تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان مېرمنې کوم کتابونه لولي؟
- Author, حسیب عمار
- دنده, بيبيسي، کابل
"افغان مېرمنې له ذهنۍ نارامۍ د تېښتې لپاره د ناولونو پاڼو ته پنا وړي، فکر وکړئ، دوی له څومره فشار سره مخ دي. "
ارشیدا چې دا خبرې کولې، د کوټې په کونج کې ناسته وه او د نومیالي فرانسوي لیکوال ویکټر هوګو کتاب "بې نوایان" یې په لاس کې و. دې نه غوښتل چې د کامرې پر وړاندې راڅرګنده شي او د نوم نه ښودلو په شرط يې خبرې کولې.
هغې ته یوازې کتاب پاتې دی، چې پرانیستلو سره یې د هغه چاپېریال له شېبو ځان وباسي چې هره ورځ پرې تنګېږي.
ارشیدا ۱۱ ټولګي کې وه، چې طالبان واکمن شول، یوازې یو کال یې نور هم درس ووایه.
د طالبانو حکومت نجونه او ښځې تر "امر ثاني " له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتون ته له تلو منع کړې دي او تازه ګام کې یې د تېر کال ډیسمبر کې طبي انستیتیوتونه هم پرې بند کړل.
له پوهنتون بې برخې دا ۲۱ کلنه پېغله تر نن په کور ناسته ده.
د نورو ډېرو نجونو او ښځو په څېر ارشیدا هم هڅه کوي چې په رومان او ناول لوستلو له خپلو دردونو سره وخت تېر کړي.
دا وايي، "ښځې داسې ناولونه لولي چې کرکټورنه یې له ننګونو سره مخ وي، لکه اوسنۍ افغان نجونې چې ورځني ژوند کې له چلنجونو سره لاس او ګرېوان دي. دوی ځان د ناول د کرکټرونو په څېر ویني. "
که د ښوونځي او پوهنتون ور نجونو ته تړلی، خو د کتابتونونو دروازې لا هم ورته پرانیستې دي.
'له تریخ واقعیت تېښته'
شبانه نزهت هم داسې ښځه ده چې تر ډېره له کتاب پلورنځیو او کتابتونونو سره راشه درشه کوي. نوموړې کیسه او ناول لوستل د بندیزونو له منګولو د ځان خلاصولو لار بولي.
شبانه چې کیسې لیکي او پخوا هم ښوونکې وه، له کور وتل او کامرې ته کنېاستل یې را سره ومنل.
ما د کابل ښار یوه پلورنځي کې له هغې سره ولیدل، مېړه یې هم ور سره و. د خالد حسیني ناول "هزارخورشید تابان" یې لوست، د څو نورو کتابونو نوم یې هم واخست، چې مطالعې ته یې تیار کړي وو: "اوسنی ورځنی ژوند له داسې رنځونو او دردونو ډک دی چې تر ډېره ښځې ور سره مخ دي. ناول لوستلو ته د ښځو مخه هم په حقیقت د ژوند له تریخ واقعیت تېښته ده. د خپلې خوښې ناول لوستل هم د ارامناک درمل په څېر دي. "
د شبانه نزهت په باور ښځې د ناول کرکټرونه بېلګه یا الګو کوي، په تېره چې د کیسې اتله "خپلواکه مېرمن او د ارادې څېښتنه وي او نورو ښځو ته الهام ور کوي."
د کتاب سوړ بازار کې د انګېزنو او روانپوهنې کتابونو پلور ډېرېدل
ښځې د الهام او انګېزې په لټون یواځې داستان نه لولي.
ډېر ځوانان او پېغلې انګېزنو یا انګېزه ور کوونکو، د ځانپوهنې او روان شننې کتابونو پسې دي، ترڅو ځان ډېر وپېژني، خپل عزت نفس تثبیت او خپلې ځاني وړتیاوې پراخې کړي.
د کابل لوېدځ ته په بل کتابپلورنځي کې مې محصل ساحل ولید چې د پیټر ټیل اثر "صفر تر یو" یې په لاس کې و. وايي، طبي پوهنتون ته د تللو غوښتنه یې کړې ده، خو ور سره په دې هم پوهېدل غواړي چې "له صفر پیل وکړي او ځان لا ښه وپېژنی. راغلی دی چې یو د انګرېزي او بل هم د ځانپوهنې کتاب واخلي. "
داسې کره شمېرې نشته چې وښيي د طالبانو واکمنۍ کې په افغانستان کې هر کال څومره کتابونه چاپېږي.
د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي بي بي سي ته وویل، چې تېر کال "زرګونه" کتابونه چاپ شوي دي.
