په معلوماتي ټېکنالوژۍ کې د نجونو نړیواله ورځ؛ افغان روباټ جوړوونکې نجونې پر څه بوختې دي؟

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

ملګرو ملتونو د نړۍ پر نجونو او ځوانو ښځو غږ کړی چې د ټېکنالوژۍ ډګر اړتیا ورته لري او بویه چې ډيجيټل مهارتونه زده کړي. دغه بنسټ سږ کال د اپریل ۲۷مه په مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ کې د نجونو نړیوالې ورځې په توګه نمانځي او د سږنی شعار یې د ډيجيټلي مهارتونو زدکړه ټاکلی. په همدې ترڅ کې د افغانستان روباټ جوړوونکو نجونو ډله وايي، په دوحه کې د داسې روباټ پر جوړولو بوختې دي چې درس یا زدکړه به ورکولای شي. خو په افغانستان کې د ټېکنالوژۍ او ساینس برخې زدکوونکې نجونې بیا د طالبانو له لوري د بندیزونو له کبله ناهیلې دي.

د همدې ورځې په مناسبت مو په دغه رپوټ کې د ټېکنالوژۍ په برخه کې د افغان نجونو وضعیت ته لنډه کتنه کړې.

"زما رشته ساینس او ټېکنالوژي ده، په فزیک کې هم تکړه یم او ارمان مې و چې لویه فزیک پوهه شم او د خپل وطن خدمت وکړم، خو د طالبانو له راتګ سره له هر څه بې برخې شوې یو"

دا د افغانستان د مزار شریف مېشتې لیلا حیدري خبرې دي چې په مخابراتي او مالوماتي ټېکنالوژۍ او ساینس برخه کې د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت یې بي بي سي پښتو ته کړې دي.

"ما ویل ښايي زه به هم نوي څه رامنځ ته کړم، خو!..."

آغلې حیدري وايي چې له ماشومتوبه یې کتاب لوستنې سره مینه وه او تر ډېره یې د لویو پوهانو او نوښتګرو هغه کتابونه لوستل چې نوي اختراعات به یې کړي وو او یا به د هغوی د نوښتونو په اړه وو.

دا زیاتوي، "د دغو کتابونو له لوستلو سره مې ورو ورو له ټېکنالوژۍ او ساینس سره مینه او په زړه کې دا هیله پیدا شوه چې ښايي زه هم یوه ورځ یو نوي څه رامنځ ته کړم، ځکه چې د ټېکنالوژۍ په برخه کې موږ هره ورځ یوه نه یوه نوي څه سره اشنا کېږو"

لیلا حیدري د افغانستان په بلخ پوهنتون کې زدکړې کړې دي او د کمپیوټر او ټېکنالوژۍ په برخه کې یې کوډېنګ د خوښې څانګه ده.

کوډېنګ تر ډېره د کمپيوټري پروګرامونو د رامنځ ته کولو لپاره کارېږي.

خو د زرګونه نورو لوستو او نالوستو افغان نجونو او مېرمنو په څېر د نظام له بدلون سره په ځانګړي ډول د زدکړو په برخه کې د لیلا حیدري هیلې هم اوس نیمه خوا او کلابندې شوې دي.

لیلا وايي، "له ډېرو ستونزو سره مخ یو، له کوره د وتلو اجازه نه لرو. زدکړو ته مو چې لږ لاسری درلود هغه هم رانه واخیستل شو. د امارت په راتګ سره هېڅ راز امکانات نه لرو. لنډه دا چې ټولې هیلې مو له خاورو سره خاورې شوې دي"

ملګري ملتونه: ډيجيټلي مهارتونه د نجونو او ښځو ژوند بدلولای شي

لیلا حیدري داسې مهال دا خبره کوي چې ملګري ملتونه وايي، نجونو او ښځو ته د ټېکنالوژۍ ډګر اړتیا لري او بویه چې ډيجيټل مهارتونه زده کړي.

دغه بنسټ د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ په برخه کې د نجونو نړیوالې ورځې د سږ کال شعار هم د ډيجيټلي مهارتونو زدکړه ټاکلی.

د ملګرو ملتونو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ د ځانګړې ادارې یا آی ټي یو سرمنشي ډورين باګډېن مارټین وايي، "ډيجيټلي مهارتونه،‌ ان که ډېر لومړني هغه هم وي، د خلکو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو ژوند بدلولی شي او ښځې د راتلونکې رهبرانې کولای شي"

اغلې مارټين ټينګار کړی چې په دې برخه کې به ښځې له کلک ملاتړ څخه برخمنې وي.

خو لیلا حیدري بیا پر افغان نجونو د طالبانو له لوري د کار، زدکړو او عام ژوند په برخه کې لګول شویو بندیزونو ناهیلې کړې او وايي چې د ټېکنالوژۍ په برخه کې خپلو هیلو او ارمانونو ته رسېدل ورته ناشوني برېښي او ان پر خپل ژوند هم ډارېږي.

