تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین اوربند تړون: د تلپاتې سولې لپاره ننګونې کومې دي؟
- Author, لیزا فوخت، سویاتوسلاو خومینکو، سرګي ګوریشکو، اولگا ایوشینا
- دنده, د بي بي سي روسي خبري برخه
کله چې دا اعلان شو اوکرایین او امریکا په سعودي عربستان کې له یوې اوږدې ورځې خبرو اترو وروسته د اوربند هوکړې ته ورسېدل، نو د ټولو سترګې مسکو ته واوښتې.
لکه څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، "توپ اوس د روسیې په ډګر کې دی".
هغه ځواب چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا یې تمه کېده راغی.
هغه د اوکرایین په جګړه کې د موقتي اوربند نظر ته مشروط ملاتړ وښود، خو یو لړ پوښتنې یې راپورته کړې او ویې ویل له متحده ایالاتو سره یې په اړه بحث ته اړتیا ده.
هغه ټینګار وکړ چې هر اوربند باید د اوږد مهاله سولې ته ورسېږي او باید له هغه څه سره معامله وکړي چې هغه یې د شخړې "ریښو لاملونه" بللي.
که څه هم اوس د اوربند توافق ممکن ښکاري، لا هم د سولې په ترلاسه کولو کې ډېر خنډونه شته.
د اوربند معاملې اوکرایین ته څه وړاندیز کړل؟
د اوکرایین د ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمنځ له تباه کوونکې غونډې دوه اونۍ وروسته، داسې ښکاري چې کېیف له واشنګټن سره رغنده خبرو اترو د بیا پیلولو توان لري.
د اوکرایین د ۳۰ ورځو لپاره د جګړې د بندولو موافقه له کېیف سره د امریکا د وسلو رسولو او استخباراتي معلوماتو شریکولو بیا پیل ته لاره هواره کړه.
کېیف هم خوښ و؛ ځکه هغه توانېدلی و چې هغه روایت بدل کړي چې ګنې اوکرایین د جګړې د پای ته رسېدو نه غوښتونکی و - هغه څه چې په بیا بیا د کرملېن او وروستیو کې د سپینې ماڼۍ له خوا ویل شوي وو.
له بلې خوا، د ټولې جبهې پر اوربند موافقه کول د اوکرایین لپاره د جګړې په لومړیو دوو کلونو کې له تطبیق شویو اصولو یو بنسټیز بدلون و.
اوکرایین په پرله پسې توګه د اوربند مخالفت کړی و چې روسیه خپل ځواکونه له هغه سیمه ییز اوکراییني قلمرو څخه چې د نړیوالو لخوا منل شوی و، وباسي.
هغوی استدلال کاوه چې هر ډول د جګړې درېدل یوازې موسکو ته اجازه ورکوي چې نویو بریدونو ته ځان جوړ کړي.
دا همدغه دلیل و چې د اوکرایین استازي د یوه اوربند له وړاندیز سره جدې ته ورسېدل چې یوازې "په هوا او سمندر کې" وي - خو نه په ځمکه.
د امنیتي ضمانتونو پوښتنه - په اصل کې له روسیې د وقفي د ګټه اخیستلو او نوي بریدونو د پیل پر وړاندې یو ډول محافظت دی چې لا هم نه دی حل شوی.
خو، کېیف باید ځینې امتیازات ترلاسه کړي؛ ځکه چې د امریکا مشرتابه ټینګار وکړ د هر ډول ضمانتونو په اړه خبرې یوازې له اوربند وروسته پیلېدای شي.
د اوربند توافق روسیې ته څه وړاندیز وکړ؟
په تېرو کې، ولادیمیر پوتین د موقتي اوربند د امکان پر ځای غور کړی و، خو کېیف دې وړاندیزونو ته جدي پام نه و کړی
خو پوتین هم د جګړې په اوږد مهال وقفه کې شک ښودلی و.
د بي بي سي د یوې سرچینې په حواله چې له کرملېن سره نژدې ده، د روسیې چارواکو باور درلود چې یو بې شرطه اوربند به په لومړي سر کې کېیف ته ګټه ورسوي ځکه چې روسیې ځواکونو ته که څه هم پام وړ زیانونه اوښتي، لا هم په دونباس او د روسیې په کورسک سیمه کې مخ پر وړاندې روان دي.
