تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۲ غړو د طالبانو حکومت امر بالمعروف قانون ته اندېښنه ښودلې
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون تصویبېدو په تړاو "ژوره خواشینې" ښودلې ده.
دا اعلامیه د امنیت شورا له دوه دوو دایمي غړو روسیې او چین او همدا راز یوه لنډمهالي غړي الجزایر پرته د دې شورا پاتې دولسو غړو په ګډه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې دوامداره "سیستماتیک جنسیتي تبعیض او ځپنه په کلکو ټکو" غندي.
د امنیت شورا دغو غړو له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو غږ واوري.
د طالبانو حکومت لا د امنیت شورا د غړو دې اعلامیې غبرګون نه دی ښودلې، خو مخکې یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر قانون نیوکې رد کړې دي.
د طالبانو حکومت په دغه قانون کې پر نورو محدودیتونو سربېره د ښځو غږ هم عورت ګنل شوی دی.
تر دې مخکې د بشري حقونو ګڼو مدافع بنسټونو هم د دغه قانون په تړاو اندېښنه ښودلې وه.
خو طالبانو بیا د دغه قانون په اړه غبرګونو او اندېښنو ته په ځواب کې نړیوال له اسلامي قوانینو په ناخبرۍ تورن کړي او ویلي یې دي چې په دې اړه د نېوکو واک نه لري.
د امنیت شورا غړو نور څه ویلي؟
دا علامیه د امنیت شورا درېیو دایمي غړو امریکا، بریتانیا، فرانسې او ایکوادور، ګایانا، مالتا، موزمبیق، سیرالیون، سویلي کوریا، سویس، سلوانیا او جاپان لاسلیک کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازي یمازاکي کازویوکي ويلي، هېواد یې د امنیت شورا له یوولسو نورو غړو سره په ګډه په افعانستان کې د بشري وضعیت په تړاو ژوره اندېښنه لري.
هغه زیاته کړې، دوی ټول سره را ټول شوي وو چې په سختو ټکو د طالبانو حکومت د امر بالمعروف نوی قانون وغندي.
په اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو حکومت پر مخکینیو فرمانونو سربېره د امر بالمعروف دغه نوي قانون له پخوا موجود محدودیتونه لا پسې پراخ کړي او محتسبینو ته یې لا زیات واک او صلاحیت ور کړی دی.
اعلامیه کې زیاته شوې، ټول افغان وګړي جدآ اندېښمن دي چې دغه نوی قانون به یې د ژوندانه پر ډېرو برخو منفي اغېزه وکړي.
اعلامیه وايي، "امنیت شورا درې کاله مخکې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت په اړه بحثونه کړي او په بېلابېلو وختونو کې یې په دې تړاو ګډ غږ پورته کړی دی".
په دې لړ کې د دې شورا لخوا د ۲۰۲۳ کال اپرېل کې په یوه خوله د ۲۶۸۱ ګڼه پرېکړهلیک د صادرېدو یادونه هم شوې، چې د ښځو او نجونو په بشپړ، مساوي، مانادار او خوندي ګډون ټینګار په کې شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د جاپان سفیر ویلي، دوی یو ځل بیا له طالبانو غواړي چې خپلې هغه ټولې پالیسۍ او حکمونه ژر بېرته لېرې کړي چې له خپلو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د ښځو او نجونو برخمنېدل محدودي.
هغه له طالبانو دا هم غوښتي چې د ښځو غږ واوري او د زدکړو، کار، د بیان ازادۍ او سفر موکه ورته برابره کړي.
ښاغلي کازویوکي زیاته کړه، دا د باثباته، سوله ییز او هوسا افغانستان لپاره مخشرط دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې ګډه اعلامیه کې همدا راز پر ټولو هېوادونو او سازمانونو هم غږ شوی چې پر طالبانو له خپل نفوذه په استفادې هغوی ته قناعت ور کړي چې د ښځو پر وړاندې دوه ګونی چلند پای ته ورسوي.
ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازي د طالبانو حکومت له خوا افغانستان کې بشري حقونو په تړاو د دغه سازمان د ځانګړي راپورتر ریچارډ بینیټ پر سفر بندیز هم خواشینوونکی بللی دی.
هغه ټینګار کړی چې ښاغلی بېنېټ باید په ازادانه ډول خپل فعالیت ته دوام ور کړای شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۲ غړو په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، افغان ښځو او نجونو اوږد کړاو ګاللی او هره ورځ لا پسې ناهیلې کېږي چې دغه وضعیت دوی لپاره د منلو نه دی.
اعلامیه کې زیاته شوې، د طالبانو حکومت دغسې چلند نړیوالې ټولنې له خوا د دوی له حکومت سره د تعامل هڅې تر پوښتنې لاندې راولي.
تر دې وړاندې هم د بشريٍ حقونو ګڼو بنسټونو او افغان فعالانو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر نوي قانون نیوکې کړې او د هغه لغوه کېدل یې غوښتي.