تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اتريش وايي په جرمونو کې ښکېل افغانان بېرته خپل هېواد ته استوي
په اتریش کې چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د امنیت وضعیت ته په کتو سره په ځینو قضیو کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو يا ډیپورټ کولو اجازه ورکوي.
اتریش له جرمني وروسته دویم اروپايي هېواد دی، چې وايي، هغه افغانان به بېرته افغانستان ته واستوي، چې په دې هېواد کې یې کوم جرم کړی او محکوم شوي وي.
د یادونې ده، چې تېره جمعه جرمني ۲۸ داسې افغانان بېرته کابل ته واستول چې په جرمني کې یې جرمونو کې لاس درلود او په سزا محکوم شوي وو.
دا لومړی ځل و، چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یو شمېر افغانان مخامخ کابل ته ډیپورټ شول.
د یورو نیوز خبري شبکې په تازه رپوټ کې د اتریش چارواکو له قوله ویل شوي، چې ویانا له برلین سره په ګډه کار کوي، چې کابل ته د افغانانو استولو چاره په شریکه پر مخ یوړل شي.
د یورو نیوز په رپوټ کې د اتریش لومړي وزير کارل نیهامیر له قوله ویل شوي، "د کورنیو چارو وزیر له خورا اوږدې مودې راهیسې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره مذاکرات کوي، چې افغانستان ته د کسانو استولو موضوع ته حل وموندل شي، ځکه اتریش هم افغانستان او سوریې ته کسان ډیپورټ کوي. اوس نو دویم ګام به دا وي، چې مخامخ افغانستان او سوریې ته کسان واستول شي."
د یادونې ده، چې د اتریش کورنیو چارو وزیر ګیرهارډ کارنیر د جرمني پرېکړه "ډېره ښه بللې."
نوموړي په تېره مارچ میاشت کې په دې هکله ویلي وو، چې سوریې او افغانستان ته د خلکو پر ډیپورټ کولو د اروپايي ټولنې پر بندیز باید له سره غور وشي. نوموړي دا چاره "اړینه او بېړنیزه" بللې وه.
له دې مخکې د تېرې جمعې پر ورځ جرمني په یوه نا اعلان شوي اقدام کې ۲۸ افغانان چې په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي وو، کابل ته واستول.
د بښنې نړیوال سازمان بیا له جرمني د افغانانو د دې ډلې د اخراج په غبرګون کې ویلي وو چې دا کار له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.
د بشري حقونو دغه سازمان غیرقانوني اعدامونو، جبري ورکېدل، شکنجو او د نجونو او ښځو سیستماتیک محکومیت ته په اشارې سره ویلي و، هیڅوک باید افغانستان ته وا نه ستول شي.