۲۰۲۵ کال او د طالبانو د حکومت ۷ ننګوونې

په ۲۰۲۵ کال کې په سیمه کې داسې ځینې کارونه ترسره شول چې ځینې یې د طالبانو حکومت په ګټه وو او ځینې یې د دوی په تاوان ګڼل کېږي.
د طالبانو حکومت له یو شمېر هېوادونو سره اړیکې پراخې کړې، جرمني او سویډن ته یې د استازو لېږلو سره په اروپا کې د پښې ځای پیدا کړ، خو پر کابل او کندهار د پاکستان هوايي بریدونو ډېر کسان حیران کړل.
که څه هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ اوربند شوی، خو په دوحه، استانبول او ریاض کې څلور پړاوه خبرو د کابل او اسلام اباد ترمنځ ستونزو ته لا بنسټیز حل نه دی پیدا کړی.
اسلام اباد غواړي چې د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو "ټي ټي پي" پر وړاندې عملیات وکړي. اسلام اباد ادعا کوي چې دا ډله د افغانستان له خاورې ناوړه ګټه پورته کوي او له هغه ځایه فعاله ده، خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې د دوی شتون ردوي.
لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ او ټرانزیټ لارې تړلې دي.
د طالبانو د ریس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان په ځای دې خپلې سوداګرۍ ته بدیلې لارې ومومي.
د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو د زیان اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي، خو داسې ښکاري چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له پاکستانه د سوداګریزې خپلواکۍ په لور چټک ګامونه پورته کوي.
د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت د منځنۍ اسیا هېوادونو، ایران، هند او روسیې سره سوداګري پراخوي.
۱. د ریاض خبرو ته هیلې

د پاکستان او طالبانو حکومت پلاويو په سعودي کې د سولې تړون په اړه د څلورم پړاو خبرو لپاره سره ولیدل، خو کومې پایلې ته ونه رسیدل.
د سعودي په منځګړتوب د خبرو بهیر لا هم روان دی. سعودي د پاکستان ستراتېژیک متحد هېواد دی.
پاکستان د افغانستان پر ښارونو په تېره کابل او کندهار ولایتونو باندې په هغه ورځ هوايي بریدونه وکړل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په ډیلی کې له هندي چارواکو سره د اړیکو پر پراخولو خبرې کولې.
دا لیدنه هم د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي او له توغندیزو بریدونو او هوایي نښتو څو میاشتې وروسته وه.
د ځینو شنوونکو په اند په داسې وخت کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونو یو ډول پیغام درلود.
په کابل کې د هند سفارت بېرته خپلې چارې پیل کړې او د کابل او ډیلی ترمنځ څو سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.
ښاغلي متقي د لیندۍ په ۱۳مه په کابل کې په یوه غونډه کې دې زاویې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: "پاکستان حق نه لري چې موږ ته دا حکم وکړي چې خپلې اړیکې څنګه له نورو هېوادونو سره تنظیم کړو."
هغه زیاته کړه:
"پاکستان یو ځل موږ د ټي ټي پي په ملاتړ تورنوي، کله چې خبرې لږ پرمختګ کوي، د بلوڅانو د غورځنګ ستونزه راپورته کېږي، بیا چې موږ لږ مخته ځو، وايي چې هند پکې ښکېل دی. له هند سره زموږ اړیکې سیاسي او اقتصادي دي، موږ ازاد او خپلواک سیاست لرو، له هر هېواد سره د اړیکو لرلو حق لرو، تاسو هم په ډیلي کې سفارت لرئ، تاسو هم تګ راتګ لرئ، تاسو ورسره سوداګري لرئ، نو که موږ دا اړیکې ولرو، نو ولې تاسو اعتراض کوئ؟"
وسلوالو د تېر اپریل په ۲۲مه د هند تر ادارې لاندې کشمیر په پهلګام کې ۲۶ سیلانیان ووژل.
ظاهرا هند یې په غچ کې د مۍ په ۷مه د "لشکر طیبه او جېش محمد ډلو د مرکزونو په نښه کولو لپاره د "سیندور" په نوم عملیات ترسره کړل.
پاکستان هم ځوابي بریدونه پیل کړل، پاکستان بیا د هند هوايي ځواک لږ تر لږه درې رافیل جنګي الوتکې نسکورې کړې او دا ورته یوه لویه لاسته راوړنه وه.
د ډیلي او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ د طالبانو حکومت په ستونزمن حالت کې اچولی و.
پر کابل د پاکستان هوایي بریدونه د تېر اکتوبر په ۹مه پیل شول، ور پسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نهو ورځو جګړه ونښته. بیا هم خپلمنځي تاوتریخوالی وخت ناوخته روان و.
۲. د غنمو په حاصلاتو کې خپلواکي، خو پر پاکستاني درملو تکیه
افغانستان په دې وروستیو کلونو کې پر پاکستاني غنمو خپله تکیه صفر ته ټیټه کړې ده.
