تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېملین: بایډن لخوا اوکرایین ته روسیه کې دننه د امریکايي توغندیو د کارولو اجازه پر اور تېل پاشي
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د امریکا ولسمشر جو بایډن لخوا اوکرایین ته د دې اجازه چې د دوی لخوا ورکړل شوي اوږدواټنه توغندي روسیه کې دننه د اهدافو ویشتلو لپاره کارولی شي، د جګړې پر اور تېل پاشي.
مسکو خبرداری ورکړی چې که په روسیه کې دننه د لویدیځ جوړو وسلو ګوزارونه وشي، دوی به هغوی مسؤول ګڼي چې کیېف ته یې د دغو وسلو د کارولو اجازه ورکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤول جوزېف بورېل هیله ښودلې چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه به هم د امریکا پر پلونو لاړ شي او اوکرایین ته به روسیه کې دننه پر اهدافو بریدونو لپاره د وسلو د کارولو اجازه ورکړي.
مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو، چې ولسمشر بایډن اوکرایین ته دا اجازه ورکړې خو په رسمي ډول یې اعلان نه دی شوی.
مسکو ویلي، که د لویدیځ وسلې په روسیه کې دننه د اهدافو ویشتلو ته وکارېږي، نو مسوول به یې اوکرایین نه بلکې هغه حکومتونه وي چې د دې چارې اجازه یې ورکړې.
فکر کېږي چې اوکرایین دغه توغندي د روسیې په کورسک سیمه کې د خپلو ځواکونو دفاع لپاره کاروي.
ورته مهال د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤول جوزېف بورېل ویلي، هیله لري نور اروپايي هېوادونه هم د روسیې دننه اهدافو ويشتلو لپاره د خپلو وسلو د کارولو اجازه ورکړي.
ښاغلي بورېل زیاته کړې، اوکرایین باید یوازې دا اجازه ونه لري چې پرې لګېدونکي ګوزارونه ودروي، بلکې پخپله ګوزار هم وکولی شي.
فرانسې چې اوکرایین ته یې اوږد واټن ویشتونکي توغندي ورکړي، ویلي چې په روسیه کې دننه اهدافو ته د خپلو وسلو د کارېدو پر غوراوي لا هم فکر کوي.
په اوکرایین کې د بي بي سي خبریال وايي، فرانسه او اوکرایین د واشنګټن اقدام ته منتظر دي چې که د اجازې اعلان وکړي دوی یې هم ښايي تعقیب کړي.
دا پرمختګونه داسې مهال دي چې روسیې د شنبې او یکشنبې ترمنځ پر شپه اوکرایین کې د انرژۍ پر تاسیساتو براخ بریدونه وکړل.
په امريکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نيوز د لوړ پوړو امریکايي چارواکو له خولي دا خبره تائيد کړې ده. خو سپینې ماڼۍ او پنټاګون تر اوسه د دغه خبر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي. که چېرې دغه ګام پلی شي دا به د روسيې او اوکرايين د جګړې په اړه د امریکا په سياست کې د پام وړ بدلون وي.
د اوکرایین ولسمشر ولودمير زیلېنسکي د روسیې په خاوره کې د موخو په نښه کولو لپاره د اوږد واټن ويشتونکو امريکايي توغنديو کارولو اجازه نه ده تائيد کړي خو ويلي يې دي چې "رسنۍ وايي داسې جواز ورکړل شوی. بريدونه په خبرو نه کېږي، توغندي به خپله ځان وښيي."
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي له څو مياشتو راهيسې د دې غوښتنه کوله چې امريکا دې پر لرې واټن ويشتونکو توغنديو بنديز لرې کړي تر څو اوکرايين وکولی شي په روسيه کې موخې په نښه کړي.
رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي، اوکرایین پلان لري چې په راتلونکو ورځو کې د اوږد واټن بریدونه پیل کړي، خو د امنیتي اندېښنو له امله یې جزیات نه دي په ډاګه شوي.
د يادونې وړ ده چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين تر دې وړاندې لوېديځو هېوادونو ته د دې بنديزو د لرې کولو په اړه خبرداری ورکړی و.
نوموړي د روان کال په سپټمبر مياشت کې ويلي وو "که چېرې داسې وشي دا به په جګړه کې د ناټو د مخامخ ښکېلېدو په معنی وي."
پوتين زياته کړې وه، "دا به په دې معنی وي چې د ناټو هېوادونه، امریکا او اروپايي هېوادونه د روسيې پر خلاف جنګېږي."
د امريکا د لرې واټن توغنديو سيستم څه ډول دی؟
د اوږد واټن دا توغندي د امریکايۍ لاک هېډ مارټن شرکت له خوا جوړ شوي دي.
د دې توغنديو ځانګړتيا دا ده چې تر ۳۰۰ کيلومترو پورې واټن وهلی شي او د چټک سرعت له امله يې ويشتل او له منځه وړل خورا ستونزمن دي.
دا توغندي اوکرايين ته د امريکا له خوا ورکړل شوي او وړاندې اوکرايين په کرايميا کې هم کارولي دي.
په روسيه کې دننه د بريدونو لپاره د امریکايي توغنديو د کارولو پرېکړه د اوکرايين له خوا له پرلپسې غوښتنو وروسته په داسې حال کې شوې چې د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ لوړې ته دوه مياشتې وخت پاتې دی. ښاغلي زيلېنسکي تل د اوکرايين له پولو لرې د روسيې پوځي موخو په نښه کولو لپاه د امريکايي وسلو د کارولو اجازه غوښته.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اوکرايين ولسمشر ويللي وو، ډاډه دی چې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال به له روسيې سره د اوکرايين جګړه له هغې مخکې چې تمه يې کېده "ژر پای ته ورسېږي."
ډونلډ ټرمپ تل دا وايي چې د هغه لومړيتوب د جګړې پايته رسول دي، هغه جګړه چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ پر اوکرايين د روسيې له يرغل سره پیل شوه او نوموړی يې د پوځي مرستو په بڼه د امريکا د سرچينو ضايع کېدل بولي.
د روان کال په پيل کې د امريکا د استازو جرګې د اوکرايين لپاره د ۶۱ ميليارده ډالرو پوځي مرستې ټولګه تصويب کړه.
امریکا اوکرايین ته تر ټولو ډېرې وسلې ورکوي. د نړيوال اقتصاد لپاره د کيل انسټيټوټ په وينا د جګړې له پيله د ۲۰۲۴ کال د جون تر پايه امریکا د ۵۵،۵ ميلياردو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات دغه هېواد ته لېږلي او يا يې د استولو ژمنه کړې ده.