په مسکو کې موټر بم چاودنه شوې

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, الیکس بوئد او لورا ګوژي
- دنده, بي بي سي
روسیه کې چارواکي وايي، پلازمېنه مسکو کې د موټر بم په یوه چاودنه کې یو روسی جنرال وژل شوی دی.
د روسیې تحقیقاتو فدرالي کمیټې ویلي، ډګر جنرال فانیل سروروف د دوشنبې پر سهار تر موټر لاندې د ایښودل شوي بم له چاودنې وروسته ووژل شو.
کمېټې مسوولین وايي، ۵۶ کلن سروروف د وسله والو ځواکونو د عملیاتي روزنې څانګې مشر و.
ویل کېږي، پر هغې تیورۍ هم پلټنه شوې، چې کېدای شي د بم ځای پر ځای کولو کې اوکراییني څارګرې ادارې لاس لري، خو اوکرایین په دې هکله څه نه دي ویلي.
یادې کمېټې ویلي، چې سروروف د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې مړ شو او زیاتوي، چې د دې وژنې او چاودیدونکو توکو قاچاق په اړه یې پوښتنې، ګروېږنې پیل کړې دي.
د څارنوالۍ کارکوونکي د روسیې پلازمېنې په سویلي برخه کې د اپارتمانونو یوه بلاک ته نږدې د موټرو درولو په ځای کې د معلوماتو یو ځای کولو په حال کې لیدل شوي دي.
په سیمه کې اخیستل شوي انځورونه یو سخت زیانمن شوی سپین رنګه موټر ښیي چې دروازې یې ماتې شوې او په شاوخواکې یې نور موټرونه ولاړ دي.
د روسیې د رسنیو په وینا، سروروف د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ کلونو په لومړیو کې د اوسیتیا-انګوش شخړې او چیچنیا جګړو پرمهال په جنګي عملیاتو کې برخه اخیستې وه، او دغه راز یې د ۲۰۱۵-۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په سوریه کې د ځینو عملیاتو مشري کړې وه.

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ (کریملین) ویاند دیمیتري پیسکوف وايي، ولادیمیر پوتین ته د سروروف د وژل کېدو خبر سملاسي ورکړل شو.
له هغه وخته چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکرایین پوځي یرغل وکړ، د روسیې پلازمېنه کې یو شمېر پوځي چارواکي او لوړ پوړي شخصیتونه په نښه شوي دي.
د یو مشهور ملتپال شخصیت او پوتین د نږدې ملګري ۲۹ کلنه لور داریا دوګینا، په ۲۰۲۲ کال کې په یوه مشکوک موټر بم چاودنه کې ووژل شوه.
جنرال یاروسلاو موسکالیک تېر اپریل کې په یوه موټر بم برید کې ووژل شو او جنرال ایګور کیریلوف بیا د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې هغه وخت ووژل شو، چې په یوه سکوټر کې پټ شوي بم ته له لېرې څخه چاودنه ورکړل شوه.
له هغه وروسته یوې اوکرایینۍ سرچینې بي بي سي ته وویل چې جنرال کیریلوف د اوکرایین د امنیتي خدماتو لخوا ووژل شو، خو دا هیڅکله رسماً تایید نه شوه. د پالیسۍ په توګه، اوکرایین هیڅکله په رسمي ډول د هدفي بریدونو مسوولیت نه مني او نه یې هم ادعا کوي.











