تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ د 'هېواد وضعیت' له وینا وروسته هم نړیوال د ایران په تړاو خپلو پلانونو ته منتظر ساتلي
- Author, لیزدوسیت
- دنده, د نړیوالو چارو خبریاله
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
په داسې حال کې چې نړۍ انتظار کوي، چې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ به په منځني ختيځ کې بل ګام څنګه اخلي، هغه د خپلې تر ټولو اوږدې د 'هېواد وضعیت' وینا کې هېڅ روښانه اشاره نه ده ورکړې.
د نړۍ تر ټولو ځواکمن اعلی سر قومندان پرېکړه وکړه چې د ايران پر ضد د احتمالي پوځي اقدام لپاره خپل بشپړ دليل داسې مهال وړاندې نه کړي، چې په منځني ختيځ کې د امريکا پوځي ځواک د ۲۰۰۳ کال د امريکا په مشرۍ پر عراق له يرغل راهيسې تر ټولو ستر تمرکز ته رسېدلی دی.
شاوخوا دوې لسيزې وړاندې، ولسمشر جارج ډبلیو بوش په ټوله امريکا او له دې هم هاخوا سفرونه کړي وو، چې د هغې پوځي مداخلې لپاره زمينه برابره کړي چې وروسته په يو لوی پوځي اقدام بدله شوه، خو هغه اقدام پر ناسمو استخباراتي معلوماتو ولاړ و.
کېدای شي ټرمپ دا موضوع ځکه ياده نه کړه چې د هغه سياسي ملاتړي، چې هغه يې د دې لپاره ټاکلی چې له ''تلپاتې جګړو'' څخه ځان وساتي، د مهمو منځمهالو ټاکنو څخه څو مياشتې مخکې تر ډېره د اقتصاد پر حالت او د کډوالۍ پر مبارزې تمرکز لري.
يا ښايي دا د هغه د پرلپسې ادعا څرګندونه وي چې تر اوسه يې خپله پرېکړه نه ده کړې چې کومه لاره خپله کړي. هغه لا هم وايي چې د يوه جوړجاړي کولو ته ترجيح ورکوي، نه دا چې يوه مرګونې جګړه پيل کړي.
ټاکل شوې ده چې د روانې مياشتې درېيم مهم پړاو خبرې د پنجشنبې په ورځ په جینیوا کې ترسره شي، چې تمه کېږي د هغه د پرېکړې لپاره ډېرې مهمې وي.
يو ديپلومات، چې د دې بهير په اړه معلومات ورکړل شوي، ارزونه کړې: ''که ولسمشر ټرمپ د خپلو استازو له لارې له تهرانه د منلو وړ متن ترلاسه نه کړي، ډېر احتمال شته چې لږ وروسته به د يو ډول پوځي اقدام امر وکړي.''
هغه ولسمشر چې په ايران کې د خپل وروستي هدف په اړه يې څو ځله خپل دريځ بدل کړی، کله يوازې د اتومي پروګرام محدودو موضوعاتو ته اشاره کوي او کله بيا د نظام بدلون تر پراخو موضوعاتو پورې ځي، په خپله وينا کې يې د خپلو پرلپسې غوښتنو له جملې يوه بيا تکرار کړه: ''موږ تر اوسه له هغوی هغه پټې کلیمې نه دي اورېدلې، ''موږ هېڅکله اتومي وسلې نه غواړو."
خو له دې څو ساعته وړاندې، د ايران د بهرنيو چارو وزير او د اتومي خبرو مشر مرکچي عباس عراقچي پر اېکس نږدې همدا جمله بيا تکرار کړه: ''ايران به هېڅکله، تر هېڅ ډول شرايطو لاندې، اټومي وسله رامنځته نه کړي.''
اصلي موضوع دا ده چې د تهران په اړه هغه شکونه لېرې کولو لپاره قانع کوونکي ثبوت وړاندې شي چې ګواکې ايران په همدې لوري روان دی. دا مسئله د روانو خبرو مهمه برخه ده، چې د خليجي هېواد ومان په منځګړيتوب ترسره کېږي.
ايران اشارتاً ویلي، چې د خپل اتومي پروګرام په اړه د جوړجاړي لپاره چمتو دی، په دې شرط چې هغه بنديزونه لېرې شي چې د دې هېواد اقتصاد يې سخت زيانمن کړی دی.
همدا لوړېدونکې بيې او د پيسو ارزښت ټيټېدل وو چې د جنورۍ په مياشت کې يې د اعتراضونو څپه راوپاروله، او دغه اعتراضونه په ډېر سخت ځواک سره وځپل شول.
د امریکا مېشتو بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (HRANA) د تائيد شويو وژل شويو شمېر له ۷۰۰۰ زيات ښوولی، چې په کې ۶۴۸۸ لاريون کوونکي شامل دي، او لا هم د زرګونو نورو احتمالي مرګونو راپورونه څېړي. د ايران حکومت بيا ټينګار کوي چې دا شمېر شاوخوا ۳۱۰۰ دی.
