تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین وايي له داسې اوربند سره موافق دی چې "د تلپاتې سولې او بنسټیزو مسلو حل" ته لاره هواره کړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې د امریکایي ډیپلوماتانو د مسکو سفر په ورته وخت کې په یوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شو، وویل هغه به په اوکرایین کې له وړاندیز شوي اوربند سره په دې شرط موافقه وکړي که دا جګړه پای ته ورسوي، دایمي سولې ته لاره هواره کړي خو وايي دا باید د کړکېچ "د ریښو عوامل" له منځه یوسي.
د روسیې ولسمشر، چې د بېلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره یوځای په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل:
"د دې جګړې د پای ته رسولو او سولې د ټینګولو مفکوره ښه ده او موږ یې ملاتړ کوو ... خو که موږ اوس اوربند وکړو، څوک به یې څارنه وکړي چې سرغړونه کېږي که نه؟" "... داسې مسلې شته چې لومړی باید د دواړو خواوو لخوا بیاکتنه او خبرې اترې پرې وشي."
ښاغلي پوتین زیاته کړه چې د هغه په اند، "موږ باید له خپلو امریکایي همکارانو سره خبرې اترې وکړو او شاید د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره تېلیفوني اړیکه اړینه وي."
روسیې د امریکا له لوري په سعودي عرستان کې له اوکراييني چارواکو سره تر مذاکراتو وروسته وړاندیز شوی ۳۰ ورځنی اوربند رد کړی دی.
د پوتین مرستیال یوري یوشاکوف روسي رسنیو سره په خبرو کې د امریکا له لوري وړاندیز شوي ۳۰ ورځني بېړني اوربند سره مخالفت ښکاره کړی او رد کړی یې دی.
ښاغلي یوشاکوف ویلي چې دا به د اوکرايين پوځ ته د لنډمهال لپاره د ارام کولو فرصت نه پرته بل څه نه وي چې دوی بېرته له سره پکې راټول شي.
هغه همدا راز زیاته کړه چې روسیه "په اوکرايين کې د سولې داسې یوه اوږدمهاله جوړجاړي په لټه کې دي چې د مسکو ګټې پکې خوندي او اندېښنې یې پکې په پام کې نیول شوې وي."
ښاغلي یوشاکوف ویلي چې د روسیې او امریکا تر منځ "د نظرونو تبادله په ارام ډول روانه ده" او په وینا یې، امریکا اوس پر دې ښه پوهېدلې چې په ناټو کې د اوکرايين د غړیتوب خو اوس هېڅ سوال هم نه پيدا کېږي.
تر هغه وروسته چې په اوکرايين کې د امریکا له لوري وړاندیز شوي ۳۰ ورځني بېړني اوربند ته کيېف چمتوالی ښکاره کړ، کریملېن ویلي وو، تر هغه چې د دغو خبرو د پایلو په اړه معلومات ور نه کړل شي، دوی د اوربند د منلو او یا نه منلو په اړه تبصره نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې اوکرايين او روسیې پر یوه او بل تازه بریدونه کړي دي.
د روسیې پوځ ویلي په کورسک سیمه کې یې اصلي ښارګوټی سودژا نیولی چې د اوکراییني ځواکونو په لاس کې و. بي بي سي لا په خپلواک ډول دغه ادعا نشي تأييدولی.
روسیې د کورسک سیمې په مالایا لوکنیا کلیوالي سیمه کې د خپلو سرتېرو د حضور تصویرونه هم خپاره کړي.
له دې وړاندې د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کرېملېن ویلي وو، له اوکرایینه د کورسک سیمې د بېرته نیولو په وروستيو پړاوونو کې دي. دغه سیمه تېر کال اوکرایین لاندې کړې وه.
کېیف هم ويلي، له هغه ځایه به یې ځواکونه ووځي.
ورسره جوخت، د امریکا یو پلاوی د ډزبندۍ پر سر د خبرو لپاره مسکو ته پر لاره دی.
د کرېملېن ویاند دیمیتري پېسکوف وايي، د ولسمشر پوتین سلاکار یوري اوشاکوف او د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والتز پرون ټلېفوني خبرې هم کړې. ښاغلي پېسکوف د ټلېفون له لارې خبریالانو ته وویل، د امریکا د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته نور معلومات هم ورکړي چې اوس دا روسیې ته د دې فرصت ورکوي چې پر وړاندیز شوي پروپوزل خبرې وکړي.
