کرېکټ؛ د اسټرالیا سوداګریز لیګ کې سږ کال ولې افغان او پاکستاني لوبغاړي له پامه غورځول شوې؟

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، نیوز

د اسټرالیا د کرېکټ سوداګریز لیګ (بېګ باش) ۱۴م پړاو سیالیو ته ۲۹ افغان او ۷۰ پاکستاني لوبغاړو نوم لیکنه کړې وه، خو دغه لیګ کې دا ځل په بې ساري ډول د دغو هېوادونو لوبغاړي له پامه غورځول شوي دي.

د ۲۰۲۴م کال بېګ باش مشهورو سیالیو ته دا ځل کوم افغان لوبغاړی نه دی غوره شوی او د لسګونو پاکستاني لوبغاړو تر منځ هم یوازې یو لوبغاړی اخيستل شوی دی.

پاکستانی غوره شوی لوبغاړی اسامه میر دی، چې ورو لېګ بالر دی. دی نن (یکشنبه) د بولۍ په دریم پړاو کې میلبرون سټار لوبډلې غوره کړ.

اسامه میر په تېر کې هم له دې لوبډلې سره پاتې شوی، خو بلې هېڅ یوې لوبډلې کوم پاکستانی لوبغاړی نه دی اخیستی.

محمد نبي، راشد خان، مجیب الرحمان، قیس احمد، ظاهر خان او ځینې نور افغان لوبغاړي په تېر کې بیګ باش ته لوبېدلې، خو تېر کال راشد خان له دې سیالیو لاس پر سر شوی و.

راشد خان هغه مهال ویلي و، چې که اسټرالیا له افغانستان سره رسمي لوبو ته زړه نه ښه کوي، نو دی هم نه غواړي هلته ولوبېږي.

اسټرالیا په تېر کې له افغانستان سره ځینې سیالۍ له دې کبله چې د طالبانو حکومت یې د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړی و لغو کړې دي.

افغان لوبډلې بیا تېر شل اوریز نړیوال جام کې اسټرالیا لوبډلې ته تاریخي ماته ورکړه چې له کبله یې اسټرالیا د نیمه پایلوبې له سیالیو هم ووتله.

د ۲۳م جون دا بریا افغان لوبډلې او افغانانو په خورا ولولو ونمانځله.

دا چې اسټرالیا سږ کال ولې پاکستاني او افغان لوبغاړي نه دي غوره کړي رسما واضح څه نشته، خو د لوبو یو څارونکی محمد واصل وصال وايي، "د افغانستان او اسټرالیا تر منځ د کرېکټ اړیکې ډېرې خوندورې نه دي، خو دا چې د پاکستان لوبغاړي هم له پامه غورځل شوي اصلي لامل یې دا هم کېدای شي چې په ټوله کې سږني سیزن کې اسیايي لوبغاړو ته پاملرنه کمه وه."

د دې تر څنګ ویل کېږي د لوبغاړو په غوراوي کې د اړونده هېوادونو راتلونکو لوبو ته کتل کېږي چې ایا لوبغاړي ورته په ټولو سیالیو کې حاضریدای شي که نه؟

د داسې سیالیو تنظیمونکي لوبغاړو ته په بهرنیو لیګونو کې د لوبېدو په اړه د کرېکټ بورډونو تګلارې هم ارزوي، د افغانستان کرېکټ بورډ تېر کال د بېګ باش سیالیو پر مهال په دریو افغان لوبغاړو د بندیز اعلان وکړ، خو وروسته یې وویل چې له لوبغاړو سره هوکړې ته رسېدلې او پرېکړه بېرته اخلي.

د بېګ باش سږنیو سیالیو ته د کوم هېواد لوبغاړي غوره شوي؟

د بېګ باش سوداګریز لیګ سیالیو ته لوبغاړي د بولۍ (ازادې سیالۍ) له لارې غوره کېږي چې نن (یکشنبه) تر سره شوه.

په دغې بولۍ کې ټول ټال ۴۹ بهرني لوبغاړي غوره شوي چې پکې تر ټولو ډېر بهرني لوبغاړي د انګلنډ وپیرل شول، د نیوزیلنډ او وېسټ انډيز لوبغاړي هم د پام دي، خو د پاکستان او بنګله دېش یو یو لوبغاړی غوره شوی دی.

د بېګ باش سږنۍ لوبې د ډېسمبر په میاشت کې پیلېږي او د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ تر ۲۷مې دوام کوي.