د بښنې نړيوال سازمان د تحریک انصاف غړو پر ضد د "وژونکو عملیاتو" د "بېړنۍ" پلټنې غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د بنښنې نړيوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په پاکستان کې د اپوزيسون ګوند غړو پر ضد د "وژونکو عملیاتو بېړنۍ او بې پرې" پلټنه باید وشي.
د دغه سازمان په وینا، په پاکستان کې احتجاج کوونکي یو ځل بیا د چارواکو له لوري له "بې رحمۍ سره له وحشي او وژونکي چلند" سره مخامخ شوي دي.
اېمنسټي انټرنېشنل ویلي چې د تاوتريخوالي زیاتېدل، د انټرنټ بندول، په لویه کچه د خلکو نظربندول او د چارواکو له لوري د تحریک انصاف غړو په اړه "خطرناکې څرګندونې" کول په دغه هېواد کې سولهييزو مظاهرو ته د ازادۍ حق ورکولو پر وړاندې "نه زغم" په ډاګه کوي.
هغه څه چې د دغه سازمان په خبره، د دې کال په لومړیو کې بلوڅ او پښتانه احتجاجیان هم له ورته بندیزونو سره مخامخ شوي وو.
سلمان اکرم راجا: د تحریک انصاف شل غړي وژل شوي
د پاکستان د تحریک انصاف یو مشر سلمان اکرم راجا په یوه ويډيويي پيغام کې خپلو پلویانو ته ویلي، "نن په ډېرې خواشينۍ سره درته وایم چې پرون په اسلام اباد کې د پيټيای ۲۰ ملاتړي وژل شوي دي. موږ سره د اتو اسناد/پېژندګلوي شته او د نورو به هم درکړل شي."
وړاندې د تحریک انصاف یوه بل مشر زلفي بخاري د دغه ګوند د ۴۰ غړو د وژل کېدو ادعا کړې وه او د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور بیا ویلي وو چې سلګونه مظاهرهچیان وژل شوي دي.
زلفي بخاري ټينګار کړی چې ګواکې سلمان اکرم راجا له حقایقو پوره خبر نه دی او په وینا یې، د تحریک انصاف د وژل شوو شمېر ۴۰ تنه دی.

په همدې حال کې د پیټيای د پېښور مشر ارباب نسیم ویلي "بشری بيبي او علي امین ګنډاپور دا مهال په خیبرپښتونخوا کې دي.
د بيبيسي له ثنا اصف ډار سره په خبرو کې ارباب نسیم څرګنده کړه چې د شپې شاوخوا لس نیمې بجې، کله چې د حکومت له لوري عملیات پیل شول، بشری بيبي او علي امین ګنډاپور له هغه ځایه ووتل.
کله چې ترې وپوښتل شول چې د بشری بیبي د کورنۍ له لوري ادعا شوې چې هغه تښتول شوې ده، نو هغه وویل: "له شپې راهیسې د ټیليفون سیګنالونه نشته، ځکه اړیکه نه وه نیول شوې، خو بشری بیبي او علي امین ګنډاپور په خیبرپښتونخوا کې دي."
یاده دې وي، د سه شنبې په شپه د پیټيای د مظاهرهچیانو پر ضد له عملیاتو وروسته د حکومت وزیرانو ادعا وکړه چې د پیټيای بنسټګر عمران خان مېرمن بشری بيبي د مظاهرې له ځایه "ډي چوک" څخه تښتېدلې ده، خو د بشری بیبي خور مریم ریاض وټو ادعا وکړه چې "هغه له ډي چوکه تښتول شوې."
ارباب نسیم د شپې د عملیاتو په اړه د جزئیاتو په وړاندې کولو وویل چې د دوی ګڼ شمېر کارکوونکي وژل شوي، ټپیان شوي او یو شمېر نیول شوي دي.
د شپې ډي چوک کې څه تېر شول؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د حکومت له لوري د سې شنبې په شپه د پاکستان تحریک انصاف د ډي چوک غونډې پر ضد "لوی عملیات" تایید شوي، خو د دې عملیاتو جزئیات نه دي شریک شوي.