آينورا؛ داسې روباټ چې تدریس به وکړای شي؟

هاخوا بیا د روباټ جوړوونکو نجونو کارونه ښايي د لیلا حیدري په څېر ناهیلو او زړه ماتو نجونو ته ټکور ورکوونکي و اوسي چې وايي، د داسې یوه روباټ پر جوړولو بوختې دي چې تدریس به کولای شي.

د دې ډلې مدیره او د ډيجيټل وګړو بنسټ مشره رویا محبوب وايي، په دوحه کې د دغه ټيم نجونې پر زدکړو بوختې دي او زیاتوي، "زموږ نجونو سږ کال بېلابېلو پوهنتونونو ته اپلای کړې وه او له نېکه مرغه زیاتره یې منل شوې دي. ځينې د امریکا او بریتانیا پوهنتونونو ته بریالۍ شوې دي. اوس په دې هیله یو چې ویزې ترلاسه کړي او زدکړې پیل کړي‌ او د کمپيوټر ساینس او انجینري برخه کې زدکړو ته دوام ورکړي"

د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د دې ډلې ځینې غړې امریکا ته او ګڼې هغه یې قطر ته لاړې چې هلته پر زدکړو بوختې دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته قطر د نورو هېوادونو پرتله له طالبانو سره ظاهرا نږدې اړیکې پالي او پخپل هېواد کې یې په مختلفو برخو کې افغانانو ته د زدکړو فرصتونو د برابرولو ژمنه کړې.

رویا محبوب وايي، روباټ جوړوونکو نجونو ته په قطر کې مجهز لابراتوارونه په واک کې ورکړل شوي او تازه پر یوه داسې روباټ جوړولو لګیا دي چې زدکړه به ورکړای شي.

دا وايي، "موږ نجونې اوس پر درس ورکوونکو یا د داسې روباټ پر جوړولو کار کوو چې ښوونه او روزنه ورکړای شي. آینورا نوم مو ورته ټاکلی دی. موږ هیله منې یو چې دا به د روان کال تر پایه بازار ته راووځي او د کاریګرو ربوټانو پر جوړولو هم لګیا یو."

"په ټېکنالوژۍ کې د افغان نجونو ظرفیتونه باید ضایع نه شي"

که څه هم دغه نجونې خپلو نویو هڅو او کارونو ته خوښې ښکاري خو پر دې خواشينې دي چې اوس په افغانستان کې دننه د ساینس او ټېکنالوژۍ مینه والو نجونو ته هغسې فرصتونه نه شته لکه په وروستیو کلونو کې چې تر یوه بریده ورته مهیا وو.

د دې ډلې د مالوماتو له مخې، تر سقوط مخکې یې د افغانستان په کچه ۱۳ ښوونیز مرکزونه درلودل چې نجونو ته یې د ټېکنالوژۍ، ساینس او ریاضیاتو په برخه کې زدکړې ورکولې خو تر سقوط وروسته یې یوازې په کابل او هرات کې دوه مرکزونه پرانیستې پاتې شول او نور له منځه تللي دي.

دوی وايي، په هغو مرکزونو کې هم یوازې تر ۱۵ کلنۍ ښکته نجونو ته د زدکړو اجازه شته خو هیله‌منې دي چې د انلاین زدکړو له لارې منع شویو هغو ته هم "ژر" د زدکړو فرصت برابر کړي.

د روباټيک ډلې مدیره رویا محبوب وايي، په نړیوالو نندارتونونو کې د ګڼو هېوادونو له مشرانو یې تل غوښتنه همدا وي چې افغان نجونو ته د زدکړو فرصتونه او بورسونه برابر کړي.

دا زیاتوي، "د افغانستان نجونې په دې برخه کې ډېرې پیاوړې دي او ښه ظرفیت لري خو له بده مرغه د دوی له انرژۍ ګټه نه ده اخیستل شوې.‌ که غواړو چې هېواد مو پر ځان بسیا وي، چا ته احتیاج نه وي او ښه اقتصاد ولري، باید ټولو ته د زدکړو زمینه برابره کړي. خو که افغانستان د خپلو ځوانانو او خصوصاً د نجونو انرژي داسې ضایع کوي نو موږ به تر دا اوسني وضعیت هم د نړۍ ډېر فقیر او احتیاج هېواد یو"

پر افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ له بیا واکمنېدو راهیسې طالبانو په ځانګړي ډول پر ښځو د کار، زدکړو او عام ژوند په برخه کې مختلف بندیزونه لګولي دي.

د نړیوالو په وار وار ټينګار او سخت غبرګون سره سره بیا هم طالبانو دغه بندیزونه نه دي نرم کړي چې دوی یې د لګولو پر مهال لنډمهاله بللي وو خو اوس یې پر ځينو تر یونیم کال هم ډېره موده اوړي.