د ګوګل اعتراف: د ترکیې زلزلې په اړه مو ۱۰ میلیونو خلکو ته خبرداری نه دی ورکړی

    • Author, جېمز کلیټن، انا فوسټر او پین ډیریکو
    • رپوټ له:, بي بي سي - نیوز

د ټکنالوژۍ نړیوال شرکت ګوګل منلې چې د 'زلزلې د لومړنۍ خبرتیا سیسټم' یې د ترکیې د ۲۰۲۳ کال د مرګونې زلزلې پرمهال خلکو ته په سمه توګه خبرداری نه دی ورکړی.

د 'ګوګل د لومړنۍ خبرتیا سیسټم' له لارې د زلزلې له مرکز څخه په کابو ۱۵۰ کیلومټره واټن کې ۱۰ میلیونو خلکو ته د زلزلې له پېښېدو ۳۵ ثانیې وړاندې د 'لوړ کچ خبرداری' لېږل کېدای شي.

خو د ګوګل یاد سیسټم د ترکیې د ۲۰۲۳ کال د لومړنۍ اوه اعشاریه اته درجې زلزلې په تړاو یوازې ۴۶۹ کسانو ته د 'اقدام وکړئ' خبرداری لېږلی دی.

ګوګل شرکت بي بي سي ته ویلي، نیم میلیون خلکو ته د ټیټې کچې خبرتیا، چې د "لږ ټکان" لپاره ډیزاین شوې، لېږل شوې ده.

د ټکنالوژۍ دغه لوی شرکت وړاندې بي بي سي ته ویلي وو چې سیسټم یې "ښه فعالیت کړی" دی.

د ګوګل د 'لومړنۍ خبرتیا سیسټم' په انډرایډ وسیلو کې کار کوي چې په ترکیه کې د ټولو کارېدونکو موبایلونو له ۷۰ سلنې ډېره برخه جوړوي.

د ۲۰۲۳ کال د فبروري پر شپږمه سوېل ختیځه ترکیه کې دوو ځواکمنو زلزلو له ۵۵ زرو ډېر خلک مړه او له یو لک څخه ډېر کسان ټپیان کړل.

ډېری کسان په هغو ودانیو کې ویده وو چې د زلزلې پر مهال ونړېدې.

د 'ګوګل د لومړني خبرتیا سیسټم' د زلزلې په ورځ فعال و – خو د زلزلې د ځواکمنتیا په تړاو اټکل یې ناسم و.

د ګوګل ویاند ویلي: "موږ له هرې زلزلې د زدکړې پر بنسټ، خپل سیسټم ته وده ور کوو."

د ګوګل سیسټم څنګه کار کوي؟

د ګوګل سیسټم، چې د انډرایډ زلزلې خبرتیا (ای‌اي‌ای) په نوم یادېږي، د ډېرو هغو موبایلونو د ټکانونو د کشفولو وړتیا لري چې پر انډرایډ چلیځ غونډال یا عملیاتي سیسټم چلېږي.

دا چې د زلزلې څپې په ځمکه کې نسبتا ورو حرکت کوي، نو شونې ده چې په تړاو یې خبرداری ولېږل شي.

د ګوګل تر ټولو جدي خبرداری 'اقدام وکړئ' نومېږي چې د کاروونکي په موبایل کې یو لوړ الارم رامنځ ته کوي. که د دغه خبرداري پر مهال موبایل د 'الوت حالت' یا 'نه مداخلې' موډ کې وي، بیا هم د زلزلې خبرداری د موبایل پر ښيښه را څرګندېږي او ټول سکرین پوښي.

دا خبرداری د زلزلې د ځواکمنو ټکانونو د کشفېدو پر مهال چې د خلکو ژوند ګواښلی شي، کاروونکو ته لېږل کېږي.

ګوګل شرکت د 'خبردار اوسئ' په نامه یو بل خبرداری چې نسبتا کم جدي خبرداری ګڼل کېږي، هم لري. دغه خبرداری د زلزلې د سپکو ټکانونو پر مهال کاروونکو ته لېږل کېږي.

که موبایل د 'الوت حالت' یا 'نه مداخلې موډ' کې وي، نو دغه خبرداری د کاروونکو د موبایل پر ښیښه نه را څرګندېږي.

