بنګله دېش کې پر یوې اته کلنې ماشومې تر جنسي تېري او د هغې تر مړینې وروسته پراخ احتجاجونه پیل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
بنګله دېش کې پر یوې اته کلنې ماشومې جنسي تېری شوی چې وروسته د ټپونو له امله مړه شوې ده او د دې پېښې له کبله په دغه هېواد کې پراخ احتجاجونه پیل شوي دي.
د تېري قرباني شوې ماشومې مور پولیسو ته په کړې عریضه کې ویلي چې پر لور یې د روانې مارچ میاشتې پر پنځمه نېټه په 'ماګورا' ښار کې د شپې ناوخته د خپلې مشرې خور په کور کې جنسي تېری شوی.
د قضیې په اړه پولیسو ته تر رپوټ ورکولو وروسته د دې ماشومې د مشرې خور ۱۸ کلن مېړه (اوښی) د هغه مور، پلار او ورور نیول شوي او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.
د جمعې په شپه چې د دې وړې نجلۍ د مرګ خبر خپور شو نو پارېدلو او قهرېدلو خلکو د دغه کس پر کور هجوم ور ووړ او اور یې ور واچاوه.
"بیا به یې هېڅکله هم چا کره یوازې پرې نه ږدم"

د عکس سرچینه، Getty Images
یوې ځايي حکومتي محکمې په خپل بیان کې ویلي چې پر نجلۍ تر جنسي تېري وروسته د زړه حمله راغلې او له کبله یې مړه شوې ده.
په بیان کې همدا راز ویل شوي چې که څه هم ډاکټران دوه ځلې په دې کې بریالي شول چې د هغې روغتیايي او د زړه وضعیت کنټرول کړي خو په درېیم ځل بیا پرې د زړه دوره یا حمله راغله او ډاکټرانو ونه شوه ژغورلې.
د دې ماشومې مور ځايي رسنیو ته ویلي، "فکر مې کاوه چې لور به مې وژغورل شي او په زړه کې مې ویل چې که داسې وشي نو بیا به یې هېڅکله هم یوازې چا کره پرې نه ږدم."
خو مور یې خبره نه وه چې لور یې له روغتونه بیا ژوندۍ نه ورستنېږي.
د نجلۍ مړی په پوځي چورلکه کې خپلې سیمې ماګورا ته لېږدول شوی او هلته ځايي خلکو د دې پېښې پر ضد سخت احتجاجونه پیل کړي دي.
د یادولو ده چې دا ماشومه تر جنسي تېري وروسته په ناوړه روغتیايي حالت کې د روانې میلادي میاشتې مارچ پر اتمه نېټه د بنګلهدېش پلازمېنې ډاکې کمباینډ پوځي روغتون ته وړل شوې او هلته بستر شوې وه. تر شپږو ورځو تېرېدو وروسته نجلۍ د زخمونو تاب رانه ووړ او مړه شوه.
بنګله دېش کې له ښځو سره تاوتریخوالی

په دې وروستیو کې په بنګله دېش کې له ښځو سره تاوتریخوالي او پر ضد یې احتجاجونو زور اخیستی دی.
څو موده وړاندې د دغه هېواد په یوه بل ښار 'للمتیا' کې له هغو دوو ځوانو ښځو سره تاوتریخوالی شوی و چې په یوه چای خونه کې یې سیګرټ څکول.
دې پېښې او په ترڅ کې یې د کورنیو چارو یوه سلاکار دې څرګندونو خلک په غوسه کړي وو چې د پېښې د غندنې پر ځای یې ویلي وو چې "په عامه ځایونو کې سړیو او ښځو دواړو ته د سیګرټ څکولو اجازه نه شته."
خو خلکو نیوکه کوله چې نارینهوو سره داسې چلند نه کېږي لکه په هغه پېښه کې چې له ښځو سره شوی دی.
که څه هم په دغه هېواد کې له ښځو سره د تاوتریخوالي او یا د هغوی د ځورولو پر ضد ګڼ قوانین شته او جزاګانې ورته ټاکل شوې دي خو د انساني او د ښځو حقونو فعالان نیوکه کوي چې شته قوانین "ناسم تعبیرېږي" او په سمه توګه نه پلي کېږي. نو ځکه، دوی وايي چې د داسې پېښو قربانیانو ته انصاف ورکول ستونزمن شوي دي.