موږ د افغانستان مختلفو ولایتونو کې له نږدې ۱۵ کتابپلورو او خپروونکو سره خبرې وکړې. دوی ټولو د طالب واکمنېدو سره د کتاب د چاپ او پلور د کمېدو خبره کوله. اصلي عامل یې هم د هېواد بد اقتصادي حالت، د کتاب پر چاپ ډېر لګښت او د خلکو بې وزلي بلل کېږي.
مزار شریف کې خپروونکی معراج الدین برهاني وایي، د همدې حالت له امله ډېری افغان لیکوال کتابونه نشي چاپولی. هغه بي بي سي ته وویل، چې ځینې لیکوال ټکسي چلوي یا هم دوکانداران او لاسپلوري شوي دي.
د ارزولو کره سلنه نشته، خو د کتاب د خپرولو او پلورلو حالت له یوې تر بلې خپرنیزې ادارې توپیر کوي.
د سعید خپرنځي او پلورنځي مسوول عبدالرحمان سعیدي، چې د افغانستان یو مشهور ناشر دی، په مختلفو برخو کې کتابونه چاپوي. نوموړي بي بي سي ته وویل، د جمهوریت او اوسني نظام ترمنځ د کتاب ورځني پلور کې "له ۹۰ تر ۹۵ سلنه توپیر راغلی دی. "
دی وايي، خپروونکي له بدې سوړبازارۍ سره مخ دي، د کتاب چاپ خورا کم شوی، خو د کتابپلورو حالت توپیر سره لري، ځکه د ځینې برخو کتابونه تر نورو ډېر پلورل کېږي.
ښاغلی سعیدي وايي، جمهوریت کې هم داستاني ادبیاتو، ناولونو او هڅوونکو یا انګېزنو کتابونه ښه بازار درلود، اوس که څه هم په ټول کې پلور کم دی، خو ځوانان اوس هم تر نورو برخو ډېر همدا کتابونه اخلي.
په دا مهال نوموړی مني چې د دیني علومو، لکه تفسیر، حدیث او فقې کتابونو پلور ډېر شوی دی، ځکه یې د ده د کتابپلورنځي ډېره برخه يې هم نیولې ده. دی وايي، "تر جمهوریت وخت اوس د دیني کتابونو پلور بېخي ډېر دی. "
د سرور سعادت نړیوال خپرنځي مدیر محمد زمان کریمي، چې ښايي په کابل کې تر ټول ستر کتابپلورنځي لري، له عبدالرحمان سعیدي سره ورته نظر لري.
هغه د کتاب خپرولو او پلورلو کې د اتیا سلنې کمښت خبره کوي، خو زیاتوي چې د طالبانو د واکمنۍ تر لومړیو دوو کلونو اوس د دیني، داستاني او هڅوونکو کتابونو پلور "لږ ښه شوی دی."
کریمي وايي، "نجونو ته د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې بندې دي، په کورناستې دي، یوازېتوب احساسوي. ځان په ناولونو او هڅوونکو کتابونو بوختوي.
اکسوس پلورنځی او خپرنځی د پښتو کتابونو چاپ کې ډېر فعال دی، خو دري او انګرېزي کتابونه هم پلوري. کلتوري مدیر یې صفي الله ناصري د کتاب راتلونکي ته هیلمن دی. د نوموړي د همدې برخې کتابونه ډېر پلورل کېږي او وايي، په جمهوریت کې د کتاب بازار "ډېر ښه" و: "د طالبانو واکمنېدو سره د کتاب بازار ۷۰ سلنه غورځېدلی دی. که څه هم تر تېر کال ښه شوی نه دی، خو د رغېدو او غوړېدو په حال کې دی. "
وروستیو نندارتونونو کې، چې د طالبانو د حکومت اطلاعات او کلتور وزارت په کابل کې جوړ کړي وو، ډېر پلورل شوي کتابونه په همدې دریو برخو کې وو، چې تر ډېره یې لیکوال بهرنیان دي او په ایران کې چاپ او ژباړل شوي دي.
د ترک لیکوال هاکان منګوج، "ټاکلی وخت"، "درد لار ښیي"، "زه قلم یم"، د هندي لیکوال شیوا کهرا "ته ګټونکی یې"، د ایراني لیکوال "د بشپړې اډانې ټوټې"، د امریکايي لیکوال برابرټ ګرین، "د ځواک ۴۸ قانون"، د امریکايي لیکوال ناپلیون هېل "د شتمنۍ کیلي"، ډېرو پلورل شویو کتابونو کې دي چې د کابل ځوانان او پغېلې یې خوښوي.