ډونلډ ټرمپ په خپله وينا کې، وويل چې داسې ښکاري چارواکو ''لږ تر لږه، ښايي ۳۲ زره لاريون کوونکي وژلي وي.''
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعیل بقايي سملاسي د ولسمشر دا څرګندونې د ''سترو دروغو'' په توګه وغندلې.
ټرمپ د لومړي ځل لپاره دا تور هم پورته کړ چې ايران ''د داسې توغنديو په جوړولو بوخت دی چې ژر به متحده ايالتونو ته ورسېږي''.
هغه داسې څرګنده کړه چې دا به هم يوه بله سره کرښه وي.
ايران بيا بيا دا خبره رد کړې چې د خپلو بالېستيکي توغنديو پروګرام دې په خبرو کې شامل کړي.
د بهرنيو چارو مرستيال وزير مجید تختروانچي چې د مذاکراتي پلاوي يو مخکښ غړی هم دی، روانه مياشت په تهران کې له بيبيسي سره په مرکه کې وويل: ''کله چې پر موږ د اسرائيليانو او امريکايانو لخوا بريد وشو، زموږ توغندي زموږ مرستې ته شته وو، نو موږ څنګه کولای شو ومنو چې له خپلو دفاعي وړتياوو بېبرخې شو؟''
ټاکل شوې ده چې د خبرو دا بل پړاو، چې د ټرمپ لوړپوړی استازی سټیو وېټکوف او د هغه زوم جارد کوشنر پکې ګډون لري، دا روښانه کړي چې اصلي واټنونه چېرته دي او ايا دا واټنونه راکمېدای شي که نه. دواړه خواوې پوهېږي چې وخت په چټکۍ تېرېږي.
د بهرنیو اړیکو لپاره د اروپايي شورا لوړپوړې پاليسي شنونکې ایلي ګیرانمایح وايي: ''واشنګټن او تهران له لسيزو راهيسې په وروستۍ شېبې ديپلوماسۍ کې بند پاتې دي.''
هغې زياته کړه: ''توپير دا دی چې اوس د ايران پر ضد د امريکا تر ټولو ستر پوځي تمرکز شته، دواړو خواوو د مخامخ ټکر ازمېيل شوې لېوالتيا ښودلې، او د اسلامي جمهوريت لپاره د مشروعيت تر ټولو ژور کړکېچ رامنځته شوی، چې د نظام بدلون ګواښ هم پکې شامل دی.''
د سږنيو خبرو او تېر کال د هغو پنځو پړاوونو ترمنځ ښکاره توپيرونه شته، هغه خبرې چې د اسرائيلو د بريد له امله شنډې شوې، بريد چې وروسته په ۱۲ ورځنۍ جګړه واوښت او امريکا پکې د ايران پر درې مهمو اټومي تاسيساتو بريدونه ترسره کړل.
دا ځل رافائل ګروسي چې د نړۍ د اټومي څار ادارې (IAEA) مشري کوي، په هغو ډېرو تخنيکي او تفصيلي بحثونو کې ډېر ښکېل دی چې د هر ډول اټومي تړون لپاره اړين بلل کېږي، په ځانګړي ډول د کلکو او هر اړخيزو پلټنو په برخه کې.
ايران اوس نوې طرحې هم وړاندې کوي، لکه د خپل ډېرو بډای شويو يورانيم کمزوری کول، هغه يورانيم چې ۶۰ سلنه بډاينې ته رسېدلي او د وسلې درجې ته په خطرناک ډول نږدې بلل کېږي.
علي لاریجاني چې د ايران د عالي ملي امنيت شورا منشي او د مذهبي مشر علي خامنه يي سلاکار دی، هم په دې بهير کې نږدې ښکېل دی.
يوې سرچينې وويل: ''ښکاره ده چې د دواړو خواوو مذاکره کوونکي يو تړون ته رسېدل غواړي. خو دا لا روښانه نه ده چې اصلي پرېکړه کوونکي څه منلو ته چمتو دي.''
د خبرو مېز ته د تمرکز له اوښتو څو ساعته مخکې، پوښتنه لا هم پر ځای پاتې ده:
ايا ټرمپ به د ايران د اتومي پروګرام په اړه يو محدود تړون ومني، هغه تړون چې ډېری کسان يې لا هم ستونزمن خو عملي کېدونکی بولي؟
او علي خامنه يي به تر کومه بریده پر مهمو موضوعاتو جوړجاړي ته چمتو شي، په داسې وخت کې چې اسلامي جمهوريت له بهرنيو او کورنيو ګواښونو سره تر بل هر وخت ډېر مخ دی؟