که جګړه پرته له کومو امتیازاتو د کېیف له لوري ودرېږي، پوتین ممکن مجبور شي چې جګړه بیا پیل کړي چې په دې سره خپلې موخې ترلاسه کړي، هغه استدلال وکړ، چې په نتیجه کې به د دې باور پیاوړی شي چې "روسیه باور وړ نه ده."
دا لا هم روښانه نه ده چې د اوربند توافق بشپړه ردول د یوري اوشاکوف له څرګندونو وروسته په کار دي که نه. خو دا به د روسیې او امریکا ترمنځ د خبرو اترو پېچلتیا رامنځته کړي، هغه څه چې د ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ په دوره کې ښه شوي وو.
په حقیقت کې، د ۲۰۲۴ کال په جون کې، ولادیمیر پوتین خپل اصلي شرایط د اوربند لپاره لیست کړل.
په دې شرایطو کې له لوهانسک، دونېتڅک، خرسون او زاپوریژیا سیمو د اوکراییني ځواکونو وتل هم وو چې یوازې ځینې برخې یې اوس د روسیې لخوا اشغال شوي دي له ناټو سره د اوکرایین د یوځای کېدو انکار او د موسکو پر ضد د بندیزونو لیرې کول شامل وو.
هېڅ یو له دې شرایطو نه د سعودي عربستان په غونډه کې د اوربند توافق برخه نه وه.
برعکس، له اوکرایین سره د امریکا د وسلو رسولو او استخباراتي معلوماتو د شریکولو بیا پیلول ممکن پوتین ناراضه کړی وي، چې هغه بیا بیا استدلال کړی و اوکرایین ته د پوځي مرستو ورکول د جګړې د دوام یو له لاملونو و.
ایا د پراخې هوکړې لپاره کومه طرحه شته؟
روسیه او اوکرایین وايي دوی د شخړې لپاره د یو ثابت حل په لټه کې دي، نه یوازې د جګړې لنډه وقفه. نو څه شی د دې لامل کېږي چې ګونګ اړخونه د پراخې سولې تړون په اړه کار پیل نه کړي؟
د بي بي سي یوې سرچینې چې له کرملېن سره نژدې ده یادونه کوي چې د موسکو او کېیف ترمنځ د مستقیمو خبرو د نه شتون له امله، هېڅوک اوس مهال داسې یوه ځانګړې طرحه نه لري چې د دواړو جګړه ځپلو اړخونو د دریځونو په پام کې نیولو سره پرېکړه وکړي.
سرچینه وايي: "موږ ته اړتیا ده چې اسناد ترتیب کړو او دا وخت نیسي. موږ باید له اوکرایینیانو سره د کېناستو او د [اوکرایین لپاره د امنیتي تضمینونو] په اړه بحث وکړو او همدارنګه هڅه وکړو چې پوه شو پوتین کومې 'سرې کرښې' لري".
د دې وضعیت پېچلتیا هم دا ده چې نه روسیه او نه اوکرایین د سولې خبرو لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی.
اروپا په فعاله توګه د یوې طرحې په لټه کې ده او په تېره یوه میاشت کې د اوکرایین ملاتړو هېوادونو څو اضطراري غونډې په دې اړه جوړې کړې دي.
خو، ان هلته هم، د کېیف لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه هوکړه نه ده شوې.
د نادولتي امریکايي سازمان رنډ کارپورېشن یو لوړپوړی څېړونکی ساموېل چاراپ وايي "دا خورا سخت او له سیاسي پلوه پېچلي موضوعات دي".
هغه وايي او استدلال کوي چې روسیه او اوکرایین باید د سولې لپاره د یوه پراخ پلان لپاره په مستقیمو خبرو کې ښکېل شي "دا به دوه هېوادونه ته اړتیا ولري چې په یوه وحشیانه جګړه کې ښکېل شوي وي، چې بې باورۍ ته رسېدلي تشدد سره مخ دي او باید سختې هوکړې وکړي. او دا خورا ګران کار دی".
جان لوګ، چې د نوي یوریشیا ستراتیژیو لپاره د مرکز (نېسټ) یو لوړ پوړی همکار او د مسکو کې پخوانی ناټو استازی دی، له دې سره موافق دی چې راتلونکې کې سختې ننګونې شته.
"دلته د جبران ورکولو او د کندګل شویو شتمنیو مسایل شته. دا به میاشتې، که نه کلونه، وخت ونیسي چې حل شي".
