بايد "ژر تر ژره" جسدونه وسپاري که نه په "سوله کې ښکېل نور هېوادونه به لاس په کار شي."

د اسرائیلو حکومت يوه وياند د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د مصر یوې ډلې ته اجازه ورکړل شوې چې د سره صلیب له نړيوالې کمېټې سره په ګډه د جسدونو لټون کې مرسته وکړي.

اسرائیلو مخکې د داسې ټيمونو د ننوتلو اجازه رد کړې وه.

د سره صليب کمېټې په غزه کې د يرغمل شويو کسانو په سپارلو او لېږدولو کې رول درلود.

حماس يرغمل شوي کسان مړه يا ژوندي په مخامخ ډول د اسرائیلو پوځ نه سپاري بلکې سره صليب ته یې ورکوي او هغوی یې له غزې وباسي او بيا یې اسرائیلي پوځ ته سپاري.

خو اوس د غزې تړانګې ته د مصري ډلو ننوتل يوه نوې پرمختيا ده.

ملګري ملتونو اټکل کوي چې د اسرائیلو له دوه کلونو هوايي بريدونو او بمبارۍ وروسته د غزې شاوخوا ۸۴ سلنه برخه کنډواله شوې ده.

حماس وايي د نړېدلو ودانيو او کنډوالو له کبله د يرغمل شويو کسانو د جسدونو موندل ستونزمن شوي دي.

حماس ته د ټرمپ له خوا ۴۸ ساعته وخت

ډونلډ ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د یکشنبې په ورځ، د اکټوبر پر ۲۶مه، د اسرائیلو د حکومت یوه ویاند ادعا وکړه چې حماس پوهېږي د یرغمل شویو کسانو جسدونه چېرته دي.

ده زیاته کړه، "که حماس ډېره هڅه کړې وای، نو زموږ د یرغمل شویو کسانو جسدونه یې موندلی شوای."

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندې پر خپله ټولنیزه رسنۍ سوشل ټروت، هم خبرداری ورکړی و چې که د وژل شویو یرغملو جسدونه ژر تر ژره بېرته و نه سپارل شي يو ډول کړنې به ترسره شي.

نوموړي ليکلي، "ځینې جسدونه په هغو ځایونو کې دي چې لاسرسی ورته ستونزمن دی، خو نور یې اوس بېرته سپارل کېدی شي او د کوم نامعلوم دلیل لپاره (حماس) دا کار نه کوي. ښايي دا د دوی د بې وسلې کولو سره تړاو ولري."

ښاغلي ټرمپ زیاته کړې، "موږ به وګورو چې دوی په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې څه کوي. زه به دا له نژدې څارم."

په ورته وخت کې، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ وویل، اسرائیل به روښانه کړي چې کوم بهرني ځواکونه به د ډونلډ ټرمپ د پلان له مخې په غزه کې د سوله ساتي ځواک برخه وي.

نوموړي د خپلې کابينې غونډې ته وويل، "زموږ امنیت زموږ په خپل لاس کې دی، او موږ نړیوالو ځواکونو ته دا ويلي چې اسرائیل به روښانه کړي چې کوم ځواکونه زموږ لپاره د منلو وړ نه دي، موږ داسې عمل کړی او همداسې به دوام ورکوو."

د جمعې په ورځ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ويلي وو، "ډېری هېوادونو" وړانديز کړې چې د سوله ساتي ځواکه برخه شي خو ټينګار یې کړی چې پر دوی د اسرائیلو باور اړين دی.

د نوموړې څرګندونې ترکیې ته اشاره ښکاري، ځکه اسرائیل د راپورونو له مخې د ترکیې د ګډون سره مخالفت کړی دی.

دا لا څرګنده نه ده چې د حماس سره له هوکړې پرته څنګه ځواک ځای پر ځای کېدی شي.

د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه هله پیل شوه چې حماس د اسرائيلو په جنوب کې برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه پکې ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.

د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې ملګرو ملتونو هم تایید کړې دي، په دې جګړې کې له هماغه راهیسې په غزه کې تر ۶۸ زره ډېر فلسطیانیان وژل شوي دي.