تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د زلزلې پر مهال باید څه وکړو او څه ونه کړو؟
د افغانستان له شماله رپوټونه وايي، یوې زورورې زلزلې په بلخ او شاوخوا ولايتونو کې زیانونه اړولي دي. د امریکا د جيولوجيکي سروې اداره وايي، دا زلزله چې ۶.۳ درجې وه مرکز یې د افغانستان شمال کې مزار شريف ته څېرمه په خلم کې و. ويل کېږی د زلزلې ټکانونو د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم لړزولي دي.
د زلزلې پر مهال که په ودانۍ کې یاست
- له کړکیو، سترو الماریو، بخاریو او نورو درنو شیانو لرې شئ، ممکن پر تاسو در وغورځي.
- د ډوډۍ خوړلو یا لیکلو تر مېز لاندې پټ شئ او که په زلزله کې وخوځېدل، پښې یې ټینګې ونیسئ.
- که استوګنیزه مېنه کې یاست، د زلزلې پر مهال بهر یا لاندې په پوړیو( ځینو) کې منډه نه کړئ، ځکه ممکن وغورځېږئ او ټپي شئ.
- پخلنځی (اشپزخانه) د زلزلې پر مهال ډېر خطرناک ځای دی، که امکان یې وي ترې ووځئ.
- د یخچال، المارۍ او د دوی په څېرد کور د نورو لوړو او درنو وسایلو له څنګ لېرې شئ.
که له ودانۍ بهر یاست
پرانیستې فضا ته لاړ شئ - له ودانیو، د برېښنا له تارونو، دودکښونو یا موریو او بل هر داسې شي لېرې شئ چې د نړېدو او راغورځېدو امکان یې وي.
که د زلزلې پېښېدو پر مهال موټر چلوئ
- ګاډی په پام سره و درروئ او څومره چې کولی شئ له نورو موټرونو ځان لېرې کړئ.
- هېڅکله هم تر پلونو، ونو، د برېښنا ستنو یا ترافیکي اشارو لاندې مه درېږئ.
- چې ټکانونه ختم شوي نه وي له موټر مه کوزېږئ.
- د بیا تللو پر مهال په سړک کې ماتو خښتو او کاڼو ته پام کوئ.
د زلزلې پېښېدلو پر مهال څه باید ونه کړو؟
- که کور ته د ګاز راغځېدلې نلکه مو بنده شوې وه، پخپله یې مه خلاصوئ او د ګاز ادارې ته یې وسپارئ.
- که ډاډه نه یاست چې له سورۍ شوې نلکې د وتونکي ګاز بوی ختم شوی نه دی، د لایټر، اورډبي او نور اور اچوونکو وسایلو له کارولو ډډه وکړئ.
- دې ته مو باید پام وي چې مرستندویان، پولیس، امبولانسونه او اوروژونکي ښايي ژر مرستې ته درونه رسېږي.
له زلزلې وروسته
که زلزله ختمه شوې هم وي باید د تعقیبي ټکانونو احتمال ته مو پام وي او هڅه وکړو چې ځان له ماتو ښیښو او نورو شیانو لېرې کړو. له زلزلې وروسته خطرونو څخه د خوندیتابه لپاره هم سپارښتنې شته چې ځینې په لاندې ډول دي:
- که څوک ټپي شوی وینه ترې بهېږي هڅه وکړئ پر ټپ یې نېغ زور وکړئ؛ د دې کار لپاره له پاکې پټۍ یا ټوټې کار واخلئ.
- هغه کسان چې سخت ټپي شوي مه یې خوځوئ، مګر په دې شرط چې له ډېر خطر سره مخ وي.
- ټپي په کمپله کې پټ کړئ او ګرم یې وساتئ.
- که ستاسو کور یا ګاونډ اور اخیستی، نو سملاسي یې د وژلو هڅه وکړئ.
- په هره وسیله چې کېږي وروستي خبرونه واورئ.
- پام کوئ چې څه شی در باندې ونه غورځېږي.
- که د ګاز بوی مو تر سپږمو شو، د اورډبي یا نورو اور اچوونکو وسیلو له روښانولو ډډه وکړئ.
که له ودانۍ بهر یاست
- پر سړکونو له درېدلو ډډه وکړئ او د مرستندویه ګاډو تېرېدلو ته لار پرانځئ.
- ورانو او نړېدلو ودانیو ته مه نږدې کېږئ.
- د برېښنا تارونو ته لاس مه ور وړئ.