کاروونکو ته د ګوګل له خوا په ترکیه کې د زلزلې په تړاو د 'اقدام وکړئ' خبرداری ور کول خورا مهم و، ځکه چې لومړۍ زلزله سهار وختي په ځايي وخت څلور بجې او ۱۷ دقیقو کې پېښه شوه چې ډېری کاروونکي ویده و او یوازې یوه ډېر جدي خبرداري را ويښولای شول.

د ټکنالوژۍ پر اغېزناکتیا پوهېدو لپاره بي بي سي له زلزلې وروسته میاشتو کې وغوښتل له هغو کاروونکو سره خبرې وکړي چې دا خبرداری ورکړل شوی و.

خو په زلزله ځپلو سیمو کې د څو میاشتو په موده کې له خلکو سره له خبرو وروسته موږ داسې څوک ونه موندل چې د زلزلې له راتلو دمخه یې د 'جدي اقدام خبرتیا' ترلاسه کړې وي.

بي بي سي خپلې موندنې د هماغه کال په وروستیو کې خپرې کړې.

'محدودیتونه'

د ګوګل څېړونکو په ساینس ژورنال کې د ترکیې د زلزلې اړوند د سیستم د نیمګړتیاوو په تړاو جزیات خپاره کړي چې تر ډېره یې په کې د ګوګل د "کشف الګوریتمونو محدودیتونو" ته اشاره کړې ده.

د لومړۍ زلزلې لپاره، د ګوګل سیسټم د زلزلې د ځواکمنتیا کچ (ایم‌ایم‌ایس) د څلور اعشاریه پنځه او څلور اعشاریه نهه درجو ترمنځ اټکل کړی و، خو په حقیقت کې زلزله اوه اعشاریه اته درجې وه.

د هغې ورځې په وروستیو کې یې د دویمې زلزله کچ هم کم اټکل کړی و چې اته زره او ۱۵۸ کسانو ته یې 'اقدام وکړئ' او څلورو میلیونو خلکو ته یې د 'خبردار اوسئ' خبرداري لېږلي وو.

له زلزلې وروسته د ګوګل څېړونکو الګوریتم بدل کړ او د لومړۍ زلزلې خبرداری یې په نمونه‌يي ډول بیا کاروونکو ته ولېږه.

دا ځل، سیسټم هغو ۱۰ میلیونو کسانو ته چې په ډېر خطر کې و، د 'اقدام وکړئ ' خبرتیاوې او ۶۷ میلیونو کاروونکو ته یې چې د زلزلې له مرکز څخه لرې سیمو کې اوسېدل، د 'خبردار اوسئ' خبرتیاوې ولېږلې.

ګوګل بي بي سي ته وویل: "د زلزلې د لومړنۍ خبرتیا هر سیسټم د ځواکمنو زلزلو د الګوریتمونو په تنظیمولو کې له ورته ننګونې سره مخامخ دی."

د کولوراډو د کانونو ښوونځي مرستیاله پروفیسره الیزابت ریډي وايي، دا چې په دې اړه معلوماتو ترلاسه کولو دوه کاله وخت نیولی، دا اندېښمنوونکې ده: "زه په رښتيا هم مايوسه يم چې دومره وخت يې ونيو."

هغه وايي: "موږ د يوې کوچنۍ پېښې په اړه خبرې نه کوو، خلک مړه شول، خو د دې خبرداري فعالیت هغسې نه و چې موږ یې تمه لرله."

ګوګل وايي، د زلزلې د لومړني خبرداري دا سیستم یې بشپړوونکی دی، خو د هېوادونو د ملي سیستمونو ځایناستی نه دی.

په هرصورت، ځینې ساینسپوهان اندېښمن دي چې هېوادونه پر هغې ټکنالوژۍ ډېر باور کوي چې په پشپړ ډول ازمویل شوې نه ده.

د ارام نارد ویسټیک سیاسميک شبکې مشر هارولډ ټوبین بي بي سي ته وویل: "د دې سیسټمونو د کاري وړتیا په تړاو ريښتوني اوسېدل خورا اړین دي."

د ګوګل څېړونکي وايي، تر پیښې وروسته تحلیل یې د زلزلې د لومړني خبرداري سیسټم ښه کړی دی او په ۹۸ هېوادونو کې یې په دې تړاو خبرتیاوې خپرې کړې دي.

بي بي سي له ګوګل پوښتلي چې یاد سیسټم په ۲۰۲۵ کال کې د میانمار د زلزلې پر مهال فعالیت وکړ، خو تر اوسه مو لا ځواب نه دی ترلاسه کړی.