مسکو کې چاودنې دوه پولیس افسران وژلي

څلور پولیس په خپلو ځانګړو درېشیو کې پر سړک ولاړ دي، وسلې ورسره دي او لار یې تړلې ده چې ګڼ موټر هم درېدلي برېښي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا په پلازمېنه مسکو کې په تېرو درو ورځو کې دویمه چاودنه ده.

روسي چارواکو ویلي چې په مسکو کې په یوه چاودنه کې د دوو پولیسو په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د روسیې د پلټنو فدرالي کمېټې ویلي چې د ترافیکو دوو پولیس افسرانو د مسکو ښار په بیلیتسکایا واټ کې د پولیسو موټر ته نږدې یو "مشکوک" کس ولید خو کله چې دوی د نیولو په نیت ورنږدې شول نو بم وچاودېد.

په دې پېښه کې دوه پولیس او د برید ځای ته نږدې ولاړ کس، درې واړه ژوبل شول چې وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

دا په تېرو درو ورځو کې دویمه چاودنه ده چې په روسۍ پلازمېنه مسکو کې کېږي.

نننۍ چاودنه هغه ځای ته نږدې شوې چې تېره دوشنبه (مرغومی ۱/دسمبر ۲۲) پکې د روسیې یو لوړپوړی جنرال په یوه موټربم کې ووژل شو.

ډګر جنرال فانیل سروروف هله ووژل شو چې تر ګاډي لاندې ځای‌پر‌ځای شوی بم وچاوېد.

د روسیې د تحقیقاتو فدرالي کمېټې ویاندې سویتلانا پيترینکو پر ټېلیګرام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په مسکو کې "د ترافیکي پولیسو د دوو افسرانو د وژلو" جنايي قضیې پلټنه روانه ده.

دې کمېټې د ۵۶ کلن وژل شوي ډګر جنرال فانیل سروروف په اړه ویلي وو چې د روسیې د وسله‌والو ځواکونو د عملیاتي روزنې څانګې مشر و.

د چاودنې په ترڅ کې ویجاړ شوی ګاډی ښکاري چې ځینې تحقیقي چارواکي پرې راټول دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د روسیې تحقیقاتي کمېټه وايي چې کېدای شي دا بم د اوکراییني څارګردو ادارو د ښکېلتیا په ترڅ کې پر ځای شوی وي خو اوکرايين په دې اړه څه نه دي ویلي.

ویل کېږي چې د هغه احتمال پلټنه هم روانه ده چې ښايي هغه ته تر موټر لاندې د بم په ځای‌پر‌ځای کولو کې د اوکرایین د څارګرې ادارې لاس لري خو اوکرایین په دې هکله څه نه دي ویلي.

د دغې کمېټې په وینا، د دې وژنې او د چاودېدونکو توکو د قاچاق په اړه یې پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي.

د روسیې د رسنیو په وینا، سروروف د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ کلونو په لومړیو کې د اوسیتیا-انګوش شخړې او د چیچنیا جګړو پرمهال په جنګي عملیاتو کې برخه اخیستې وه. هغه همداراز د ۲۰۱۵-۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په سوریه کې د ځینو عملیاتو مشري هم کړې وه.

ورته چاودنې او بریدونه

له هغه وخته چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکرایین پوځي یرغل وکړ، د روسیې پلازمېنه کې یو شمېر پوځي چارواکي او لوړپوړي شخصیتونه په نښه شوي دي.

د یوه مشهور ملتپال او د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین د نږدې ملګري ۲۹ کلنه لور داریا دوګینا، په ۲۰۲۲ کال کې په یوه مشکوک موټر بم چاودنه کې ووژل شوه.

جنرال یاروسلاو موسکالیک تېر اپریل کې په یوه موټر بم برید کې ووژل شو او جنرال ایګور کیریلوف بیا د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې هغه وخت ووژل شو چې په یوه سکوټر کې پټ شوي بم ته له لرې چاودنه ورکړل شوه.

له هغه وروسته یوې اوکرایینۍ سرچینې بي‌بي‌سي ته وویل چې جنرال کیریلوف د اوکرایین د امنیتي خدمتونو لخوا ووژل شو خو دا هېڅکله په رسمي ډول تایید نه شوه. د پالیسۍ په توګه، اوکرایین هېڅکله په رسمي ډول د هدفي بریدونو مسؤلیت نه مني او نه یې هم ادعا کوي.