تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جرمني د ۲۸ کسانو له ایستلو سره افغانستان ته د هغو افغانانو استول پیل کړل، چې په جرمونو کې ښکېل وي
بي بي سي پښتو پاڼې ته د کابل هوايي ډګر کې د طالبانو د حکومت چارواکو تایید کړې، چې له جرمني اېستل شوي افغانان کابل ته رسېدلي دي.
د بي بي سي خبریال حفیظ الله معروف چې کابل هوایي ډاګر ته ورغلی وایي، په ځایي وخت درې بجې دوه الوتکې هوایي ډګر کې ښکته شوې چې یوه یې له دوحې او بله له دوبۍ ورغلې ده.
ویل کېږی، چې له همدغو الوتکو په یوې کې یې له جرمني ایستل شوي کسان سپاره وو.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې، چې طالبان بیا واک ته ورسیدل، د جمعې پر ورځ(اګست ۳۰مه) دغه افغانان له خپل هېواده بهر کړل.
د جمعې پر ورځ د جرمني له لایپزیګ ښاره هغه بوئینګ ۷۸۷ ډوله الوتکه چې ۲۸ افغانان پکې ناست وو، له ځايي وخت سره سم ګېځ نژدې اووه بجې د کابل پر لور والوته.
د جرمني حکومت ویاند سټېفن هبسټریټ وویل، ''دا ټول هغه افغان وګړي وو، چې ټول د جرمونو له کبله محکوم شوي وو، دوی په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه درلود او د دوی د ډیپورټ کولو امرونه صادر شوي وو.''
نوموړي د افغان کډوالو د جرمونو د بڼې څرګندونه و نه کړه.
د اي پي خبري اژانس په رپوټ کې راغلي، جرمني افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري، خو دا هېواد غواړي له نورو لارو اړونده چارې ترسره کړي.
رپوټونه وایي چې د دې کډوالو د ستنولو لپاره قطري چارواکو د جرمني او طالبانو حکومت ترمنځ خبرې کړې دي.
د کډوالو دا ستنونه په جرمني کې د چاقو له یوه وژونکي برید څخه یوه اوونۍ وروسته کېږي. په هغه بريد کې يوې ۵۶ کلنې مېرمنې، دوه نارينه وو، چې ۵۶ او ۶۷ کاله عمر لري خپل ژوند وبايله.
د جرمني لومړي وزير اولاف شولتز دا بريد يو "وحشيانه عمل" بللی و او وړاندې يې ويلي وو، چې په دغه بريد کې ښکېل کسان دې ژر تر ژره ونيول شي.
د اې پي رپوټ پر بنسټ یاد برید ترسره کولو باندې یو سوریایی وګړی تورن دی، چې جرمني کې یې پناه اخیستې وه.
دې رپوټ کې راغلي، چې ټاکل شوې وه، یاد تورن کس تېر کال بلغاریا ته دېپورټ کړي خو د رپوټونو له مخې د یو څه وخت لپاره نادرکه و او بهر کېدو څخه یې ډډه کوله.
همدارنګه ویل شوي، چې یاد سوریايی د وژنې او په یوه ترهګریز سازمان کې د غړیتوب په شک کې د تېرې یکشنبې په ورځ ونیولی شو، چې څېړنې یې روانې دي.
اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې پرته له دې، چې شواهد وړاندې کړي د جمعې د ورځې د برید مسوولیت ومانه.
نوموړې ډلې په خپل خبري سایټ کې ویلي، چې بریدګر عیسویان په نښه کړي او دا بریدونه یې "د فلسطین او نورو مسلمانانو د غچ اخیستو په پار ترسره کړي."
دا ادعا په خپلواکه توګه نشي تائیدلی.
د جون په میاشت کې د جرمني چارواکو ویلي و، چې افغان او سوریي مجرمین به له خپل هېواده څخه بهر کوي.
جرمنی یو له هغو هېوادونو څخه ده چې ګڼ شمېر افغان کډوالو ته یې پناه ورکړې.
همدارنګه ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې چې د افغانستان جمهوري نظام سقوط وکړ، جرمني لوی شمېر افغانان په الوتکو که په مستقیم ډول خپل هېواد ته انتقال کړل چې پناه ورکړي.