د فدرالي وزیرانو په وینا، په دې عملیاتو کې له ۵۰۰ تر ۵۵۰ پورې مظاهرهچیان نیول شوي دي، خو دا یې نه دي ویلي چې پرمهال یې څومره مظاهرهچیان ټپیان شوي دي.
له بلې خوا، د پيټيای پر رسمي "ایکس" پاڼه او د دې ګوند د ګڼو مشرانو له لوري ادعاوې شوي چې د امنیتي ځواکونو په بېرحمۍ ډزې کړې او اوښلن ګاز یې کارولی چې له کبله یې ګڼ مظاهرهچیان وژل شوي او ټپیان شوي دي. په دې اړه ویډیوګانې هم خپرې شوي دي.
په دغو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې مظاهرهچیان په منډو دي، د اوښلن ګاز لوګی ښکاري او په شاته یې د شدیدو ډزو غږونه اورېدل کېږي.
خو بيبيسي ته لا تر اوسه دغه خپلواکې وېډیوګانې نه دي تایید شوې او نه چارواکو په دې اړه کوم جزئیات ورکړي دي.
محسن نقوي: یوه ښځه د ګډوډۍ او فساد خپرولو مسؤله ده، له مظاهرهچیانو سره به هېڅ خبرې ونه شي

د عکس سرچینه، EPA
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د ګډوډئ او فساد مسؤله یوه ښځه ده او له مظاهرهچیانو سره به هېڅ ډول خبرې ونه شي.
محسن نقوي په "ډي چوک" کې د اطلاعاتو له وزیر عطا تارړ سره رسنیو ته وویل، "هغوی باید پوه شي چې له دوی سره به هېڅ مذاکرات ونه شي. له وزیراعظم سره په ناسته کې پرېکړه شوې چې له دې مظاهره کوونکو سره به هېڅکله خبرې ونه شي."
محسن نقوي د عمران خان پر مېرمن، بشری بيبي – چې اسلام اباد ته له مظاهرهچیانو سره تللې ده، تور ولګاوه او ویې ویل، "هغه ځاني زیان چې اوښتی مسؤله یې یوه ښځه ده. د دې فساد او ګډوډئ مسؤله یوه ښځه ده."
د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطا تارړ په تحریک انصاف تور ولګاوه او ویې ویل، "دوی د غریبو خلکو زامن د خپل ډال په توګه کارولي دي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Facebook پای
هغه زیاته کړه، "دا سولهییز مظاهره کوونکي نه دي." عطا تارړ رسنیو ته یو شمېر مرمۍ وښودې او دعوه یې وکړه چې دا د پي ټي ای مظاهرهکوونکو له خوا ویشتل شوې دي.
عطا تارړ وویل، "ریاست هېڅ کمزوری نه دی، که څوک فکر کوي چې د ډبرو او مرمیو په ګوزار سره به څوک خوشي کړي، نو دا د هغوی تېروتنه ده."
احتجاجیانو ته له زندانه د عمران خان پیغام: "تر وروستۍ سلګۍ مبارزه وکړئ"
د پاکستان تحریک انصاف او د عمران خان پلویانو احتجاجي کاروان د اسلام اباد 'ډي چوک' ته رسېدلي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر عمران خان- چې زندان کې دی، ویلي تر هغو به شاته نه شي چې غوښتنې یې پوره نه شي.
په یو بیان کې، چې د عمران خان پر ایکس خپور شوی، هغه خپلو پلوانو ته پیغام ورکړی چې تر وروستي توپ وهلو پورې مبارزه وکړي.
"هغو کسانو ته چې ما ته د پوځي محاکمې ګواښ کوي، پیغام ورکوم هر څه چې کول غواړئ وکړئ، زه به له خپل دریځه شاته نه شم."
نوموړي ویلي هغه خلک چې لا تر اوسه نه دي رسېدلي، باید ډي چوک ته ورسېږي.
پخواني لومړي وزیر تور لګولی چې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په لارښوونه د رینجرز او پولیسو لخوا پر پي ټي ای پلویانو ډزې شوې چې له امله یې بېګناه خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه چې محسن نقوي به د دې حساب ورکوي.
