افغان لیکوال او شاعر سید حبیب الله روحاني اغا د ۶۵ کلونو په عمر مړ شو

    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي‌بي‌سي

د افغانستان په سوېل کندهار کې شاعر او لیکوال سید حبیب الله روحاني اغا له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې فلج و او د ۲۰۲۵ م د جولای پر ۳۰ مه د بلوچستان کوټې ښار په یو روغتون کې د ۶۵ کلونو په عمر مړ شو.

په کندهار کې د حبیب الله روحاني اغا د ادبي مجلسونو او مشاعرو ملګري وایي؛ په روحاني اغا له نژدې درېیو لسیزو را په دې خوا په کندهار، هلمند، زابل او روزګان کې ادبي بنډارونه او مشاعرې ښایسته وې.

لیکوال او شاعر محمد ابراهیم سپېڅلی وایي، سیدحبیب الله روحاني اغا به تل په مشاعرو او ادبې مجلسونو کې شاعران او ګډونوال مطالعې ته هڅول.

"ارواښاد روحاني اغا به تل تنکي شاعران له بربنډ شعر لیکلو منع کول او داسې ادبي پنځونو ته به یي هڅول، چې په هغه کې د ټولنې درد او ریښتیني انځور نغښتي وي".

د ښاغلي سپېڅلي په وینا، روحاني اغا ډېرې روانې او شمېرلې خبرې کولې، خوش‌طبعه او مېلمه پاله و.

چاپ شوي اثار

د هغه ۱۷ کتابونه چاپ شوي، چې پنځه یې شعري ټولګې دي او پاتې یې نثري آثار دي.

چاپ شویو شعري ټولګو کې یې: 'د ماتې پيالې کړنګ'، 'په سمندر کي څاڅکي'، 'د لمر اوښکې'، 'رنګين رازونه' او 'سينګار' نومېږي.

نثري چاپ شوي اثار یې: 'ادبي غنا'، چي د شعري فنونو او ګرامر په اړه دی، 'سره زر' (مالوماتي توکي) لومړي ټوک او 'سنګړه' یې د پښتو متلونو مجموعه ده.

ناچاپ اثار

'شبنم او امېل' یې شعري ټولگې دي او 'چندڼ' یې شعري دېوان دی.

'سره زر'، مالوماتي توکې (دویم ټوک)، 'د سترګو په کسي کي'، (يونليک)، 'يو لولې که سل' (په رياضي فلسفي پوري اړوند توکې)، 'عبرت'، (د طنزو مجموعه)، 'ديدن'، (د لنډو کیسو ټولگه)، 'يوه کوچنۍ رساله'، (چي پکې کندهارى دود او رواج تشريح شوی دی) او 'د افغانستان فرهنګي مخور' یې بل ناچاپ کتاب دی.

همدا رنگه د روحاني اغا بېلا بېلې ادبي، گرامري او ټولنیزي لسگونه مقالې په کندهار، ښکلا، تنده، هوسۍ او ښوونځی مجلو او په طلوع افغان، سورغر، سمون او ټاټوبي اونېزو او ورځپاڼو کې چاپ شوي دي.

سید حبیب الله روحاني اغا په ١٣٥٠ هـ ش کال کي لومړنۍ زدکړې د کندهار ښار محمود هوتکي په ښوونځی کې پیل او په ١٣٦٢ هـ ش په کابل کې د عمر شهيد له ليسې فارغ شوی و. بیا د فارمسۍ په برخه کې زدکړې وکړې.

رسمي دندې او اولاد یې

په ١٣٨١هـ ش کې د کندهار د راډيو ټلوېزیون په رياست کي د اداري مرستیال او تر څنګ یې د ادبي خپرونو دپروډيسر په حيث کار پیل کړ. په ١٣٩٠ هـ ش کې په کندهار کې په ميخانيکي لېسه کې د اداري مرستیال په توګه دنده پیل کړه، خو وروسته یې شخصي تجارت ته مخه کړه.

سید حبیب الله روحاني شپږ اولادونه لري، چې درې یې زامن او درې یې لوڼې دي. د نوموړي زوی سید ابراهیم شاه اغا‌ بي‌بي‌سي پښتو ته وویل، سبا به د سیدحبیب الله روحاني اغا جسد په خپله پلرونۍ هدېره کې، چې د کندهار ښار په 'ده خواجه' نومې سیمه کې مواقعیت لري، خاطرو ته وسپارل شي.