له ایرانه په ریکارډ کچه د افغان کډوالو تګ: یوه ورځ کې ۱۷ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي

    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي

بي‌بي‌سي‌ ته مالومه شوې چې پرون (سې شنبه د جون ۲۴مه) له ایرانه له ۱۷۵۰۰ ډېر افغانان په یوه ورځ کې یوازې د هرات له لارې افغانستان ته استول شوي دي.

په هرات کې د کډوالو چارو ریاست بي‌بي‌‌سي‌ ته ویلي،‌ ایراني چارواکو په ۳۱۶ لویو بسونو کې دغه کډوالو د هرات اسلام کلا ته اړولي دي.‌

په هرات کې د کډوالو چارو مشر مولوي ادم خان سعد زیاتوي،‌ دا په یوه ورځ‌ کې د تېرو څلورو کلونو پر مهال په ریکاډ کچه د کډوالو ستنېدنه ده.‌

له دې دوه ورځې وړاندې د یکشنبې پر ورځ‌ شاوخوا ۱۱ زره کسان په یوه ورځ کې افغانستان ته اړول شوي‌ وو.

د ستنو شویو کډوالو هرې کورنۍ ته څه باندې ۱۰ زره افغانۍ ورکول کېږي چې په افغانستان کې تر خپلې مېنې ورسول شي خو د کډوالو په وینا "دا پیسې د دوی لپاره هېڅ بسنه نه کوي."

په ایران کې له پنځو میلیونو ډېر افغان کډوال اوسېږي او د ایران حکومت هغو کډوالو ته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري،‌ ویلي‌ چې د روان کال د جولای تر شپږمې له دغه هېواده ووځي.‌

د ایران او اسرائیلو ترمنځ‌ د جګړې په لومړیو ورځو کې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمېر یو څه کم شوی وو، چې ویل کېدل یو دلیل یې د ایراني چارواکو بوختیاوې وې او د کډوالو ستنولو ته یې وخت نه درلود.‌ بل دلیل دا هم و چې د ایران له ښارونو د ستنېدونکو کډوالو لپاره کافي بسنونه نه وو، ځکه خپله ایرانیان د جګړې له وېرې په "لویو ګاډو کې وتل."

خو دا شمېر اوس کمساری بلل کېږي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې نژدې ۶۰۰ زره افغانان له ایرانه ستنول شوې دي او دا شمېر په چټکۍ ډېرېږي.

له ایرانه د طالبانو غوښتنه

پر اسرائیلو د ایران له برید وروسته، د رپوټونو له مخې یو شمېر افغانان اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور نېول شوي دي.‌

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی هم په دې اړه رپوټونه اورېدلي خو نور مالومات نه لري.‌ ښاغلی مجاهد زیاتوي، که حالت عادي شي، په ایراني محکمو کې به عدالت ته د تورونو افغان په رسېدنه کې هڅه وکړي.

د طالبانو حکومت ویاند زیاتوي، له ایراني چارواکو غوښتنه کوي چې افغان کډوال په زور ونه شړي او وايي‌ په ایران کې د حالاتو له عادي کېدو وروسته به "د کډوالو ستونزې بیا له ایراني سره راپورته کړي."

د افغانستان بل ګاونډي هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ نژدې له یوه کال راهیسې چټکه کړې.‌ د پاکستان کورنیو چارو وزارت په وینا د روان کال اپریل له لومړۍ نېټې د غیرقانوني کډوالو ایستلو لړۍ پیل شوې او تر اوسه پورې په دې لړ کې یو میلیون او ۱۰۰ زره (غیرقانوني بهرنیان) له پاکستانه ایستل شوي دي.

افغانستان ته به په دومره لوی شمېر د کډوالو ستنول، د داسې هېواد لپاره چې له وړاندې یې اقتصاد ځپل شوی، لویه ننګونه وي.‌ بې کاري، د فرصتونو نشتوالی او د کډوالو لپاره د میشت ځایونو لږوالی هغه څه بلل کېږي چې د کډوالو ژوند لاسختولی شي.‌