د طالبانو حکومت وايي په جرمني کې د کونسلګرۍ چارې له سره پیلوي

په جرمني کې د افغانستان سفارت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جرمني برلین کې د افغانستان سفارت ودانۍ ارشیف تصویر
    • Author, نور محمد سعید
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي، د جرمني په بون ښار کې د افغانستان کونسلګري چارې له سره پیلوي.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد پر اېکس یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي، مراجعین کولای شي، د انلاین نوبت اخیستنې له لارې د دوشنبې له ورځې د جرمني په بون کې د کونسلي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره د افغانستان جنرال کونسلګرۍ ته ورشي.

په پیغام کې زیاته شوې، چې په نژدې راتلونکي کې به دې کونسلګرۍ کې د پاسپورټ د چاپ چارې هم پیل شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د تېر کال (۲۰۲۴) په جولای مياشت کې اعلان کړی و چې په يو شمېر اروپايي هېوادونو، کاناډا او اسټراليا کې د افغانستان د سفارتونو له خوا صادر شوي سندونه نه مني. د افغانستان د پخواني حکومت له خوا ټاکل شوي ديپلوماتانو په دې استازوليو کې دندې درلودې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هغه مهال په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، د دې پرېکړې دلیل دا دی چې دغه سفارتونه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره همغږي نه لري او بل دا چې "په کارونو کې یې شفافیت نشته."

د روان ۲۰۲۵ کال په جولای کې د طالبانو حکومت نبراس‌ الحق عزیز او مصطفی هاشمي په جرمني کې د افغانستان د دیپلوماتیکو ماموریتونو لپاره وټاکل. ښاغلي عزیز وړاندې د طالبانو قطر دفتر کې کار کړی او هاشمي د بهرنیو چارو وزارت د کونسلګرۍ چارو برخه کې دنده درلوده.

د روان کال (۲۰۲۵) په سپتمبر کې په بون کې د افغانستان کونسلګرۍ سرپرست او کارکوونکو د جرمني له لوري د دوو طالب استازو منلو پر ضد د احتجاج په توګه استعفاوې وکړې. په بون کې د افغانستان کونسلګرۍ سرپرست حامد ننګیالي کبیري په یوه ویډیويي پیغام کې د کونسلګرۍ کارکوونکو ډله ییزې استعفا خبره کړې وه.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې دوی اندېښنه څرګنده کړه، چې دا چاره به په جرمني کې د مېشتو افغانانو په هکله حساسو معلوماتو ته د لاسرسي لامل شي. د جرمني حکومت ویاند ستیفان کورنیلیوس ویلي و، چې طالب استازي د هغو افغان کډوالو ستنولو کې د مرستې لپاره منل شوي، چې په جرمونو کې د لاس لرلو له کبله محکوم شوي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې د تېر کال په نومبر کې د جرمني پلازمېنه برلین کې د افغانستان پخواني سفیر یما یاري له خپلې دندې لاس پر سر شو.

نوموړي د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي و، چې د رامنځته شوي وضعيت په پام کې نيولو سره، د کوربه هېواد سياسي دریځ او د هغوی غوښتنې ته په کتو له خپلې دندې استعفا کوي. په همدې مهال د جرمني په بن ښار کې د افغانستان پخواني قونسل، سید لطف الله سادات هم له خپلې دندې استعفا کړې وه.

اېکس پیغام

د عکس سرچینه، X/@HafizZiaAhmad

د روان کال جولای میاشتې په نیمايي کې کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د خپل کلني رپوټ اورولو پر مهال، ټینګار وکړ چې په جرمني کې به یې کونسلي چارې له ننګونو راووځي.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو مشر مولوي شعیب بریالي ویلي و، په بون کې به د افغان پاسپورتونو د چاپ او وېش لړۍ چې څلور کاله وړاندې ځنډېدلې بیا پیل شي.

د بون کونسلي چوپړونه د اروپا ډېرو هېوادونو کې مېشتو افغانانو لپاره د ګټې وړ دي او له همدغه ځایه نورو اروپايي هېوادونو ته پاسپورتونه وېشل کېږي. ده جرمني ته د خپلو کونسلي استازو د لېږلو یادونه کړې وه، چې هلته به په چارو کې مرسته وکړي.

د رپوټونو له مخې طالبانو د قطر په منځګړیتوب شرط اېښی و چې د ۸۱ افغان پناه غوښتونکو د منلو په بدل کې باید د دوی دیپلوماتان ومنل شي او جرمني ویلي و، دا ګومارنې په رسميت پېژندنه نه ده، بلکې "تخنیکي همغږي" ده. طالبانو د روان کال د جولای پر ۱۸مه اعلان وکړ چې د ۸۱ افغان وګړو منلو ته چمتو دي، چې پر هماغه ورځ کابل ته رسېدل.

په جرمني کې د کډوالو افغانانو اړوند یو شمېر مدني ټولنو، په ځانګړي ډول د ښځو او بشري حقونو ډلو، دغه هېواد ته د طالب استازو ورتګ غندلی و.

فعالانو ویل، دا چاره د "طالبانو د رژيم د قانوني کولو هڅه ده." په برلین او بون کې د افغانستان د سفارت او کونسلګرۍ مخې ته احتجاجونه هم وشول. د طالبانو حکومت مخالفو فعالانو استدلال کاوه چې، دا چاره د فشار هغه دریځ کمزوری کوي چې د دوی په وینا د بشري حقونو او نورو سرغړونو له کبله پر طالب مشرانو د نړیوالې ټولنې له لوري ساتل شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د جرمني استازې انتیا لینډرڅه بیا ویلي وو، له طالبانو سره تعامل ته بله بدیله لاره نه شته. دا هغه ټکی دی چې د ډېرو لوېدیځو هېوادونو د استازو له لوري اورېدل شوی، له احتیاطه ډک "تعامل".