لیکوال او څېړونکی برنا صالحي داستاني او هڅوونکو کتابونو ته د ځوانانو مخه تر ډېره د ناچارۍ له امله بولي، ځکه که علمي کتاب لولي، کوم مقام او منصب ته د رسېدو هیله نه لري: "اوس د پخوا په څېر نه دی چې یو محصل هیلمن اوسي چې کله مطالعه کوي، زدکړې کوي او بیا فارغېږي، نو به خپل هدف ته رسېږي، په همدې سبب انګېزنو او داستاني کتابونو ته مخه کوي."
"څوک فلسفه او ټولنپوهنه نه لولي"
له دې سره د اړتیا له مخې، د پوهنتون درسي کتابونه لا هم اخیستونکي لري.
"د فلسفې او ټولنپوهنې کتابونه په اوسني افغانستان کې پېرونکی نه لری." دا دردناک شکایت د هغه ناشر دی چې کله یې لیدلو ته ورغلم، خپرنځی یې په تیاره کې ډوب و او هر ځای دوړې او ګرد نیولی و. هغه چې پخوا د ټولنیزو علومو کتابونه پلورل له ساړه اسوېلي سره یې وویل، "د دې کتابونو بازار اوس صفر ته ټیټ شوی دی. "
دغه کتابپلوري له نوم ښودلو په ډډې سره وویل، چې د کتاب خپرولو لپاره اجازه هم سخته شوې ده. وروسته یې ماته یو دیني کتاب وښود او ویې ویل، دا ډول کتابونه او همدارنګه د شعر او کیسې خپرول ډېر اسان دي.
برنا صالحي وايي، ډېر هغه کسان چې د فلسفې، حقوقو، ټولنپوهنې او سیاسي کتابونو مینوال وو، د جمهوریت پرځېدو پسې له افغانستان ووتل، "ان پوهنتونونه او د عالي تحصیلاتو موسسې هم دا ډول کتابونه د پخوا په څېر نه پېري. "
'د ملي ګټو او عقیدې خلاف'
افغانستان کې چې خپروونکي او کتابپلوري د کتاب د چاپ له صنعت شکایت لري، د طالبانو حکومت د ډېرو کتابونو چاپ او پلور منع کړی دی.
د دې ډلې د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین بي بي سي ته ومنله چې د ده په خبره، "له ملي ګټو، کلتور او د افغانستان د خلکو له باورونو" سره په ټکر کې څلور سوه کتابونه یې منع کړي دي.
خو ځینې لیکوالو له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې د طالبانو حکومت د سیاسي انګېزې له مخې پر دې کتابونه بندیز لګولی دی، ځکه "منځپانګه یې د افغانستان له ملي منافعو سره ټکر نه لري. "
ښاغلی فراهي دا نظر ردوي. هغه ما ته وویل، "دا کتابونه د سیاسي انګېزې یا شخصي عقدو له مخې منع شوي نه دي، بلکې هغه مسلکي کمېسون بند کړي دي چې باصلاحیته علمي کسان یې غړي دي. "
منع شوي کتابونه هم دیني، مذهبي، سیاسي او تاریخي دي او ځینو کې د طالبانو پر فکر نقد شوی دی، لکه "طالبان د خدای لښکر په علطه جګړه کې" د مشهور اسلامپال مصري لیکوال فهمي هویدي کتاب دی چې د طالبانو په اولني حکومت کې افغانستان ته هم تللی و.
"ځانمرګی"، "افغانستان او ترهګري"، "د توحید کتاب"، "پیغمبرې ښځې او له پېغمبر سره ښځې"، "د حضرت محمد ځایناستی"، "پیغمبر او یاران"، "شاه شجاعیان"، "افغانستان شلمه پېړۍ کې"، "افغانستان چانسونه او مسوولیتونه"، "د افغانستان د شاته پاتېوالي لاملونه"، "وژاړه زما ګرانه وطنه"، "افغانستان کې شیعه"، "افغانستان د تېلو په اور کې"، "پخپله نجلۍ اوسه"، نور منع شوي کتابونه دي.
کوم کتاب خپروونکي او پلورونکي له وېرې پر منع شویو کتابونو خبرې ونه کړې. خو پر دې کتابونو بندیز لوستونکو ته د دوی د رسېدو خنډ نه دی. ځینې دا کتابونه لا هم په یو شمېر خپرنځیو کې پیدا کېږي او په اسانه یې برېښنايي کاپي هم له انټرنېټ ترلاسېږي.
د رپوټونو له مخې، د طالبانو حکومت د لکونو افغانیو په ارزښت زرګونه دا ډول کتابونه له خپرنځیو ټول کړي دي.
مهاجر فراهي وايي، خپرنځیو ته یې تاوان ور کړل شوی او که چا ترلاسه کړی نه وي، وزارت ته ور تللی شي.
خو ویل کېږي چې طالبانو د مالي تاوان په ځای د خپلې خوښې دیني کتابونه خپروونکو او کتابپلورو ته د تاوان په بدل کې ور کړي دي.