تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان کې د ښځو د وضعيت په اړه غونډه کوي
د ملګرو ملتو امنیت شورا ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په تړاو د روانې سېپمتمبر میاشتې پر اتلسمه یوه غونډه کوي.
يادې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې غونډې مشري به د سلووېنیا د بهرنیو چارو وزیره کوي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې روزا اتونبایوا او د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیاله سیما بحوث به هم پکې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حالت په اړه مالومات وړاندې کوي.
د سلووېنیا د بهرنیو چارو وزیرې تانجا فاجون ویلي چې پر افغانستان دا ورټول بحث د وزیرانو کچې ته لوړوي او یوازې به د نجونو او ښځو پر زده کړو تمرکز کوي.
نوموړې زیاته کړې، "د لارښود اصل مو دا دی چې د ټولنیز ژوندانه په ټولو برخو کې د ښځو له بشپړ، برابر او معنادار ګډون پرته دايمي سوله او ثبات نشته".
امنیت شورا له دې وړاندې هم د افغانستان پر حالاتو په خپلو غونډو کې په افغانستان پایېدونکې سوله او پرمختګ له یوه داسې هر اړخیز سیاسي بهیر سره تړلی چې د افغانانو بشري حقونو او د قانون واکمنۍ ته په درناوي ولاړه وي.
شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې هم امنیت شورا د بندو دروازو تر شا په یوه غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو "جنسیتي تبعیض" په کلکه غندلی، د بشر حقونو د سرغړونو په تړاو يې د حساب ورکولو غوښتنه کړې او په هر سیاسي بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار کړی و.
تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو هم د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون پلي کېدو په اړه "ژوره" اندېښنه ښودلې او دا یې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د جدي شاتګ او د طالبانو د رژیم د ۱۹۹۰یمو کلونو د سختو وضع شویو تګلارو تازه کېدل بللې.
یوناما هم اندېښنه ښودلې وه چې د طالبانو تازه قانون د اشخاصو پر فردي چلند پراخ محدودیتونه وضع کوي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسیبنو ته یې د پلي کولو واکونه ورکوي.
خو د طالبانو د حکومت امر بامعروف او نهی عن المنکر وزارت تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د دغو اندېښنو په ځواب کې په یوه اعلامیه کې له یوناما سره د هر ډول مرستې او همکارۍ درولو ویلي وو او یوناما یې د مقابل طرف په توګه یاده کړې وه.
که څه هم وروسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند له دې ټولو سره سره ټینګار کړی و چې له طالبانو سره اړیکو او په افغانستان کې د خپل ماموریت دوام ته ژمن دي.