زيلېنسکي وايي د ولسمشر په توګه د ټرمپ په دوره کې به د اوکرايين جګړه "ژر پای ته" ورسېږي

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي وايي ډاډه دی چې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال به له روسيې سره د اوکرايين جګړه له هغې مخکې چې تمه يې کېده "ژر پای ته ورسېږي."

زيلېنسکي وايي، د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له بريا وروسته يې له ښاغلي ټرمپ سره "رغنده ټيليفوني خبرې" کړې دي خو دا يې نه دي ويلي چې له روسيې سره د احتمالي خبرو په اړه ښاغلي ټرمپ کومې غوښتنې کړې خو وايي چې له هغه څخه ده داسې څه نه دي اورېدلي چې د اوکرايين له دريځ سره مخالف وي.

ډونلډ ټرمپ تل دا وايي چې د هغه لومړيتوب د جګړې پايته رسول دي، هغه جګړه چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ پر اوکرايين د روسيې له يرغل سره پیل شوه او نوموړی يې د پوځي مرستو په بڼه د امريکا د سرچينو ضايع کېدل بولي.

د روان کال په پيل کې د امريکا د استازو جرګې د اوکرايين لپاره د ۶۱ ميليارده ډالرو پوځي مرستې ټولګه تصويب کړه.

امریکا اوکرايین ته تر ټولو ډېرې وسلې ورکوي. د نړيوال اقتصاد لپاره د کيل انسټيټوټ په وينا د جګړې له پيله د ۲۰۲۴ کال د جون تر پايه امریکا د ۵۵،۵ ميلياردو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات دغه هېواد ته لېږلي او يا يې د استولو ژمنه کړې ده.

خو په امریکا کې په کور دننه داسې برېښي چې د اوکرايین لپاره وسله وال ملاتړ يو څه کم شوی په ځانګړې توګه د جمهوريپالو رايه ورکوونکو په منځ کې چې ټرمپ په برياليتوب ترلاسه کړ.

د امریکا د ټاکنيز کمپاین پر مهال ډونلډ ټرمپ ژمنه وکړه چې جګړه به په "يوه ورځ" کې پای ته ورسوي، خو تراوسه يې دا نه ده په ډاګه کړې چې دا کار به څه ډول ترسره کوي.

ولودمير زيلېنسکي له اوکرايينۍ رسنۍ "سوسپلين" سره په مرکه کې وويل، "دا ښکاره ده چې د هغې ډلې د پاليسيو له مخې چې اوس به د سپينې ماڼۍ چارې په لاس کې اخلي جګړه ژر پای ته ورسېږي. دا دوی تګلاره ده او دا يې له خپلو خلکو سره ژمنه کړې ده."

نوموړي زياته کړه "اوکرايین بايد هر هغه څه وکړي چې دا جګړه د راتلونکي کال تر پايه له ډيپلوماتيکو لارو ختمه شي."

د جګړې لومړۍ کرښه تر ډېره په ټپه ولاړه ده، په ۲۰۲۳ کال کې د اوکرايين له خوا ځوابي بريد چې موخه يې د نيول شويو ځمکو بېرته ترلاسه کول وو، بريالی نه و.

روسي ځواکونه د هېواد په ختيځ او جنوب ختيځ کې ځای پر ځای شوي او اوس تر ډېره جګړه په ختيځ دونباس سيمه کې روانه ده.

په واشنګټن د جګړې د مطالعاتو انسټيټيوټ په وينا، د جمعې په ورځ روسيي ځواکونو د ختيځې لومړۍ کرښې په اوږدو کې د پام وړ پرمختګ کړی دا په داسې حال کې ده چې د شمال ختيځ ښار کوپيانسک او ووهلډر په شاوخوا کې هم جګړه روانه ده.

ياد انسټيټيوټ د اوکراييني ځواکونو له خولې ویلي چې د شمال ختيځ خارکيېف سيمه کې هم د روسي ځواکونو هم "محدود" بريدونه دوام لري.

اوکراييني ځواکونو د روسي بريدونو د مخنیوي په پار تېر اوړی د دغه هېواد پر کورسک سيمه بريدونه وکړل چې دا له دويمې نړيوالې جګړې راهيسې د روسيې د خاورې د نيولو لومړنۍ هڅه وه.

زيلېسنکي د دې عملياتو موخه له لومړۍ کرښې د روسي سرتېرو لرې کول ياد کړي وو خو دا روښانه نه ده چې د دې په ترلاسه کولو بريالي شوی او که نه. روسيه توانېدلې چې د خپلو ليکو د پياوړي کولو لپاره په سلګونه زره سرتېري جلب کړي، په داسې حال کې چې د اوکرايين خورا کوچنۍ اردو د لوېديځ له خوا پر چمتو شويو پرمختلليو وسلو تکيه کوي.

خو شنونکي وايي چې په کورسک سيمه کې د اوکرايين له خوا د روسيې د خاورې نيول به د سولې په خبرو کې د دغه هېواد په ګټه مهم رول ولري.

په ډيپلوماټيک حل نوی ټينګار په داسې حال کې کېږي چې د اوکرايين د ننه او بهر د جګړې په اړه د مخ پر زياتېدونکې ستړيا په اړه اندېښنې موجودې دي.

خو ډيپلوماتيک حل چې څه ډول به وي لا هم نا څرګند دی، زيلېنسکي په بيا بيا ويلي د کريميا په ګډون چې روسيې په ۲۰۱۴ کال کې لاندې کړې د اوکرايین هېڅ خاوره دغه هېواد ته نه پرېږدي.

له اوږدې مودې راهيسې د ټرمپ او زيلېنسکي تر منځ اړیکې کړکېچنې وې. ټرمپ په ۲۰۱۹ کال کې د دې تورونو له امله استيضاح شوی و چې پر زيلېنسکي يې فشار راوړی د امريکا د ولسمشر جوبايډن کورنۍ په اړه زيان رسوونکي معلومات راوباسي.

د کلونو اختلاف سره سره ټرمپ ټينګار کړی چې له زيلېنسکي سره خورا ښې اړيکې لري.

کله چې دوی په سپټمبر مياشت کې په نيویارک کې سره وليدل، ټرمپ وويل، چې له دې ناستې يې "ډېر څه زدکړل" او زياته يې کړه دی به دا جګړه "ډېره ژر حل کړي".

د ډونلډ ټرمپ دیموکراتان مخالفین نوموړی د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په نژدېتوب تورنوي او وايي چې د جګړې په اړه د هغه چلن د اوکرایین د تسلیمېدو په معنی دی چې ټوله اروپا به له ګواښ سره مخامخ کړي.

د دې اونۍ په پیل کې، روسیې هغه راپورونه رد کړل چې د پوتین او ټرمپ ترمنځ له ټاکنو څو ورځې وروسته ټیلیفوني خبرې وشوې، په کوم کې چې ویل کېږي نوي ټاکل شوي ولسمشر د جګړې د لا زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی و.