مشهور ممثل او ټوکمار میراوس (حیات خان) ومړ

د پښتو مشهور ممثل او ټوکمار میراوس (حیات خان) د ۷۰ کالو په عمر په خیبر پښتونخوا کې وفات شو. میراوس له اوږدې مودې راهیسې ناروغ و او درملنه یې کېده.

ازاد خبریال سلمان یوسفزي د میراوس کورنۍ غړو له خولې بي‌بي‌سي ته وویل، میراوس د شکرې یا ډایبیټيز (Diabetes) په ناروغۍ اخته و. له څه مودې راهیسې د پېښور په یوه روغتون کې بستر و او همالته مړ شوی دی.

میراوس له اوږدې مودې راهیسې د راډیو-ټلویزیون او تیاتر دریځ له لارې تمثیل کاوه، ټوکې ټکالې یې کولې او د تمثیلي پارچو په بڼه یې طنزیه پروګرامونه وړاندې کول.

نوموړي نه یوازې په خیبر پښتونخوا بلکې د پاکستان په نورو سیمو او افغانستان کې هم ګڼ شمېر مینه‌وال موندلي وو.

له پاکستان بهر هم یې سفرونه کړي وو او د بهر مېشتو پښتنو پر وړاندې یې هنري پروګرامونه وړاندې کړي وو.

میراوس د خیبر پښتونخوا، چارسدې په ملا خېل کلي، کې زېږېدلی و او په لومړي سر کې یې له ځايي راډیو خپل هنري سفر پیل کړی و.

میراوس د سي‌ډي‌ګانو او ویډیويي کلېپونو له رواجېدو مخکې په غږیزه بڼه د ټېيپ ریکارډ په کسېټونو کې طنزیه پارچې خپرولې او وروسته یې د سټېج ډرامو له لارې هم هنري سفر دوام وکړ.

میراوس د "خندا په ټوکو-ټوکو کې" سرلیک لاندې د ټوکو ټکالو یوه ټولګه هم خپره کړې ده.

پروفیسر محمد سهیل، د چارسدې تاریخ نومي کتاب کې، لیکي چې د جنوب اسیا په برونای دارالسلام هېواد کې د میراوس هنر ته د درناوي په پار د هغه یوه مجسمه هم ځای پر ځای شوې ده.

له میراوس یې مېرمن او پنځه اولادونه پاتې دي. ټول یې زامن دي.

د میراوس زوی فهد خان ازاد خبریال سلمان یوسفزي ته وویل، "د جنازې مراسم به سبا جمعه، د خیبر پښتونخوا، چارسدې، په تنګي، سیمه کې ادا کېږي او همالته به په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي."

میراوس ته د پاکستان حکومت له لوري د "پرایډ اف فارفامنس" یا هنر درناوي په نامه جایزه هم ورکړل شوې وه.

د بي بي سي خبریال پاینده څرګند وايي، "میراوس له لومړنیو هنرمندانو یو و، چې لومړی ځل یې د پښتو خورا مشهور موسیقي کمپوزونه او سندرې په طنزیه ډول بدلې کړې. ښاغلی څرګند وايي، له دې سره نه یوازې د پښتو طنز په برخه کې یو لوی بدلون راغی، بلکې د دې سندرو اصلي بڼې اورېدو ته هم د خلکو لېوالتیا زیاته شوه، چې د دې سندرو لپاره هم د لا زیات شهرت لامل شوه."

که څه هم د خیبر پښتونخوا او افغانستان په بانډارونو کې د ټوکو- ټکالو لړۍ ډېره اوږده مخینه لري، خو میراوس له هغو مخکښو کسانو یو و، چې په نوې بڼه یې د راډیو، ټلویزیون او دریځ له لارې د طنز په ژبه د ټولنې ناخوالو ته د خلکو پام واړاوه.