جوړجاړی څه ډول کېدای شي؟
د دواړو خواوو د دریځونو د توپیر یوه ښه بېلګه اوکرایین ته د سوله ساتو ځواکونو د احتمالي ځای پرځای کولو په اړه بحث دی.
فرانسه او بریتانیا په تیورۍ کې د دې نظر ترټولو قوي ملاتړي دي. نور هېوادونه، لکه ډنمارک او استرالیا هم د ګډون لپاره چمتو دي.
خو، د یو اروپایي ډیپلومات له قوله چې د اوکرایین په اړه په ۲۰۲۵ کال کې د لندن سرمشریزې پر مهال له خبرو خبر دی، چې رسمي سرلیک یې "د خپل راتلونکي خوندي کولو لپاره د لندن سرمشریزه" دی، ډېری هېوادونه په دې برخه کې ډېر خوښ نه دي چې برخه واخلي.
لندن ممکن هیله درلوده چې نور هېوادونه به د سولې ساتونکو د استولو په اړه د دې فکر تعقیب کړي، خو د دې کار ترسره کول لا نه دی شوی ځکه چې ډېری اروپایي هېوادونه اوسمهال د خپلو کورنيو سیاستي وضعیتونو سره مخ دي.
همدا رنګه، دا هم نه دی روښانه چې ایا امریکایي چارواکي به د احتمالي اروپایي سولې ساتونکو ته کومه مرسته یا تضمین ورکړي. د بریتانیا لومړی وزیر کېیر سټارمر ویلي پرته له امریکایي ملاتړه، د سولې ساتنې ماموریت ممکن نه وي.
روسی چارواکي د اروپایي سولې ساتونکو د ځای پر ځای کولو پر وړاندې ټینګ مخالفت لري او موسکو بیا بیا ویلي چې دوی نه غواړي د ناټو ځواکونه خپلو سرحدونو ته نژدې وویني.
د رنډ کارپورېشن ساموېل چاراپ په وینا، یو واقعي امنیتي تضمین کېدای شي یوه داسې هوکړه وي چې په ۱۹۷۵ کال په کې مصر د سولې د خبرو په جریان کې د امریکا او اسرائیل ترمنځ د تړونونو یادګار وي.
په هغه وخت کې واشنګټن اوربند ته په رسېدو سره مرسته وکړه او له اسرائیل سره یې ژمنه وکړه چې که قاهره د ترمیمولو په تړاو له تړون سرغړونه وکړي، امریکا به "ترمیمي عمل" ترسره کړي.
دا نظر د بي بي سي د یوې سرچینې لخوا چې له کرملېن سره نژدې ده، هم شریک شوی دی، چې استدلال کوي داسې یوه وړاندیز به پوتین ته په اوکرایین کې د یوه مسلح اروپایي ځواک د شتون پر ځای ډېر مناسب وي.
اروپایي مشران ژمنه کوي که د امریکا دریځ هرڅه وي، دوی به د ېکیف لپاره پوځي ملاتړ ته دوام ورکوي.
خو کرملېن، لږ تر لږه د جګړې د پیل په لومړیو کې، د اوکرایین د پوځ د شمېر پام وړ کمولو غوښتنه کړې وه او د هېواد "ناپوځي کول" یې له خپلو اصلي اهدافو ګڼلی و.
د دې پوښتنه چې روسیه په اوکرایین کې کومې پخلاینې او تېرېدنې ته چمتو ده، لا هم پرانیستې ده. پوتین تېره ااونۍ د روسي سرتېرو له کورنیو سره د ژمنې پرمهال وویل: "موږ هغه څه نه پرېږدو چې زموږ دي".
ډونلډ ټرمپ مسکو ته ګواښ کوي که امتیازات ورنه کړي نو نور بندیزونه به هم ولګوي. خو واشنګټن له اوربند پرته له مسکو د کومو ځانګړو امتیازاتو تمه لري، لا نه ده روښانه.
دا تر یوه حده د اوسني ناڅرګندتیا له امله ده چې د امریکا نوې اداره په ټولیزه توګه له مسکو سره له خپلو اړیکو څه تمه لري.
ساموېل چاراپ وویل: "ایا دوی له روسیې سره د اړیکو عادي کولو ته د هدف په سترګه ګوري او غواړي چې د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره اوربند ته اړتیا لري؟ یا ایا دوی اوربند د هدف په توګه ګوري او د اړیکو ځینې عادي کول دې هدف ته د رسېدو لپاره یوه لاره ګڼي؟ موږ یوازې نه پوهېږو".