د مظاهرو ګډونوالو ته په سوله ییزه پاتې کېدو ټینګار سره، د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان وویل، ټول پاکستانیان باید په مظاهرو کې یو موټی او ټینګ پاتې شي.
بله خوا، د اسلام اباد کمیسار مرستیال عرفان نواز میمن بيبيسي ته ویلي چې پولیس او نیمه پوځي ډلګۍ هم د اعتراض کوونکو په مخنیوي کې پاتې راغلې او هغوی په 'رېډ زون' کې 'ډي چوک' ته ورسېدل.
د ښاغلي میمن په وینا، حالات تر اوسه "سولهييز" دي، خو هغه د دې پخلی نه دی کړی چې د پاکستان حکومت به له احتجاج کوونکو سره خبرې وکړي او که نه.
احتجاج کوونکي څه غواړي؟

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند تحریک انصاف پلویانو له پیل راهیسې ټينګار کاوه چې په هر حال به ځان د اسلام اباد 'ډي چوک' ته رسوي او هلته به تر هغه اعتراضونو ته دوام ورکوي چې عمران خان را خوشې شوی نه وي.
پوځ 'ډي چوک' ته څېرمه سیمه کلابنده کړې او لارې کوڅې یې پر کانټېنرونو تړلې وې خو اعتراض کوونکو اوس پر ټولو خنډونو سربېره ځانونه د راټولېدنې تر دغه چوکه رسولي دي.
د عمران خان مېرمن بشری بيبي ويلي دي چې "تر څو چې عمران خان موږ ته نه وي راستون شوی، دا لاریون به پای ته ونه رسېږي."
هغې د علي امين ګنډاپور په مشرۍ د تحريک انصاف د کاروان غړو ته په وينا کې وويل، "زه به تر وروستۍ سلګۍ پورې درسره ولاړه یم او تاسو باید زما ملاتړ وکړئ."
تحریک انصاف مخکې ویلي وو چې په دغه احتجاج کې د ګډون لپاره د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او جنوبي پنجاب له بېلابېلو سیمو خلک ور روان دي.
تاوتریخوالی او د امریکا سپارښتنه
که څه هم پولیسو او امنیتي ځواکونو هڅه وکړه چې احتجاج کوونکي اسلام اباد ته له ننوتو منع کړي خو په دې ترڅ کې د پولیسو او اعتراض کوونکو تر منځ ځای ځای اخ و ډب رامنځته شو.
پولیسو پر مظاهرهچیانو ربړي مرمۍ او اوبلن ګاز وکاراوه او امنیتي مسولانو بیا ویل چې احتجاج کوونکو پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه کول.
تر اوسه د دغو اعتراضونو پر مهال د پنځو پولیسو د وژل کېدو او د ګڼو نورو د ژوبلېدو خبر ورکړل شوی.
وروسته له پوځ د مداخلې غوښتنه وشوه چې په ترڅ کې یې امریکا پر پاکستان غږ وکړ چې "بشري حقونو او د خلکو بنسټيزو ازادیو ته درناوی وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو مېلر په یوه خبري غونډه کې په اسلام اباد کې د روان احتجاج په اړه د خبریال د پوښتنې په ځواب کې همدا راز له اعتراض کوونکو هم وغوښتل چې له تاوتریخوالي دې ډډه وکړي.
ښاغلي مېلر وویل، "موږ په پاکستان او ټوله نړۍ کې د بیان ازادۍ او د سولهييزو راټولېدنو ملاتړ کوو. موږ پر احتجاج کوونکو غږ کوو چې مظاهرې دې یې سولهييزې وي او له تاوتریخوالي دې ډډه وکړي."
د یادولو ده چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف مشر عمران خان د فساد په تور له څه باندې یو کال راهیسې زنداني دی، هغه تورونه چې دی یې ردوي.
د عمران خان پلویانو تر دې مخکې هم ورته احتجاجونه کړي دي خو د ښاغلي خان د خوشي کولو په اړه د دوی غوښتنه تر اوسه نه ده منل شوې.
وکتل شي چې دا ځل د پاکستان حکومت د دغو مظاهرهچیانو غوښتنې مني او که نه.












