''قانون ماتونکي'' هغه فلم چې د روباټ جوړوونکو افغان نجونو کیسه پکې انځور شوې

د ''قانون ماتونکو'' په نامه هغه فلم چې کیسه یې د افغان روباټ چمتو کوونکو نجونو پر ژوند او مبارزه راڅرخي، په کاناډا او امریکا کې نندارې ته وړاندې شو.

د افغان نجونو دغې ډلې ته چې د (افغان روباټیک نجونو) په نامه هم پېژندل کېږي، هغه مهال د ډېرو پام واوښت چې په ۲۰۱۷ کال کې يې په امریکا کې د روباټ جوړونې په برخه کې ځانګړې جایزه وګټله.

د دې فلم هدایتکار ګوتنتاګ د ۱۹۸۹ او ۲۰۰۳ کال لپاره د دوو مستندو فلمونو اسکار جایزه ګټلې ده.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دې ډلې نژدې ټولې غړې له افغانستانه ووتلې، او په امریکا او کاناډا کې یې د کډوالۍ ژوند تر څنګ زدکړو ته دوام ورکړ.

د افغان روباټ چمتو کوونکو نجونو استادې رویا محبوب له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د فلم کیسه په لومړي سر کې هغه ننګونې ښيي، چې د ډلې له جوړولو مخکې دا نجونې ورسره مخامخ وې، وروسته د ډلې رامنځته کولو اوبیا د هغو بریاوو کیسه کوي، چې د دې ډلې په برخه شوې.

مېرمن محبوب وايي، که څه هم په دې فلم کې له رښتینو تصویرونو کار اخیستل شوی دی، خو مستند نه دی او داسې صحنې لري، چې یوازې ''د کیسې ډرامايي کولو'' لپاره پکې کارول شوې دي. د نوموړې په وینا د فلم کرکټرونه تر ډېره بریده توانېدلي چې پېښې او احساسات له واقعیت سره سم انځور کړي.

مېرمن محبوب وايي، له څو کلونو راهیسې د دې فلم له چمتو کوونکو سره په اړیکه کې وه.

ښاغلی ګوتنتاګ په ۲۰۱۴ کال کې افغانستان ته سفر کړی و او د دې ډلې د فعالیتونو په هکله یې معلومات ترلاسه کړي وو. دی وايي، په ۲۰۱۹ کال کې د ده او افغان روباټیک نجونو تر منځ د دې فلم ثبت په هکله توافق شوی و، خو په افغانستان کې د وضعیت له بدلون سره د فلم په کیسه کې هم بدلون راوستل شوی.

د افغان روباټ جوړونکو نجونو مشره وايي، هیله یې دا ده، چې د فلم له کیسې به نورې افغان نجونې او د نړۍ نورې نجونې الهام واخلي، چې پر خپلو وړتیاوو باور ولري.

دا وايي: ''دا مهمه نه ده، چې چېرې ژوند کوې، څه ډول خنډونه دې پر وړاندې پراته دي، که غواړې نو د زدکړې، نوښت او او بریا قوت لرې. د افغان روباټیک نجونو فلم د روباټ جوړولو هاخوا کیسه لري، دا د خنډونو لېرې کولو او د داسې راتلونکي لپاره د مبارزې کیسه ده، چې نجونې په کې د زدکړو لپاره مساوي فرصت ولري.''

مېرمن محبوب د افغان نجونو د زدکړو بهیر ''زړه ماتونکی او له ناهیلۍ ډک'' وباله او په خبره یې له دې فلم سره دې ته هم پام اوړي، چې افغان ښځې او نجونې وړتیاوې لري او د زدکړو حق باید ترې وانخیستل شي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه نه ورکوي، چې زدکړې وکړي.

مېرمن محبوب د افغان روباټ جوړونکو نجونو په هکله وویل، چې ځینې یې د امریکا په معتبرو پوهنتونونو کې زدکړې کوي او ځینې نورې غړې یې بیا د کډوالو او په افغانستان کې دننه د نجونو لپاره د زدکړو په ورکړه بوختې دي.

د دې فلم موسیقي جیک بیل چمتو کړې او تیم سندره یې مشهورې افغان سندرغاړې اریانا سعید بللې ده. په پام کې ده، چې دا فلم به راتلونکې میاشت د اروپا په سینماګانو کې هم نندارې ته وړاندې شي.