تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د میانمار زلزله کې د وژل شویو شمېر تر ۲۰۰۰ واوښت، حکومت یوه اوونۍ ملي ماتم اعلان کړی
د میانمار پوځي حکومت وايي چې د مارچ پر ۲۸مه د رېښتر په کچه په اووه اعشاریه اووه درجې ځواکمنه زلزله کې د وژل شویو شمېر تر ۲۰۰۰ اوښتی او نږدې ۴۰۰۰ نور ژوبل دي.
حکومت په دغه هېواد کې یوه اوونۍ ملي ویر یا ماتم اعلان کړی او ورسره یې له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د بيبيسي خبریال تهزار لېن د میانمار دویم ستر ښار 'منډلې' کې دی او زلزلهځپلې سیمې یې له نږدې کتلې دي.
دی وايي چې تېره شپه یې ولیدل چې ټوله سیمه په تیارو کې ډوبه ده او هرې خوا ته تباهي ګډه ده، "نه برېښنا شته، نه اوبه او نه مو هم کوم تشناب پيدا کړ. په ښار کې د خوراکي توکو یو څو هټۍ خلاصې وې خو د خلکو اوږدې لیکې ورته ولاړې وې."
"مړي په ډلهييزه توګه سوځول کېږي"
له زلزلې ژوندیو وتلو محصلانو بيبيسي ته ویلي چې په منډلې ښار کې د وژل شوو مړي په ډلهييزه توګه سوځول کېږي.
هاخوا په تایلنډ کې هم د ژغورنې عملیات روان دي.
د بنکاک مرستیالې والۍ تاويدي کامولویج خبریالانو ته ویلي چې ژغورونکو د سکېنر په مرسته تر خاورو، خځلو لاندې شپږ، اووه مړي موندلي دي.
دا وايي چې په ځينو مواردو کې خو یو شمېر کسان تر خاورو لاندې ان تر ۷۲ ساعتونو هم ډېره موده ژوندي پاتې شوي دي.
د اغلې کامولویج په وینا، ژغورنډلې خپل ټول وس او هڅه کوي چې مړي راوباسي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو روغتیا نړیوال سازمان د میانمار له زلزلهځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دمګړۍ اته میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا ده.
ډبلیواېچاو همدا راز ویلي چې د زلزلې له کبله زرګونه ژوندونونه له خطر سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، د تېرې جمعې (مارچ ۲۸) راغلې سختې زلزلې له کبله د راروانو ۳۰ ورځو په اوږدو کې زلزلهځپلو سیمو او خلکو ته د مرستو رسولو او د ناروغیو د خپرېدو مخنیوي لپاره د بسپنې او چندې راټول اړین دي.
چارواکي وايي، سلګونه کسان لا هم تر خاورو لاندې دي او اندېښنه یې څرګنده کړې چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېر ورسره زیات شي.
د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مرستندویه ډلې دغه هېواد ته رسېدلې او ځینو سیمو کې یې د ژغورنې عملیات پیل کړي دي.
په تایلنډ کې هم زلزلې ځاني او مالي زیانونه اړولي
په ګاونډي تایلنډ کې هم د وژل شویو تایید شوی شمېر ۱۸ تنو ته لوړ شوی او ۷۸ نور لا په بنکاک کې د یوې نړېدلې نیمه تمامې ودانۍ تر ویجاړیو لاندې ورک دي.
د دغه هېواد لومړی وزیر وايي چې ژغورندویانو د دې ودانۍ په ویجاړیو کې د ژوند نښې موندلې او هیله شته چې یو شمېر کسان دې لا ژوندي وي.
د بې درکه کسانو کورنۍ دې ته سترګې په لار دي چې تازه او ښه خبر واوري. د دوی له ډلې یوې ښځې بيبيسي ته ویلي چې "هر څومره وخت نیسي" دا به منتظره وي.
میانمار د ۲۰۲۱ کال له پوځي کودتا راهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکېل دی.
د ملي یووالي جلاوطنه حکومت اعلان کړی چې په سختو ځپل شویو سیمو کې یې د دوو اوونیو لپاره خپل پوځي عملیات درولي دي.
روسیې، چین، هانکانګ، هند، مالیزیا او څو نورو هېوادونو ویلي چې میانمار ته یې لسګونه مرستندویان استولي چې د ژغورنې چارو کې برخه واخلي.