د نړۍ او اسیايي بازارونود څار بنسټونو شمېرې ښيي، چې پاکستان په ۲۰۱۵ کال کې، یا لس کاله وړاندې، افغانستان ته د ۳۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت غنم او اوړه صادر کړي وو، خو اوس دا شمېره نږدې صفر ته ټیټه شوې ده.
دا شمېرې ښيي چې افغانستان نور پاکستاني اوړو او غنمو ته اړتیا نه لري او نوي باوري شریکان یې موندلي چې اړیکې یې ورسره د هر کال په تېرېدو پراخېږي.
افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له ازبکستان، قزاقستان او روسیې د ۶۸۹ میلیون ډالرو په ارزښت غنم او اوړه اخیستي وو او تمه ده چې دا شمېر به سږ کال ۷۵۰ میلیون ډالرو ته ورسېږي.
بلخوا بیا د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې افغانستان ته ډېری جعلي درمل "له پاکستانه قاچاق کېږي".
افغانستان له پاکستاني درملو پرته، د درملو له کمښت سره مخامخ دی او تر اوسه یې کافي بدیلونه نه دي موندلي.
اټکل کېږي چې له بندیز مخکې، پاکستاني درملو د افغان بازار شاوخوا "۸۰ سلنه" برخه نیولې وه.
خو د کابل د عامې روغتېا پخواني مشر خوشحال نبي زاده بي بي سي ته وایي، چې پاکستاني درمل د سیمې د ځینو هېوادونو د درملو پرتله "غوره او ارزانه" دي.
د هغه په خبره، "دا ښه نه ده چې سیاست د عامو خلکو لپاره له روغتیايي چوپړونو سره وتړل شي."
۳. له "ټولو اروپایي هېوادونو سره" د ایران تجارت هغومره نه دی لکه د تهران او کابل تر منځ چې دی
د طالبانو حکومت چې بدیلو لارو ته مخه کړه، له ایران سره یې خپله سوداګري پراخه کړه او دې چارې تهران ته دومره ګټه ورسوله چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل، له افغانستان سره د ایران سوداګري دومره ډېره وه چې ان له اروپا سره نه وه.
د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي: "په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران سره سوداګري یو میلیارد او شپږ سوه میلیون ډالرو ته رسېدلې، چې له پاکستان سره تر یو میلیارد او سل میلیون ډالرو سوداګرۍ ډېره ده."
خو له دې سره بیا هم د طالبانو حکومت د لیندۍ یا قوس په ۲۳ مه په تهران کې سیمه ییزې غونډې ته استازی ونه لیږه.
څارونکي وايي، د تهران په غونډه کې طالب استازو ځکه ګډون ونه کړ چې د سعودي په منځګړتوب له پاکستان سره روانو خبرو کې د لاسوهنې شکونه وو.
خو د طالبانو حکومت د نړۍ په هغو یو څو حکومتونو کې و چې د ایران او اسراییل ترمنځ په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې یې له تهرانه ملاتړ وکړ. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد "ایران د دې جګړې ګټونکی" وباله.
د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، ایران د افغانانو بې ساري ډله ییز وتل پیل کړل، ان ځینې افغان کډوال یې د جاسوسۍ په تور شکنجه کړي او ځورولي وو.
د کډوالو اېستلو په اوج کې چې هره ورځ له اسلام کلا "پنځوس زره" افغانان افغانستان ته تلل، د ۲۰۲۵ کال د اګست د ۱۹ په ماښام، هغه بس په اور کې لولپه شو، چې له ایرانه یې ۱۵ افغان کورنۍ دې خوا ته لېږدولې.
۴. د چین له "مرستې پرته" د شمال د تېلو استخراج
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې سږ کال یې ټولټال ۶۰ زره ټنه خام تېل استخراج کړي او "کورنیو تخنیکي ټیمونو او انجینرانو ازاده او رڼه داوطلبۍ" کې پلورلي دي.
د دې تېلو لویه برخه د امو سیند حوزې له قشقري، اق سیند او انګوت ساحل څخه استخراج شوي دي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان بي بي سي ته وویل: "ټول استخراج شوي تېل پر کورنیو شرکتونو پلورل کېږي."
د طالبانو حکومت وایي، د " د بیا بیا سرغړونو" له امله د افچین چینایي شرکت کار لغو شو.
اوس د امو سیند د تیلو حوزه کې "۱۸ څاوې" فعالې دي او هره ورځ "۱۱۰۰ ټنه" خام تېل ترې اېستل کېږي.
د راپورونو له مخې د افغانستان او چین ترمنځ د مس عینک کان د تاریخي تړون له لاسلیک اوولس کاله وروسته هم د دغه کان کېندنه لا نه ده پیل شوې.
