د بریتانيا لومړی وزير وايي پوتين به "ژر يا وروسته" د خبرو مېز ته کېني

د بريتانيا لومړي وزير د نړۍ مشرانو ته ویلي ولاديمير پوتين به "ژر يا وروسته" د خبرو مېز ته کېني. د "هوډمنو ټلوالې" په نامه غونډې ته چې پر انټرنېټ کېده، کېير سټارمر د اوکرايين پر لا ډېر ملاتړ ټينګار کاوه، او ويل يې پر روسيه دې لا دېر فشار راوستل شي.

د اوکرايين په اړه د نړۍ مشرانو له دې انلاين غونډې مخکې د بريتانيا لومړي وزير کېير سټارمر ويل "پوتين د سولې په اړه جدی نه دی".

داسې حال کې چې ۲۵ مشران له لرې د انټرنېټ له لارې سره غونډېږي، سټارمر ويلي پوتين ته بايد د دې اجازه ورنه کړل شي، چې د ټرمپ اوربند وړانديز سره "لوبې وکړي"، او خپل سيال مشران یې هڅول، چې اوکرايين ته امنيتي ضمانتونه ورکړي.

د شنبې غونډه د "هوډمنو ټلوالې" په نامه د بريتانيا لومړي وزير تازه ناسته ده، چې د مارچ پيل کې لندن ته د اروپا مشرانو د سفر پر مهال اعلان شوه.

له هغه راهيسې څو مهمې پرمختياوې شوې، چې يوه يې په کې د امريکا له خوا د ۳۰ ورځو اوربند وړانديز دی، چې ولسمشر زېلېنسکي يې ملاتړ کړی، خو لا هم د روسیې ولسمشر نه دی منلی.

له اوسني حالت سره سره، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لا هم يوه تړون ته د رسېدو په اړه هيلمن دی، او ويلي یې دي د پنجشنبې بر ورځ یې له پوتين سره "ښې او ګټورې" خبرې کړې دي.

د اوربند په اړه د پوتين دريځ

کله چې په اوکرايين کې د اوربند وړانديز په اړه پوښتل کېده، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويل "نظريه سمه ده، او موږ يې ملاتړ کوو، خو داسې پوښتنې شته چې بايد بحث پرې وکړو".

د پنجشنبې پر ورځ يوه خبري کنفرانس کې روسي مشر د سولې لپاره يو شمېر سخت شرطونه په ګوته کړل او دا پوښتنه يې راپورته کوله، چې د ۳۰ ورځو اوربند دا پلان به څه ډول کار کوي.

ده پوښتل "دا ۳۰ ورځې به څنګه کارول کېږي؟ د اوکرايين لپاره چې سرتېري غونډ کړي؟ ځان په وسلو سمبال کړي؟ خلک وروزي؟ او که د دغو هېڅ يو هم نه؟ بيا يوه پوښتنه، دا به څنګه کنټرولېږي؟"

پوتين ويل غواړي "د دغه کړکېچ ريښه ييز لاملونه له منځه يوسي"، او په دې اړه یې پوښتنې ورسره راپورته کړې، چې دی اوربند ته چمتو دی او که د وخت اخيستو هڅه کوي.

ځواب کې يې د اوکرايين ولسمشر زېلېنسکي، چې له وړاندې یې د اوربند د دغه وړانديز ملاتړ په ډاګه کړی و، پر پوتين تور لګاوه، چې له حالته "ناوړه ګټه اخلي" او پر روسيه یې د نورو بنديزونو لګولو غوښتنه کوله.

ولسمشر زېلېنسکي ويل، روسي مشر دومره ډېر مخکې شرطونه ايښي چې له مخې به یې "هېڅ هم کار ورنه کړي".

ټرمپ وايي امريکا پوتين سره "ښې او ګټورې" خبرې کړې

د جمعې پر ورځ د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره اوکرايين کې د امريکا له لوري د اوربند پر وړانديز د خبرو ستاينه کوله، "ښې او ګټورې" یې وبللې.

دا پرمختيا وروسته له هغه راځي، چې پوتين او د امريکا استازي سټيو وېټکاف د پنجشنبې ماښام مسکو کې سره وکتل، چې وروسته ترې کرېملېن ويل، د سولې بهير په اړه د امريکا په څېر "احتیاط کاره هيله" لري.

ټرمپ پر خپلې ټولنيزې رسنۍ، ټروت سوشل، د جمعې پر ورځ يوه ليکنه کې ويلي دغو خبرو "يو ډېر ښه فرصت برابر کړی، چې دا ناوړه خونړۍ جګړه پای کې ورسره ختمه شي".