د حماس رسنیزه څېره مخ پټی ابو عبیده څومره پېژنئ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د حماس د پوځي برخې القسام لوا ویاند چې په ابو عبیده مشهور شوی، پر خواله رسنیو د ویناوو له کبله ډېر پام ځان ته اړولی دی، خو تل یې په وېډیوګانو کې مخ پټ وي.
ده خپل لقب (ابو عبیده) د صحابي او پوځي مشر ابو عبیده بن الجراح له نامه اخیستی دی، چې یو لوړ مقام لرونکی صحابي و.
د حماس ابو عبیده وروسته له هغه ډېر مشهور شو، چې د القسام لوا مشر محمد الضیف د (اقصی توپان) عملیاتو اعلان وکړ او د دې عملیاتو په لړ کې چې د اسرائیلو جنوب کې د تېرې اکتوبر میاشتې پر اومه وشولو لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.
سور څادر

د عکس سرچینه، Getty Images
په اصل کې هېچا ته د ویاند ابو عبید هویت معلوم نه دی او تل په وېدیوګانو کې پټ مخ ښکاري، سور دستمال یې تر سر تاو کړی او مول یې وهلی وي، دا دستمال د فلسطینیانو یو دود دی، دی تل پر سکرین داسې راڅرګندېږي چې څنګ ته یې د قرآن یو ایات لیکل شوی وي او د عملیاتو په اړه جزییات ورکوي.
ابو عبیده خپلې ویناوې د (ټیلیګرام) له لارې پیل کړې، چې وايي په ۲۰۲۰ کال یې فعالیت پکې پیل کړی و او پر بله کومه مشهوره ټولنیزه رسنۍ دی ګڼون (اکونټ) نه لري.
د ده ویناوې پر خواله رسنیو ډېرې لاس په لاس کېږي او ګڼې خبري رسنۍ یې کلیپونه خپروي.
لندن کې الشرق الاوسط ورځپاڼې په وینا، "ابو عبیده لومړی ځل په ۲۰۲۰ کال د القسام د یوه چارواکي په توګه وپېژندل شو". ورځپاڼه کاږي، هغه تل له رسنیو سره په پټ مخ خبرې کړې دي او د القسام د مخکني مشر عماد عقل چمونه کوي، چې اسرائیلو په ۱۹۹۳ کال ونیو.
د القسام لوا ویاند

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۰۶ کال، ابو عبیده د القسام لوا رسمي ویاند وټاکل شو. دی لومړی ځل په ښکاره د ۲۰۰۶ کال جولای میاشت کې هغه مهال راڅرګند شو چې د حماس په ګډون وسله والو ډلو له غزې سره پر پوله د اسرائیلو پر یوه پوځي مرکز یرغل وکړ.
دا عملیات وروسته تر هغه پیل شول چې د اسرائیلو یو توغندی د هدی غالیه پر کورنۍ ولګېد، دا پېښه وروسته تر هغه د نړیوالو رسنیو د سر ټکی وګرځېد، چې د یادې کورنۍ یوې ۱۰ کلنې نجلۍ د غزې د سمندر پر څنډه منډې وهلې او د "پلاره، پلاره، پلاره" چیغې یې وهلې چې بالاخره په ژړا کې د خپل پلار له جسد سره پر ځمکه ولوېده.
د عملیاتو پرمهال فلسطیني ډلو اسرائیلی پوځي جلعاد شالوط ونیو او دوه نور پوځيان ووژل شول او دوه ټپیان شول.
شالیط په ۲۰۱۱ کال وروسته له هغه خوشی شوی چې اسرائیلو او حماس ډلې د څه باندې ۱۰۰۰ فلسطینیانو پر خوشي کولو هوکړه وکړه.
په ۲۰۱۴ کال د اسرائیلو او غزې ترمنځ د جګړې پرمهال ابو عبیده په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، حماس اسرائیلی عسکر شاوول ارون نیولی، خو اسرائیلو وویل چې هغه مړ شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
پټ هویت
ډېری د ابو عبیده د هویت برملا کېدو لېوال ديږ د اکتوبر پر ۲۵مه د اسرائیلو د پوځ ویاند افیخای ادرعي یو وېدیويي ټویټ خپور کړ چې ګنې ابو عبیده پکې ښکارېده.
ادرعي وویل، ددې سړي اصلي نوم "حذیفم سمیر عبدالله الکحلوت" دی، خو حماس او القسام د هغه پر ادعاوو کوم غبرګون ونه ښود.
د اسرائیلو (یدیعوت احرنوت) ورځپاڼې وویل، ابو عبیده په ۲۰۱۳ کال غزه کې د اسلامي پوهنتون له اصول الدین پوهنځي نه ماسټري ترلاسه کړې ده. وايي چې هغه د (د یهودیت، عیسویت او اسلام ترمنځ مقدسه ځمکه) په نامه د ماسټري رساله لیکلې ده او د دوکتورا ترلاسه کولو لپاره چمتووالی نیسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د همدې ورځپاڼې په ویناو ابو عبیده په اصل کې د غزې نعلیا کلي اوسېدونکی دی، چې اسرائیلو په ۱۹۴۸ کال نیولی. د رپوټونو له مخې اوس دی په غزه تراډه کې اوسېږي.
بي بي سي پر عربي او اسرائیلي رسنیو ددغه ډول خپرو شویو رپوټو پر تاییدولو نه ده توانېدلې.