کارپوهانو او په دې پروژه کې له نږدې ښکیلو کسانو بي بي سي ته وویل، " ښايي چین ونه غواړي" چې د مس عینک کان کېندل پیل کړي، خو د طالبانو حکومت وايي "باوري" دي چې د دغه کان کېندنه به پیل شي او د چین له ایم سي سي سره یې تړون د نورو ۱۵ کلونو لپاره غځولی دی.
۵. د طالبانو حکومت د مشر د نیولو حکم

د عکس سرچینه، Getty Images
د هالنډ په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د طالبانو حکومت د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو امر کړی. دوی پر "بشریت ضد جرمونو" تورن شوي دي.
د طالبانو حکومت د جرمونو نړیوالې محکمې دا ګام"غندلی" او ویلي یې دي چې دا اداره " په رسمیت نه پیژني".
د جرم د ثبوت او نیولو په حالت کې دغه محکمه دغو کسانو ته تر ۳۰ کلونو بند یا په ځینو مواردو کې د عمر قید سزا ور کولی شي. محکمه قربانیانو ته د تاوان ورکولو امر هم کولی شي.
د دې حقوقي بدلون اهمیت دا دی چې اول ځل، هغه چارې د "بشریت ضد جرمونو" د مثال په توګه پیژندل کېږي، چې تر ډېره پکې مستقیم فزیکي تاوتریخوالی نشته او یوازې د جنسیت پر بنسټ او د پراخ محرومیت لپاره کېږي.
۶. په اروپا کې طالبانو ته د پښې د ځای پیدا کېدل
د جرمني په بن او مونیخ کې د افغانستان په کونسلګریو کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت څو ور پېژندل شوي استازي منل شوي.
په سټاکهولم او اوسلو کې د افغانستان د سفارتونو کونسلي برخې هم د طالبانو حکومت ته سپارل شوې دي.
جرمني د طالبانو له حکومت سره په همکارۍ تر اوسه د لسګونو افغان مجرمانو دوه ډلې کابل ته ستنې کړې دي.
خو په لندن، واشنګټن او اوتاوا کې د افغانستان سفارتونه لا هم تړلي دي او رسمي کونسلي او ډیپلوماتېکې اړیکې نشته.
د ایټالیا، کاناډا او اسټرالیا په څېر مهمو هېوادونو کې د افغانستان څو مهم سفارتونه او د ملګرو ملتونو په نیویارک او جنیوا کې د افغانستان استازولي لاهم د جمهوريت د وخت د ټاکل شويو سفیرانو په لاس کې دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، یوازې د هغو سفارتونو یا استازو صادر شوي اسناد د منلو دي، چې د دوی له حکومت سره تعامل لري.
د طالبانو حکومت اوس ۴۴ افغان سفارتونه او کونسلګرۍ کنټرولوي، چې ډېری یې په اسیا کې دي.
په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو حکومت سفیران د سعودي، ترکیې، روسیې او ډیلي په ګډون د یو شمېر هېوادونو پلازمېنو ته لاړل.
د اذربایجان په ګډون ځینې هېوادونو د لومړي ځل لپاره په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستل.
روسیه لومړنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپیژاند. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، د طالبانو له حکومت سره د اړیکو ساتل د افغانستان په پرمختګونو کې مهم دی.

۷. ډونلډ ټرمپ به له بګرام سره څه وکړي؟
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۵ کال په پیل کې، په متحده ایالتونو کې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیلېدو سره مخامخ شو.
ډونلډ ټرمپ چې سپینې ماڼې ته لاړ، د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) د منحلولو فرمان یې صادر کړ، چې ور سره افغانستان ته د امریکا بشري مرستې هم بندې شوې.
ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکا د میلیاردونو ډالرو پاتې وسلو د اېستلو خبره بیا بیا کړې او له دغو وسلو سره یې د طالب ځواکونو پر پرېډ خپګان ښودلی دی. د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۱۵مه، د طالبانو حکومت په بګرام او کندهار پوځي اډو کې پرېډ ونه کړ.
د بګرام پوځي اډې د بېرته نیولو په اړه د ښاغلي ټرمپ خبرې د طالبانو او د سیمې د ځینو هېوادونو له مخالفت سره مخ شوې.
بي بي سي لومړۍ نړیواله رسنۍ ده چې د بګرام ځینو برخو ته د تلو اجازه یې ترلاسه کړه او هلته لاړه.
د متحده ایالتونو حکومت سپینې ماڼۍ ته نږدې د افغان رحمان الله لکڼوال له ډزو وروسته، چې پکې د دغه هېواد د ملي ګارد یو غړی ووژل او بل ټپي شو، افغانانو ته د ویزې ورکړه بنده کړه او دې سره د مهاجرت ځانګړی پروګرام (SIV) هم وځنډول شو.