هغه ویلي " وار له مخه اړیکې شوي. پرون د والتز او اوکاشوف تر منځ تلېفوني خبرې وشوې. روسي لوري ته مشخص معلومات ورکړل شوي. د ځواب اړوند باید ووایم چې تاسو هم پوهېږئ خبرې شوي او دواړو ښاغلي والتز او ښاغلي روبیو ویلي چې روسي اړخ ته به له بېلو لارو معلومات ورکړي. روسیې ته د معلوماتو د ورکړې بهیر روان دی. کله چې معلومات را ورسېدل، البته نه د رسنیو له لارې، بلکه دوه اړخیز بحث له لارې نو بیا به د دریځ د جوړولو وخت وي".
تېره ورځ د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین په پوځي دریشۍ کې په ناڅاپي ډول د روسیې خوا کورسک سیمې نه لیدنه کړې.
د روسي رسنیو د رپوټ له مخې، هغه پوځ ته امر کړی چې کورسک سيمه "په بشپړ ډول ازاده کړي."
د کورسک یوه برخه په تېره اګست میاشت کې اوکرايين له روسیې ونیوه او پرون چهارشنبې (کب ۲۲/مارچ ۱۲) هلته له هماغه راهیسې د ولسمشر پوتین دا لومړی سفر دی.
کریملېن وايي، ولسمشر پوتین ته ویل شوي چې روسي ځواکونه د خپلو عملیاتو په وروستي پړاو کې دي چې اوکراييني سرتېرو نه بېرته د کورسک سيمه ونیسي.
روسیې او اوکرايين پر یوه بل د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي
د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه یې دافع هوا د اوکرايين ۷۷ ډرون یا بې پيلوټه الوتکې راغورځولې دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له یاد شمېر یې شپږ بې پیلوټه د کورسک په سیمه کې ویشتلې دي چیرې چې روسي ځواکونه له اوکراييني هغو د دې ولکه شوې برخې د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو په وروستي پړاو کې دي.
هاخوا اوکرايين بیا وايي چې تېره شپه یې د روسیې له ۱۱۷ ډرون الوتکو ۷۷ دانې راغورځولې دي.
رپوټونه وايي چې له کورسک سیمې روسیې 'اسکندر-اېم' بالیستیک توغندی هم توغولی دی.
تازه بریدونو کې د اوکرايين سومي، اوډيسا، خرکیف او کيېف سیمې زیانمنې شوې دي.
د دنیپروپيترووسکي والي ویلي چې د روسیو بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې په دنيپرو ښار کې درې تنه ژوبل شوي دي.
د اوربند هڅې
د جګړې او پر یوه او بل له بریدونو سره هممهاله لا هم هلته د امریکا په منځګړیتوب د اوربند هڅې روانې دي.
سپينه ماڼۍ وايي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والتز له خپل روسي سیال سره خبرې کړې دي او د سيایاې مشر هم ورسره غږېدلی دی.
ټاکل شوې په نږدې وخت کې به د روسیې لپاره د ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټيف وېټکوف مسکو ته سفر وکړي.
د یادولو ده چې په سعودي عربستان کې له اوکراييني چارواکو سره تر خبرو وروسته پرون چهارشنبې (کب ۲۲/مارچ ۱۲) امریکايي پلاوي وویل چې اوکرايين د دوی له وړاندیز شوي ۳۰ ورځني بېړني اوربند سره هوکړه کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې په دغو خبرو کې د امریکا استازیتوب کوي، ویلي وو چې د اوکرايين تر منلو وروسته د اوربند وړاندیز د روسیې په مخ کې ږدي او دا چې، "اوس د لوبې په ډګر کې توپ له روسیې سره دی."
د اوکرايين ولسمشر ولودیمیر زيلېنسکي هم ویلي وو چې اوس د امریکا کار دی چې څنګه روسیه د دغه "مثبت وړاندیز" منلو ته رضا کوي.
خو کریملېن ویلي وو، تر هغه چې د دغو خبرو د پایلو په اړه معلومات ور نه کړل شي، دوی د اوربند د منلو او یا نه منلو په اړه تبصره نه کوي.
شنونکو اندېښنه څرګنده کړې وه چې دا په څو کلونو کې لومړی ځل دی چې پوتین په پوځي جامه کې د جګړې سیمې ته ځي او له دې کبله دا باور سخت دی چې ګواکې هغه دې په اوکرايين کې سولې یا اوربند ته لېواله وي.