روزګان کې ترافیکي پېښې اته تنه وژلي

په افغانستان کې د روزګان ولایت ځايي چارواکو ویلي، د ګیزاب ولسوالۍ پر لویه لار د مساپر وړونکي موټر د چپه کېدو له کبله لږترلږه اته تنه مړه شوي او یو سخت ټپي شوی دی.

د روزګان امنیتي مسؤلان وايي، پېښه نن (دوشنبه) ګهیځ شاوخوا دوه نیمې بجې رامنځ ته شوې ده.

د روزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې پېښه د سړک خرابوالي له کبله شوې.

ځینو چارواکو د لارې خرابوالي ترڅنګ د چلوونکو بې‌احتیاطي د پې‍ښې لامل بللی.

سرچینې وايي موټر له یوه پله څخه لوېدلی او پل هم نړېدلی دی.‌

روزګان کې د طالبانو حکومت امنیتي مسؤلانو له چلوونکو ترافیکي قوانینو ته د پام کولو غوښتنه کړې او وايي په دې سره د خونړیو پېښو مخه نیول کېدای شي.

ګیزاب د ترینکوټ شمال لوېدیځ شاوخوا ۱۱۰ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده او لاره تر ډېره په غرونو کې ورغځېدلې ده.

د روان ۲۰۲۴ کال لومړیو کې کابل کې امنیتي چارواکو ویلي وو، افغانستان کې د تېر کال پرتله ترافیکي پېښې ډېرې شوې.

افغانستان کې هر کال زرګونه غټې او وړې ترافیکي پېښې کېږي چې سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

د چلوونکو لخوا ناغېړي او بې احتیاطي، ګړندی تګ، زاړه او د چپ لاس موټر، د سړکونو خرابوالی، د خوندیتابه اصولو او ترافیکي قوانینو ته پام نه کول افغانستان کې د ترافیکې پېښو عمده لاملونه بلل کېږي.

خو د دې ترڅنګ د کارنده او منظم ترافیکي سیستم او بنسټونو نشتوالي، د ترافیکي قوانینو نه څارل کېدو او په ځانګړې توګه پر لویو لارو کنټرول لپاره د مسلکي ترافیک پولیسو کمښت د موټرو په وسیله سفر خطرناک کړی دی.

د ترافیکي پېښو بل لامل پر لویو لارو د ترافیکي نښو نشتوالی یا کمښت دی.

د چلوونکو لخوا د ترافیکي اصولو نه مراعتول دی، فاصله نه ساتل او چټک تګ، او پر لویو لارو د ترافیک پولیسو نشتوالی هغه د ترافیکي پېښو سبب کېږي".

پر افغانستان سربېره له پاکستان، هند، بنګله دېش او د سیمې له نورو هېوادونو هم وخت ناوخت د مرګونو ترافیکي پېښو راپورونه ورکول کېږي.

د شمېرو له مخې هر کال ټوله نړۍ کې ۱ اعشاریه ۳ میلیون کسان پر سړکونو ترافیکې پېښو کې مړه کېږي او تر ۵ میلیونو نور ټپیانېږي.